روژه د خدای میلمستیا ۱

په نامه دهغه خدای مې دا بیان دی
چې یو میاشته یې په میاشتو کې رمضان دی
رحمتونه ، برکتونه  نازلیږلي
او راوړی یې  له ځانه سره غفران دی
د  مهربان خدای  مهربانو میلمنو،  ومنئ په خپلو درانه حضور کې زمونږ د مینې او مهربانۍ  سلامونه ،  په مخه مو رحمتونه او  په برخه مو برکتونه ،  دا دی ،  یو کال  د سترګو په رپ کې تیر شو او د خدایي میلمستیا میاشته یو ځل بیا را دبره شوه .  تاسو ته د دغه برکتي میاشتې په رارسیدلو د مبارکۍ په ویلو سره، د الهی رحمت په دسترخوان کښینو او د معنویت ، کمال او معرفت له دغه دسترخوانه    برخور کیږو. روژه د خدای میلمستیا په دغه پروګرام کې  به چې د  روژې په درستې میاشتې کې به ستاسو میلمانه  وو، د کوربه  د معرفت د حاصلولو هڅه وکړو. له تاسو هیله کوو چې د دغه میاشتې په برکتي  شپو ورځو کې له مونږ سره ملګري اوسئ. یو ځل بیا تاسو ته د روژې د مبارکې میاشتې په مناسبت  د مبارکۍ په ویلو سره د دغه ویناوو لومړۍ برخې ته  ستاسو پام غواړو.
موزیک
یو عارف وایي : څومره بختور دی هغه ګل چې د اوبو په  لاره کې وټوکیږي ، ځکه چې  همیشه به تاند او شین وي، رالوییږي، رنګینیږي  او د لیدونکو سترګې یخوي  او کله چې یې تر څنګ کښینې  تا هم له ځان سره تازه کوي.
او څومره بدمرغه دی هغه ګل چې  له اوبو لرې شي او  په قسمت کې یې وچوالی او مړایتوب وي.
هو عزیزانو، انسانان هم دګل په شان دي  او خدای د دغه ګل لپاره د اوبو په شان ،  بختور دي هغه خلک چې د خدای د هدایت په لاره کې  روان وي  داسې کسان همیشه تاند او تازه وي.
او افسوس دهغه  چا په حال چې د  پا ک پروردګار له لارې وغړیږي ، دهغه ګل په شان چې له  اوبو محرومه شي.
البته هغه څه چې انسان د خدای په لاره کې راولي ، د حق اطاعت او بندګي ده  هغه هم بې  له  چون او چرا.
×××
دخدای بندګي وکړه چې  چې باور یقین او معرفت دې په برخه شي  او دا دخدای بندګي ده چې  چې د تقوا   میوه ورکوي  تقوا یعنې ځان ساتل ، او متقی هغه کس دی چې ځان له هغه څیزونو چې خدای یې ترې منعې کوي ، لرې وساتي. او په خپله همدا ځان ساتنه او تقوا  ډیر  برکتونه لري چې لومړی برکت یې  په ژوند کې اساني ده .
قران مجید فرمایي:   «هر څوک چې تقوا خپله کړي، خدای ورته د  نجات او اسانۍ لاره برابروي» ( طلاق سوره  ۲ ایت )
او د دې مطلب دا نه دی چې  سختې څنګ ته کیږي، نه ! بلکې مطلب دا دی چې  په مشکلاتوکې به د سختۍ احساس نه کوي  او په اسانۍ سره به ترې راووځي. کټ مټ دهغه  اس سپور په شان چې  له سختو خنډونو په اسانۍ سلامتۍ سره اوړي او البته خوند هم ترې اخلي.
د تقوا هنر دا دی چې  له انسانه یو ماهر   او تکړه سوارکار جوړوي چې مهارت یې  له خنډونو تیریدل دي.
د تقوا له نورو اثارو  دا دي چې  انسان په جبۍ کې نه ګیریږي  او یا که ګیر شي ترې د وتلو لاره مومي.
قران فرمایي: و من یتق الله یجعل له  مخرجا و یرزقه من حیث لا یحتسب، ( طلاق، ۲ ایت) او هر څوک چې له خدای تقوا او ویره ولري ، خدای ورته  له مشکلاتو د وتلو لاره پیدا کوي او له داسې ځایه رزق ورکوي چې دهغه ګمان هم نه وي.
