عقلانيت او له خرافاتو سره مبارزه
عقلانيت او له خرافاتو سره مبارزه:
د اسلام د قدرمن پېغمبرحضرت محمد مصطفی (ص) د بعثت په کليزه کښې شتون لرو. هغه ورځ چې خداے پاک د خپل بې پايانه رحمت له سرچينې څخه دګمراهۍ او غفلت له تيارو څخه د انسان د خلاصون لارې وښودلې. هغه وخت د حضرت محمد مصطفی (ص) قدرمن وجود د دغه دروند امانت قبلوونکے شو.د اسلام د قدرمن پېغمبر (ص) بعثت په بشري تاريخ کښې برخليک ټاکونکے دے. هغه ستره پېښه چې په رامنځته کېدو سره يې مبارک الهي آيتونه د وروستي اسماني پېغام راوړونکي په ژبه مبارکه جاري شول او قران شريف دغه مبارکه پېښه يو ستر احسان او نعمت وبالۀ.
له دې امله چې خداے پاک د سورۀ آل عمران په 164 مبارک آيت کښې وفرمايل: ((خداے په مومنانو باندې احسان وکړ (يعنې ستر نعمت يې ور عطا کړ)کله چې د دوي ترمېنځ خپله د دوي له جنسه يې يو پېغمبر مبعوث کړ چې د هغۀ آيتونه هغوي ته تلاوت کړي او هغوي ته د کتاب او حکمت تعليم ورکړي،کۀ څه هم له دې مخکې په څرګنده ګمراهۍ کښې وو.))
د خداے پاک شکر ادا کوو چې يو شمېر پېغمبران يې مبعوث کړل چې فطرتونه راويښ کړي او بشري روح له پاکو اسماني تعليماتو سره اشنا کړي. شکر ادا کوو د هغه پروردګار چې خپل رحمت يې د وحي او هدايت په نعمت سره ټولو ته جاري کړ. د خداے د ګران رسول حضرت محمد مصطفی (ص) د بعثت کليزه دې ټولو ته مبارکه وي.
د اسلام د قدرمن پېغمبر (ص) بعثت د بشريت په تاريخ کښې يو نوے باب دے چې هغه د هغه وخت په نړۍ کښې يو ستر انقلاب ګڼلې شوو. د خداے دګران رسول (ص) د بعثت په درشل کښې د نړۍ له حالاتو او احوالو سره اشنائي د هغه حضرت د رسالت عظمت له مخکې نه زيات څرګندوي.
د بعثت په درشل کښې نړۍ له زوال او کړکېچ سره مخامخه وه. جهالت، لوټمار، ظلم او ستم، د کمزورو او بې وزلو خلقو د حقوقو ضائع کول، فساد او بې مهاره او له اخلاقو پرېوتې ازادي، تبعيض او بې انصافي او له اخلاقو او انسانيت څخه لرے والے د هغې زمانې په انساني ټولنو باندې خوارۀ وو. په دې مېنځومان کښې د عربستان ټاپو وزمې او په تېره بيا د مکې مکرمې ښار د کلتوري، سياسي، اقتصادی او اجتماعي نظره يو تر ټولو غېر انساني او تر ټولو بد حالت زغمۀ. د اوچو کړسو لرګيو په وړاندې چې بتان يې ترې جوړ کړي وو او د مکې خلقو به د دغو بې جانه جسمونو په وړاندې قربانۍ ورکولې او امداد به يې ترې غوښتۀ د جاهلو عربو عاجزۍ به هر پوه او عاقل کس حېرانۍ او افسوس کولو ته مجبوروۀ.
خداے پاک د قران مجيد په ځينو مبارکو آيتونو کښې د هغې زمانې ځينو ګډوډو او غېر انساني ادابو ته شاره کړې ده او د جاهليت د دوران له يو لړ باطلو او غېر اخلاقي رسمونو څخه يې خبر ورکړے دے. د پېغمبراکرم (ص) د بعثت په درشل کښې د عربستان د ګډو وډو حالاتو په باره کښې په يو روايت کښې راغلي دي:
((يوه ورځ قېص بن عاصم د خداے ګران رسول (ص) په خدمت کښې حاضر شو او عرض يې وکړ: ((اے د خداے ګران رسوله! ما د جاهليت په دور کښې خپلې اتۀ لوڼه ژوندۍ په زمکه کښې ښخې کړې دي. کله چې قېس د خپلې يوې لور د ژوندۍ ښخولو د سترګو ليدو حال د خداے ګران رسول (ص) ته بيان کړ نو د خداے ګران رسول (ص) ډېر غمجن شو او د اوښکو لړۍ يې په مبارک مخ روانه شوه او خپلو اصحابو ته يې وفرمايل: ((دا د سخت او کاڼي زړۀ عمل دے او هر څوک چې رحم ونۀ لري د خداے پاک رحمت به يې نۀ په برخه کيږي.))
