د غزې د جنایتونو په وړاندې چپتیا د داعش ډلې د مسلمانۍ د ادعا د دروغوالي نښه ده

د عراق د پارلیمان یو استازي وویل په عراق کښې د داعش ترهګرې ډلې اقدامات او په غزه کښې د صهیونیسټي رژيم په جنایتونو باندې د دغې ډلې سترګې پټول، د دغې تکفیري ډلې د دروغو اسلام ثابتوي.
حبیب الطفي له فارس خبري آژانس سره په خبرو کښې د داعش په نامه تکفیري ډله د اسرائیلو د رژیم د ملاتړوړ قاتلانو او جنایتکارانو څخه جوړه شوې ډله وبلله چې له صهیونیسټانو سره د مقابلې پرځاې، مسلمانان وژني.
الطرفي ټينګار وکړ چې په عراق کښې د داعش تکفیري ډلې جنګ او هغه هم په داسې وخت کښې چې فلسطینیان د صهیونیسټانو له ډیرو وحشیانه جنایتونو سره مخ دي، ښودنه کوي چې د دغو ترهګرو د مسلمانۍ ادعا تش دروغ دي.
د عراق د پارلیمان استازي زیاته کړه چې داعش تکفیري ډله په خپل تحریف شوي دین او دروغجنو اعتقاداتو سره د اسلام دښمنه ده او په مسلمانانو کښې هیڅ ځاې نه لري.
د ابوبکر البغدادي په مشرۍ ترهګرې ډلې سره د عربستان او امریکې، انګلستان او صهیونیسټي رژيم په شمول د ځینو هیوادونو لخوا مرسته او ملاتړ یې کیږي.

Add new comment