د قدس ورځي په مناسبت ځانګړې وینا (لومړۍ برخه)

فلسطین د تاریخ د سترو تاریخي دینونو زانګو ده،او د هغه ځانګړې  مذهبي موقعیت  او مقام په دلیل چې په مسلمانانو،مسیحیانو او یهودانو کښې يې درلوده او لري یې،یو پيژندل شوی  سپیڅلی ټاټوبی بلل کیږي .
بیت المقدس یو هغه ښار دی،چې شرافت او پاکوالی یې  د  الهي دینونو په ظهور سره اخښل شوی دی ،ځکه د تاریخ په اوږدو کښې د الله تعالی د سترو پیغمبرانو  د ظهور او تبلیغ مرکز  او د توحید او یوه خدای د عبادت  د نور ځاي دی .
په دې ښار کښې له الهي پیغمبرانو پاتې آثار ،د هغوۍ د معنوي مقام ښودنه کوي ،په دغه منځ او مان کښې دغه سپیڅلی ټاټوبی په  مسلمانانو کښې  تاریخې جرړه لري،بیت المقدس د مسلمانانو لومړنۍ قبله ده،په داسي ډول چې   د بعثت په لومړیو ۱۳ کلونو کښې چی سرور کائنات حضرت محمد (ص) په مکه مکرمه کښې ژوند کاوه،  او همدغه راز مدینې ته له هجرته تر ۱۷ میاشتو وروستو پورې ،نبی کریم (ص) او مسلمانانو د الاقصی جومات په لور لمونځ  اداء کاوه .
قدس  له مکي او مدینی وروسته،دریم سپيڅلی ښار دی ،چې د حضرت علی (ع)  په  وینا  د نړۍ په څلورو جنتي ماڼیو مسجد الحرام، مسجد النبی(ع)، مسجد بیت المقدس او مسجد کوفي څخه یو دی .
الاقصی جومات له یوه بل  نظره هم د مسلمانانو لپاره خورا اهمیت لري او هغه يې پاکوالی  او د نبی کریم (ص) د معراج اهمیت دی ،چې له  مسجد الحرام څخه یې د الاقصی جومات  او له هغه ځایه د آسمان په لور وشو.
له حضرت امام صادق (ع) څخه روایت شوی دی،چې  الاقصی جومات د اسلامي نړۍ یو مهم جومات دی  او پکې عبادت خورا فضیلت لري .
په اصلي اسلامی  سرچینو کښې د بیت المقدس   د ځانګړې  مقام او سپیڅلتیا سربیره، هغه څه چې په اوسنیو شرایطو کښې د اسلامي نړۍ لپاره د فلسطین مسئله  اهمیت لرونکي کوي،د لویدیځ په ملاتړ سره د صهیونستانو لخوا د فلسطین نیواک او له اسلامي نړۍ سره د هغوۍ مقابله ده.
خو د دغه ټاټوبې د نیواک او نیلام کیسه،له لومړي نړیوال جنګه وروسته وخت ته ستنیږي ،کله چې  استکباري حکومتونو د خپلو سپیرو هدفونو لپاره  یو داسي برخلیک وټاکه چې  د فلسطین د بې ګناه میرمنو او ماشومانو له وژلو،د هغوۍ د انساني  حقوقو او  آرامښت  له سلبولو پرته يې ،بله پایله نه درلوده.
د  ۱۹۱۷ م کال  په نوامبر کښې د انګلستان د هغه وخت د بهرنیو چارو وزیر جیمز باالفور ،د دغه هیواد د صهیونست فدراسیون د هغه وخت مشر لرډ روچیلډ ته په یو لیک کښې  چې د باالفور په اعلامیې مشهوره ده،په فلسطین هیواد کښې يې د صهیونستي یهودانو  لپاره د هیواد او حکومت په جوړیدو سره د انګلستان موافقه اعلان کړه.
 له لومړې نړیوال جنګ وروسته  هم  په فلسطین د انګلستان په قیمومیت سره ،د صهیونستانو   لخوا په دغه اسلامي ټاټوبې د نیواک لپاره لاره آواره شوه .
