دوحشی صهونیسټانو نیواکګری باید پای ته ورسیږی
د فلسطین داسلامی مقاومت غورځنګ حماس ویندوی سامی ابوزهری نن له الاقصی ټیلیویژنی چینل سره په خبروکې په غزې تړانګې کې د صهونسټ رژیم دجنایتوو په وړاندې دعربی هیوادونو اونړیوالو ټولنو په چپتیا په نیوکوسره وویل ، همدااوس دجنګ دختمیدا خبره نه ده مطرح ، ځکه صهونیسټان نیت لری مقاومت نابود کړی او په همدې اساس فلسطینی مبارزان په ټول قدرت سره دنیواکګرانو په وړاندې دریدلی او مقاومت کوی .
ابوزهری دصهونیسټ رژیم دپوځ په بې امانه یرغلونو کې دغزې تړانګې دبې ګناه عامو خلکوښځو اوماشومانو پراخې وژلې ته په اشارې سره له ملګروملتو غوښتی پخپلو مسئولیت دې عمل وکړی ځکه دصهونیسټانو اقدامات دجنګی جنایتونو یو څرګند مثال دی . هغه همداراز په دې خبرې په ټینګار سره چې صهونیسټ رژیم باید په غزې تړانګې دوحشی ډوله یرغلونو په باب درنده بیّه ورکړی وویل دفلسطین درست خلک او ټوله فلسطینی مبارزې ډلې دنیواکګرو په وړاندې دمقاومت ملاتړ کوی او دا ملاتړ بې مخینې دی
همداراز دحماس غورځڼګ دنړیوالو اړیکو مسئول اسامه حمدان هم ویلی دی اسرائیلو داووربند خلاف ورزی کړې ده او باید خپله نیواکګری او وحشی ډوله حملې ودروی . هغه په عین حال کې دصهونیست رژیم دبې امانه حملو په مقابل کې دفلسطین ملت دفاع دفلسطنیانو حق وباله او وې ویل صهونیسټ رژیم به دخپلو جنایتونو بیّه څو چنده زیاته ورکړی
همداراز دلبنان لوی مفتی شیخ محمد رشید قبانی هم نن په یولړ څرګندونو کې په سیمې کې دصهونیسټ رژیم دوجود جعلی کیدا ته په اشارې سره ټینګا روکړ صهونیسټ رژیم په سیمې کې دبې ثباتۍ عامل دی او دوطرن اوټاټوبی څخه دبرخمنیدا په زمینې کې دفلسطینی ملت حق یو ثابت حق دی او دهیچا له خوا ئې پیژندلو ته اړتیا نشته او باید له تیریګر اونیواکګر رژیمه دغه حق واخستل شی . هغه ویلی دی هغه زبرځواک چې دصهونیسټ رژیم دامنیت تضمینولو ته پابنده دی دفلسطین دټاټوبی په غصبولو کې ئې ورسره مرسته کړې ده باید دفلسطینی ملت په ضد دې داسرائیلو جنایتونه سملاسی ودروی
داپه داسې حال کې دی چې نن دغزې تړانګې او نورو فلسطنینو سیمو باندې دغاصب صهونیسټی رژیم دبې امانه حملو څومه ورځ کیږی دصهونیسټ رژیم لومړی وزیر بین یامین نتن یاهو نن دخپلې کابینې په ټول کې له فلسطینیانو سره داوور بند په باب هرډول خبرې رد کړی اوپه سپین سترګیتوب سره ئې ویلی دی اوور بند هیڅکله هم مطرح نه دی او باید داسراییلو پوځ دغزې اوفلسطینیانو په ضد خپلو حملوته هماغه راز دوام ورکړی
دصهونیسټ رژیم دجنګ وزیر موشه یعالون هم نن ویلی دی دغه حملې به نوره هم زیاتې کړی او په راتلونکو څو ورځو کې به په غزې تړانګې پراخې مځکنۍ حملې هم پیل شی .
یوبل خبر هم ښئ چې داسراییلو دپوځ لوی درستیز بنی ګانټز هم په غزې تړانګې له مځکنې حملې سره اړونده له ټولو پلانونو سره موافقه کړې او ویلی ئې دی باید فلسطینی مقاومت له مینځه لاړ شی.
Add new comment