شايد په هغه زمانه کښې د عربستان د سيمې په شان د خرافه پرستۍ،بې بندوبارې او د اجتماعي مفاسدو رواج په بل هيڅ ځاے کښې نۀ ؤ. همدا وجه ده چې د اسلام له ظهور نه مخکې زمانې ته د جاهليت زمانه او د هغې زمانې خلقو ته عرب جاهلان ويل کيږي. عربو په هغه زمانه کښې نۀ يوازې تعليم نۀ لرۀ او له پوهې او علم څخه بې برخې وو بلکې له عقل او منتطق نه خالي فکر يې لرۀ او له خرافاتي ادابو او رسومو څخه يې پېروي کوله. د خداے ګران رسول (ص) د داسې خلقو د لارښونې لپاره په رسالت مبعوث شو چې نۀ يوازې د هغې سيمې لپاره بلکې له هغې نه وراخوا د تاريخ په ټولو دورونو کښې د نړۍ د ټولو انسانانو لپاره د نجات کشتۍ وګرځي. د حضرت محمد مصطفی (ص) د پېغام له محتوا سره لږع اشنائي هم دا حقيقت په ګوته کوي چې د هغه حضرت دعوت له هم هغه شروع نه د عقل او استدلال په بنياد ولاړ ؤ. قران شريف او د خداے ګران رسول (ص) به له خلقو غوښتل چې سوچ او فکر دې وکړي او هغه څه چې عقل او خرد يې تائيدوي قبول کړي.
له دې سره سره چې د خداے ګران رسول (ص) د داسې ولس ترمېنځ ژوند کوۀ چې خرافات يې د ژوند برخه وه، خو د خداے د ګران رسول (ص) له وياړونو څخه يو همدا وياړ دے چې له اوهامو او خرافاتو سره يې مبازه وکړه. ځکه چې د توحيدي تفکر د جاري کېدو لپاره له جهالت او خرافاتو سره د عقلانيت او خردمندۍ په سيوري کښې مبارزه پکار ده ده. بې له شکه د اسلام د ګران پېغمبر (ص) يو مقصد له خرافاتو سره مقابله او د عقل او منطق ترويج ؤ.
پېغمبراکرم (ص) په ټول توان سره کوشش کوۀ چې خلق د حق او حقيقت بنده ګان شي نه د قيصو او خرافاتو. په تاريخ کښې نقل شوي دي چې کله د هغه حضرت زوے چې ابرهيم نومېدۀ وفات شو نو د خداے ګران رسول (ص) يې په وفات ډېر وژړېدۀ. همدارنګ د هغۀ د وفات په ورځ نمر تندر ونيوۀ نو د عربو خرافاتي خلقو دغه پېښه د دغه مصيبت د سترتوب يوه نښه وبلله او وې ويل چې نمر د خداے د ګران رسول (ص) د زوے د وفات په دليل تندر نيولے دے. کله چې د خداے ګران رسول (ص) دا خبره واورېده نو منبر ته يې تشريف يوړۀ او وې فرمايل: نمر او سپوږمۍ د خداے پاک د بې پايانه رحمت دوه سترې نښې دي او د هغه ذات تر فرمان لاندې دي او هيڅکله د چا په مرګ او ژوند سره يې تندر نۀ نيسي.))
که څه هم دغه واقعه د خداے د ګران رسول (ص) د رسالت په نسبت د خلقو عقيده لا مضبوطه کولې شي خو هغه حضرت هيڅکله دې ته راضي نۀ شو چې د هغۀ موقعيت او مقام د خرافاتو له لارې د خلقو په زړونو کښې مضبوط شي. د خداے ګران رسول (ص) نۀ غوښتل چې په خرافاتو باندې د اعتقاد په شمول د خلقو له کمزوريو څخه د خپل حېثيت او مقام د حاصلولو او حتی د هغوي د هدايت کولو لپاره ترې استفاده وکړي، بلکې غوښتل يې چې هغوي د اګاهۍ له لارې او په علم او معرفت سره اسلام ته مخه کړي. ځکه چې خداے پاک په قران شريف کښې خپل ګران حبيب ته فرمايلي دي چې خلق په حکمت او ښې موعظې سره د خداے لارې ته دعوت کړي.
په چارو کښې تفکر او تعقل له هغو مواردو څخه وو چې د اسلام قدرمن پېغمبر (ص) پرې زيات تاکيد کوۀ. هغه حضرت فرمائي: ((خداے پاک خپل بندګانو ته له عقل نه بل ښۀ څيز نۀ دے بخښلے.))