نو که تا ولیدل چې په یو مشکل کې ګېر یې  او پیښې درباندې سختې تیریږي او له هیڅ لارې  درته کومه روزنه او کړکۍ نه ښکاري ، پوه شه چې  پرهیزګاري دې پریښې ده  او تقوا دې کمزورې ده .
موزیک
 یوه شپه د محمد باقر په نوم یو ځوان طالب،  په  دیني مدرسه کې په خپله کوټه کې  په سبق ویلو لګیا وو چې ناڅاپه یوه پیغله جینۍ وارخطا شان  کوټې ته راننوتله . د جینۍ له کړو وړ معلومه چې د شهزادګيو له ډلې ده . هغه له راننوتلو سره ور پورې کړ  او طالب ته یې چې اریان دریان ولاړ و   په اشارې سره وویل چې غلی شه. جینۍ بیا پوښتنه وکړه په ډوډۍ کې دې څه پخ کړې دي؟ طالب چې د ماسخوتن ډوډۍ ته  ساده شان خواړه تیار کړې وو  راوړل ،  جینۍ  وخوړول او  بیا د کوټې په یوه ګوټ کې اوده شوه . محمد باقر هم په خپل کتاب لګیا شو.
له بلې خوا دغه شاهزادګۍ تښتیدلې وه نو د پاچا په حکم ټول سپایان په هغې پسې ګرځيدل.سهار چې جینې د محمد باقر له کوتې ووتله ، دولتي مامورانو له محمد باقر سره یو ځای ونیوله  او پاچا ته یې بوتلله. صفوي پاچا  شاه عباس په ډیره غوسه له طالبه پوښتنه  وکړه :  ولې  دې دشپې مونږ ته اطلاع رانه کړه چې  لور  مې ستا په کوټه کې پټه شوې ده ؟ محمد باقر وویل : شهزادګۍ ګواښلی وم چې  که خبر ورکړم جلاد ته مې وسپاره او سر به مې پرې کړي.
شاه عباس له پلټنو وروسته پوه شو چې دغه طالب تر سهاره په مطالعې لګیا و  او له شهزادګۍ سره یې هیڅ نه دي کړی.  پاچا په ډیره حیرانتیا او  د ستایلو په  انداز کې له طالبه وپوښتل چې  تا څنګه   ټوله شپه د یوې پیغلې په شتون کې له خپل نفس سره مقابله وکړه .  زلمي طالب خپلې لس  ګوتې  پاچا ته وښودلې ، د ګوتو سرونه یې سوزیدلې وو او بیا یې پاچا ته ځواب ورکړ: «کله چې شهزادګۍ اوده شوه ، نفس مې وسوسه  کړم چې ورنزدې شم  خو  هر ځل به چې نفس وسوسه کولم خپله یوه ګوته به مې  په  بلې شمعې کیښودله  چې د دوزخ اور راته رایاد ش ي ، او اخر تر سهار پورې مې له خپل نفس سره مبارزه وکړه  او د خدای په فضل  شیطان  ونه کړی شول چې ما له نیغې لارې واړوي  او ایمان مې  وسوزوي.  شاه عباس د ده ځواب  له تقوا او پرهیزګارۍ ډیر خوشاله شو او امر یې وکړ چې  شهزادګي هم ده ته واده کړئ  او هغه ته یې  د «میرداماد» یعنې د پاچا د زوم  لقب ورکړ.  میر داماد د خپلې زمانې ډیر لوی فیلسوف  شو او تر ننه پورې   په سترتوب او  عظمت یادیږي.
