په غزې دخونخوارصهونیسټانوپه حملې کې د عربستان اواماراتو ملګرتیا ایشوا شوې ده

العالم ټیلیویژني چینل راپورورکړی  دعربستان یوه فعال مجتهد  چې  په ټویټر کې ئې  دعربستان تر پرې شا له مسئلو دپټو مطلبونو دایشواکولو په خاطر ډير شهرت موندلی دی ، نن ئې  عربستان او امارات  په غزې تړانګې دصهونیسټ رژیم  دمځکنۍ حملې دټولو لګښتونو په تامینولو تورن کړل .
 هغه ویلی دي  عربستان اواماراتو دصهونیسټ رژیم لومړی وزیر بین یامین نتن یاهو ته ژمنه ورکړې چې  دفلسطین داسلامی مقاومت غورځنګ حماس ته دګوزار ورکولو  په مقابل کې  په ریاض او ابوظبۍ کې  ددغه رژیم سفارتونه فعال کړي .
له دې مخکې  د سرائیلو  خارجه وزیر آویګدورلیبرمن  کابو یوه میاشت مخکې  دفرانسې په پاریس کې داماراتو له خارجه وزیر شیخ عبدا... بن زاید النهیان سره  په پټو لیدوکاتو کې  هم  په دې باب یوه پټه موافقه کړې وه  او دغه راز تیره اونۍ داسرائیلو دجنګ وزیر هم په ډاګه کړې وه چې عربستان او متحده عربی اماراتو دحماس غورځنګ دله مینځّه  وړلو په شرط په غزې دحملې ټول لګښت ورکولو ژمنه کړې ده

Add new comment