د داعش ترهګرې ډلې جنایتونو ته د ملګرو ملتونو غبرګون

د سوریې او عراق د ولسونو په خلاف د داعش ترهګرې ډلې زیاتیدونکي جنایتونه همهغه شان له نړیوالو غندنو سره مخامخ دي او په دې لړ کښې د ملګرو ملتونو چارواکو هم دریځنیونه کړې ده.
په دې چوکاټ کښې د ملګرو ملتونو تحقیق کونکي پرون په سوریه کښې د بشري حقوقو د وضعې په هکله وویل: هیله کیږي چې د داعش ترهګرې ډلې د عناصرو نومونه په سوریه کښې د ظلم په تور د جنګي جنایتونو د احتمالي ترسره کونې په جرم د تعقیب لاندې کسانو په هکله د ملګرو ملتو په لیسټ کښې ورزیات شي.
د سوریې په اړه د ملګرو ملتو د تحقیق د کمیشن برازیلي مشر پائولو پینهیرو وویل: د داعش په خلاف د تور راپارونکو شواهدو او قرائنو راغونډول به اسان وي ځکه چې د زیاتو جنګي جنایتونو د ترسره کولو په لړ کښې په دغې ډلې کښې د یوې مضبوطې تشکیلاتي لړۍ د شتون نښې نښانې شته دي. پینهیرو چې په سوریه کښې د رامینځته شویو جنګي جنایتونو په لړ کښې د خپل تحقیق د نتایجو په هکله یې د امنیت شورا ته یو رپورټ وړاندې کړی دی، وویل: د داعش د غړيو نومونه د جنګي جنایتونو د ترسره کونکو په توګه د دغه سازمان په لسټ کښې لیکل کیږي.
د عراق په چارو کښې د ملګرو ملتونو استازي نیکلای ملادینوف هم په عراق کښې له داعش ترهګرې ډلې له جنایتونو سره د مقابلې لپاره د امنیت شورا د پریکنده اقدام غوښتنه کړې ده.
نیکلای ملادینوف په دې وروستیو کښې د امنیت شورا د ۱۵ غړو هیوادونو استازو ته په خطاب کښې ټینګار وکړ چې اوس په عراق کښې د تاوتریخوالي د ختمولو او د داعش د ځانله کولو په موخه د بندیزونو د اجرا کولو وخت رارسیدلی دی.
د داعش ترهګرې ډلې د جنایتونو په خلاف د ملګرو ملتو غبرګونونه په داسې حال کښې دي چې دغې ترهګرې ډلې په دې وروستیو کښې په سوریه کښې یوه بله بوږنونکې وژله ترسره کړې ده چې د عامه افکارو کرکه یې په ځان پسې لرلې ده.
په سوریې کښې د داعش ترهګرې ډلې د زیاتیدونکو جنایتونو په هکله خبرونه په تیرو څو ورځو کښې د دغې ترهګرې ډلې د کسانو په لاس د سوریې په مرکز کښې د ګیس د یوې زیرمې د کارکونکو د ډله ایزې وژنې بیانونکي دي.
د سوریې د مرکز په حمص ولایت کښې په شاعر نومي ګازي میدان باندې د داعشي ترهګرو په وروستۍ حمله کښې د دغه میدان کابو ۲۷۰ کارکونکي ووژل شول.
د ویلو ده چې د داعش خطر یوازې په سوریې پورې محدود نه دی او نه به وي او په دې وروستیو میاشتو کښې په عراق کښې د داعش جنایتکارانه اقدامات او د دغه هیواد د خلکو وژله د دغه حقیقت بیانونکي دي.
یو بل رپورټ وايي چې داعش ترهګره ډله نړیوال قوانین په سیسټماټیکه توګه ترپښو لاندې کوي او د عراق او سوریې د ولسونو په خلاف له هیڅ جنایته ډډه نه کوي.
د بهرنیو ترهګرو کارول، سړي تښتونه او د بشري حقوقو په ډاګه خلاف ورزي او د ملکي خلکو وژل، هدفمنې سیاسي وژلې او د مذهبي مشرانو، ښځو او ماشومانو وژل د داعش ترهګرې ډلې د جنایتونو یوازې یوه برخه ګڼله کیږي او دا کارونه د نړیوالو کنونشنونو لخوا جنګي جرایم ګڼل کیږي.
په داسې حال کښې چې د ملګرو ملتونو چارواکي د داعش ترهګرې ډلې په بایکاټولو او د هغې د غړو په محاکمه کیدو ټینګار لري، خبرونه، د بشري دوستانه مرستو ترعنوان لاندې ترهګرو ته د بهرنیو مرستو د ورکول کیدو بیانونکي دي.
د سوریې په هکله د ملګرو ملتو د امنیت شورا د وروستي پریکړه لیک له مخې چې د دغه هیواد د حاکمیت خلاف ورزي ګڼله کیږي، مرسته رسونکي سازمانونه د امنیت شورا په څارنې سره حق لري چې د سوریې د حکومت له اجازې او موافقې پرته دغه هیواد ته انساندوستانه مرستې ولیږي.
دا چاره سبب شوې چې د ځینو لویدیځو او عربي حکومتونو په شمول د ترهګرو ملاتړي حکومتونه د دغه مغرضانه پریکړه لیک په دستاویز ګرځولو سره د داعش په شمول ترهګرو ډلو سره خپلې مرستې جاري وساتي او د هغوي د جنایتونو د دوام زمینه برابره کړي.

Add new comment