د رهبری خِبرګانو په غونډه کښې د حضرت ایت الله خامنه ای وینا

د ایران د اسلامی انقلاب معظم رهبر حضرت آیت الله العظمی خامنه ای نن د رهبرۍ د خِبرګانو د شورا د مشر او استازو په کتنه کښې ټینګار وکړ: د بې شمیره کورنیو او ملی وړتیاو کارول، د دښمنانو له دښمنۍ څخه غفلت نه کول، د ښکیلاک له جبهې سره څرګنده او شفافه حد بندی، له دښمنه نه ویریدل، په خلکو ملاتړل او د جهادی خوزښت پیاوړتیا، د ملی وحدت ساتل او پیاوړی کول او دینی او انقلابی کلتور ته پاملرنه د ایران د مسئولانو له نورو سترو دندو څخه دی.
هغوی نن سباپه نړۍ او سیمه کښې مهمو او پیچلو بدلونونو ته په اشارې سره ځانته کتنه او د خپلې دندې پیژندنه د دې پړاو له مسئولیتونو وبلل او زیاته یې کړه: په داشان شرایطو کښې د رهبری خبرګانو په شمول د ایران د اسلامی جمهوری نظام ټولو ارکانو ته پکار دی چې د نړۍ حقیقتونو ته اساسی او نوښت ګره کتنه ولری.
ښاغلی حضرت آیت الله العظمی خامنه ای د ننۍ نړۍ د ځینو حقیقتونو په بیانولو کښې وویل: د دغې ظاهری آرامتیا د ګډوډیدو یوه نښه د اروپا او امریکې اقتصادی بحران دی چې د هغوی د اقتصادی دیوالیه توب نښې نښانې د څرګندیدو په حال کښې دی.
د اسلامی انقلاب معظم لارښود یو په بل پسې د لویدیځ تمدن د علمی او هویتی ستنو شړیدل او له امریکې او نورو قدرتونو څخه عامه نفرت او د هغوی نړیواله رسوایی او بې آبرویی د نړۍ د ننیو واقعیتونو یوه بله نښه وبلله او زیاته یې کړه: د ولسونو بیداری او په تیره بیا اسلامی بیداری او د اسلامی استقامت اوج اخیستل د نړۍ د ننی وضعیت یو بل حقیقت دی.
د اسلامی انقلاب معظم رهبر د اسلامی بیدارۍ په وړاندې د ځینو کسانو دریځنیونې ته په اشارې سره ټینګار وکړ: اوس په ډاګه شوې ده چې دغه بیداری په بشپړه توګه په اسلام پورې اړونده وه او که څه هم په ظاهره یې غلې کړه خو په ځان باندې د باور او د اسلامی هویت احساس به هیڅکله له مینځه لاړ نشی او اوس هم نه دی ختم شوی.
هغوی همداشان څرګنده کړه: د ایران د ولس د اسلامی دریدنې او لوړتیا وده او له ۳۵کالو وروسته د دغه ولس د خپلواکۍ روحیه د ننۍ نړۍ یو مهم حقیقت دی.
د اسلامی انقلاب معظم رهبر د امریکایی چارواکو د تشې خولې پوځی ګواښونه د بندیزونو او بایکاټونو د بې ګټې والی نښه وبلله او ټینګار یې وکړ چې، د نظر هغه اتفاق چې نن سبا د دریو قوو د مشرانو او همداشان په دولتی مسئولانو کښې د مقاومتی اقتصاد د اجرا په هکله موجود دی، د دې زیرې ورکونکی دی چې د خدای تعالی جل جلاله په لطف او کرم سره به، مقاومتی اقتصاد د دښمنانو په بایکاټونو او چلولونو باندې بر شی.

Add new comment