د افغانستان د طالبانو د ډلې مشر ملاعمر ځان د جنګ ګټونکی وباله
د طالبانو مشر ادعا وکړه چې د افغانستان هغه سیمې به چې دغې ډلې ترخپل کنټرول لاندې راوستې دي، ورځ په ورځ زیاتې او پراخې شي.
هغه همداشان د کابل او واشنګټن ترمینځ د امنیتي تړون د لاسلیکیدو د احتمال په هکله هم خبرداری ورکړی چې ترڅو پورې چې په افغانستان کښې حتی یو بهرنی پوځي موجود وي، په دغه هیواد کښې به جګړه روانه وي.
ملاعمر مدعي شو چې د افغانستان ټول حساس او مهم ځایونه او پوځي مرکزونه د طالبانو د ډلې لخوا په اسانه هدف ګرځیدلې شي.
هغه همداشان د افغانستان د ولسمشرۍ انتخابات سمبولیک او نمایشي وبلل.
د طالبانو د ډلې د مشر دا ویناوې په داسې حال کښې دي چې دغې ډلې له دې مخکښې هم ګواښ کړی و چې پرې به نږدي د افغانستان د ولسمشرۍ انتخابات په کامیابه توګه ترسره شي خو په ټاکنو کښې د افغانانو پراخ ګډون او د هغو د امنیت ټینګیدو ټول ګوته په خوله کړل.
Add new comment