په اصل کښې د هر فکري نظام د اعتقادو په زمينه کښې پکار دي له عقل نه مرسته واخېستې شي. که وغواړوو د خداے پاک وحدانيت، د پېغمرانو عليهم السلام وجود، وحي او دا ډول مسائل اثبات کړوو نو پکار دي عقلي استدلالونو ته مراجعه وکړو. په صحيح او ناصحيح عقائدو کښې د تشخيص په حقله همدا عقل دے چې له انسان سره مرسته کوي او د حقيقت او خرافاتو ترمېنځ پوله له ديني تعليماتو څخه د هدايت په حاصلولو سره ټاکي. ستر مفسر علامه محمد حسېن طباطبائي په قراني تعليماتو کښې د عقل د مقام د اهميت په باره کښې داسې وائي: ((که په الهي کتاب باندې په بشپړه توګه ځانونه پوه کړو او په مبارکو آيتونو کښې يې غور او فکر وکړوو نو له درې سوو نه زيات داسې مبارک آيتونه موجود دي چې خلق يې تفکر،تذکر او تعقل ته رابللي دي او پېغمبراکرم (ص) ته يې د يو حق د ثابتولو او يا د يو باطل د ختمولو لپاره استلال ورزده کړے دے. خداے پاک په قران شريف کښې حتی په يو مبارک آيت کښې هم خپلو بندګانو ته دا حکم نۀ دے کړے چې په ناپوهۍ سره دې په خداے پاک او يا هر هغه څيز باندې چې د هغۀ لخوا دے ايمان راوړی او يا دې په پټو سترګو په لاره تګ وکړي.
تعقل او له هغۀ وروسته د علم زدکړې ته دعوت د خداے د ګران رسول (ص) په سيرت کښې داسې ؤ چې سپارښتنه به يې کوله چې علم زده کړئ که څه هم د چين په شان په ډېره لرې سيمه کښې وي. هغه حضرت به د علم په زدکړه دومره تاکيد کوۀ چې نقل شوي دي چې په يو جنګ کښې د مشرکو اسيرانو چې ليک لوست يې زده وو د ازادۍ شرط هغو مسلمانانو ته د ليک لوست ښودل وګرځوۀ چې له ليک لوست څخه بې برخې و. اوس د ډېرې حېرانتيا او خواښينۍ ځاے دے چې نن ځينې منحرف کسان د اسلام په نامه او د پېغمبراکرم (ص) د سنت د راژوندي کول په بهانه د علم او پوهې په مرکزونو باندې حملې کوي او د اسلام په نامه يو ډېر بد او بدرنګه کار ترسره کوي. لکه په دې وروستيو کښې يوې ډلې د نائجېريې بېګناه او معصومې زده کوونکې جېنکۍ د علم او پوهې د زده کولو په جرم اسيرانې کړې دي. کوم يو سليم عقل دغه اعمال د اسلام او د اسلام د قدرمن رسول (ص) په پېروۍ کښې ګڼلې شي؟ دغه له خواښينۍ نه ډکې پېښې نۀ يوازې په اسلام کښې له بدعته بل څه نۀ دي بلکې د دين له بنيادي اصولو څخه د دغو دروغجنو مدعيانو د لرې والي ښودنه هم کوي.
د مسلمانانو لپاره دغه وياړ او افتخار بس دے چې پېغمبر يې د خپل شريف ژوند ټولې پرله پسې شېبې د انسانانو د ودې ،کمال او سعادت او له جهالت او ناپوهۍ نه د هغوي د لرې کولو لپاره تېرې کړې. توحيد، او د څو خدايانو له پرستش نه ډډې کولو او له اوهامو او خرافاتو څخه لرې والي او ازادۍ ته دعوت، د عدل او انصاف د ټينګښت لپاره کوشش، له غلامۍ او اسيرۍ سره مبارزه، له ظالمانو سره جهاد، له مظلومانو څخه ملاتړ، د علم او پوهې زدکړې ته هڅونه،انساني کرامت او اخلاقي ارزښتونو ته توجه ، د عقلانيت احترام او له تفرقې او جهالت سره مقابله، د خداے د ګران رسول (ص) له هغو جامعو تعليماتو څخه دي چې هم د مسلمانو ولسونو لپاره او هم د نورو بشري ټولنو لپاره يو لړ ارزښتناک ټکي لري. دغه تعليمات چې خپلو بندګانو ته د خداے پاک ترټولو وروستۍ او بشپړه وېنا ده هم هغه نېغه لاره ده چې انسانان به د سعادت او نېکبختۍ منزل ته ورسوي.
Add new comment