موزیک
 د روژې مبارکه میاشته په اسلام کې  تر ټولو غوره او بختوره میاشته ده  چې ورته دخدای د میلمستیا  میاشته ویل کیږي. دا میاشته پر دې سربیره  چې د  روژې ، تلاوت او قران میاشته ده، د دعا او د دعا د منلو لپاره  مناسب فرصت دی . دعا  په زړه کې دخدای یاد ژوندی  ساتي ، او  همدا مساله  ایمان په زړه کې کلکوي او د تقوا د غښتلتیا سبب کیږي. له دې امله  انبیاوو او الهی اولیاوو به همیشه  لاسونه دعا ته پورته کول  چې شیبه په شیبه ځانونه خدای ته نزدې کړي.  همداسې یو د  خدای ولي چې درسول الله مبارک (ص) لمسی  هم دی یعنې امام زین العابدین علیه السلام ، ډیر ښکلې لمنځونه لري.   د طاووس یماني په  نامه د دوي یو  ملګری  نقلوي چې :  امام سجاد علیه السلام مې په  الهی حرم کې ولیده چې  سر له ماسخوتن تر سهار په طواف عبادت او لمونځونو لګیا و، او له خپل محبوب سره یې داسې راز و نیاز کاوه: « ای خدایه ! د اسمان ستوري پټ شول ،  سترګې  په خوب اوده شوې،  ستا در د  سایلانو درتګ ته تیار دی . زما په شان  سوالګری  دې  د  رحمت او مغفرت په  مینه  در ته  راغلی  او هیله من دی چې  په قیامت کې یې د خپل  ګران رسول له زیارته محرومه نه کړې»
له دې وروسته د سپرلي د   وریځو په شان د امام له سترګو اوښکې روانې شوې او عرض یې وکړ : «ای پالونکیه!... ته له هر عیب او نیمګړتیا پاک یې  خلک داسې ګناه او معصیت ته ملاتړي لکه چې ستا له سترګو لرې وي ، او ته داسې   له هغوي سره  له زغمه کار اخلې لکه  بیخي کومه ګناه یې نه وي کړې.  داسې له  په خپل نیک سنت سره  له مخلوق سره مینه کوې لکه چې  هغوی ته   نیازمنی یې، حال دا چې ستا سپیڅلی وجود  له ټولې هستۍ او  هستی والو بې نیاز ه دی»
 امام سجاد علیه السلام  له دې وروسته  په  ډير عاشقانه او نه توصیفیدونکي ډول سجدې ته لاړ.
×××
امام زین العابدین علیه السلام  په  همدې لیوالتیا او جذبې سره  د روژې دمبارکې میاشتې په لومړیو کې دخدای حمد او ثنا کوله    چې  هغه ذات یو ځل بیا  په دغه عزتمنه میاشته کې  د شتون توفیق  خپلو بندګانو ته ورکړی دی .  دوي له خپل خدای سره داسې مناجات کول: « حمد او مننه دهغه خدای چې دین یې مونږ ته راکړ، او مونږ يې په خپل دین سره ځانګړې کړو  او د خپل احسان په لاره کې یې روان کړو چې  پکې دهغه په فضل او رحمت سره د  هغه  احسان په لارو کې حرکت وکړ ..... او ستاینه د هغه خدای چې د ( احسان ) له لارو یې یوه   خپله میاشته یعنې روژه وګرځوله . د روژې میاشته د  اسلام ، پآکۍ ، ازمښیت،  او قیام میاشته ، هغه میاشته ده چې  دقران یې  دخلکو د لارښوونې،  د هدایت د نښو او د حق او باطل تر مینځ د فرق لپاره نازل کړ.  او په دې توګه یې  پر نورو میاشتو د  رمضان د میاشتې لوړاوی   د  ډیر درناوي  ښکاره فضیلتونو په بنیاد   روښانه کړ.  نو هغه څه چې په نورو وختونو کې حلال وو  حرام کړل ، او د دې د درنښت لپاره یې خوراکونه او څښاکونه منع کړل ، او ورپاره یې ټاکلی وخت وګرځاوه.
×××
  ګلونو اوریدونکواو خوږو روژتیانو ، راځئ چې د رحمت په دغه میاشته کې چې  د رسول الله مبارکه (ص) په وینا د اسمان ورونه  د بندګانو پر مخ پرانستې دي  او ددوزخ لمبې غلې شوې دي ، زړونوه د تقوا په رڼا وځلوو د  پرهیزګارۍ او بې له خدایه له نورو څیزونو د لرې والي  خوند او خوږلت،  وڅښو اوله خپل ربه په عاجزۍ سره د تقوا او پرهیزګارۍ  له شیرینې  برخمنتیا وغواړو او له سید ساجدین  امام سجاد علیه السلام سره غږمله شو  چې « الهی اشعر قلبی بتقواک: ای خدایه  خپله تقوا دې زما په زړه وڅکه»

Add new comment