په ۱۹۴۸ م کال کښې د صهیونست رژیم له جوړیدو وروسته،  عربي هیوادونو له  دغه رژیم سره څو جنګونه وکړل  چې ناکامه ؤ.  خو بالاخره یو شمیر عربي حکومتونو  د صهیونست  رژیم په لور د دوستۍ لاسونه اوږده کړل ،په دې وخت کښې ښايي ادعا وکولاي شو،چې د فلسطین خلک د خپل  مورنې ټاټوبې د بیرته نیولو لپاره یوازي شول او کوم  ملاتړی یې نه درلوده.
خو ۱۹۷۹ م کال د فلسطیت په بدلونونو او تاریخ کښې د اوج یو ټکی ؤ،او د حضرت امام خمینی (رح) په مشرۍ د ایران اسلامي انقلاب بریالی شو.
هغه انقلاب چې  په هیڅ ډول يې  له نړیوال  استکبار  او صهیونست غاصب رژیم سره سمون نه خوړ.
د اسلامي انقلاب ارواښاد لارښود په دې لړ کښې  د مستضعفینو د ستونزو د آوارې او مرستې په باب د قرآن د تعالیمو پر اساس  ګام پورته کړ   او د صهیونست رژیم لخوا يې د فلسطین او قدس د نیواک په وړاندې د مسلمانانود یووالې او اتحاد لپاره  ګامونه واخیستل  او د روژي د مبارکي میاشتي   وروستۍ جمعه يې د قدس ورځ ونوموله.
  حضرت امام خمینی (رح)  د ۱۳۹۹ کال د روژي په میاشت کښې  په یوه مهم پیغام کښې اعلان وکړ:
 ما په تیرو کلونو کښې  د غاصبو اسرائیلو په خطر مسلمانان خبر کړل، زه   نړۍ  له ټولو مسلمانانو  او  اسلامي  حکومتونو غواړم،چې  د دغه غاصب او د هغه د ملاتړو د لاسونو د لنډولو لپاره  یوځاي او متحد شي  او د نړۍ مسلمانانو ته بلنه ورکوم چې  د روژي د  مبارکي میاشتي وروستۍ جمعه  د قدس د ورځي په توګه وټاکي  او په یو لړ  دستورو کښې د مسلمانو خلکو د حقوقو له ترلاسه کولو په ملاتړ کښې  د مسلمانانو نړیوال یووالی اعلان کړي ،له الله تعالی  څخه په کفارو د مسلمانانو بریالي توب غواړم.
 د حضرت امام خمینی (رح)  دغه مهم او تاریخي اقدام  لومړی د فلسطین د مسئلې د ژوندي ساتلو  او د صهیونیزم خطر ته د اسلامي حکومتونو  او مسلمانانود پام اړولو لپاره ؤ  او دوهمه دا چې  د ځینو  عربي  حکومتونو لخوا  د ځینو سازبازکوونکو خیانتونو  په وړاندې د اسلامي غیرت او بصیرت  غبرګون بلل کیږي .
  په حقیقت کښې د حضرت امام خمینی (رح)  لخوا د  قدس د ورځي اعلانول  او نورو هیوادونو ته د دې مسئلې غځیدلو  فلسطین د اسلامي نړۍ په یوې مهمې مسئلې بدل کړی دی .
هغوۍ فرمايي :
د قدس ورځ یوه نړیواله ورځ ده، هغه ورځ نه ده چې  یوازې په  قدس پورې اړه ولري ، له مستکبرینو سره د مستضعفینو د مبارزي ورځ ده ، هغه ورځ ده چې باید مستضعفین د مستکبرینو په وړاندې سنبال شي او د مستکبرینو پوزي په خاورو وسولوي ، د قدس ورځ   هغه ورځ ده،چې د مستضعفو ملتونو برخلیک باید معلوم شي ،هغوۍ باید  د مستکبرینو په وړاندې د شتون اعلان وکړي .
 حضرت امام خمینی (رح) له هماغه لومړیو  له  اسرائیلو سره د مبارزې  اعتقادې او اسلامي اړخ  د فلسطین د مظلوم ملت  د  منظمولو لپاره  خوره حل لاره وبلله څو ترې  اسلامي  امت ملاتړ وکړي  او د قدس د آزادۍ لپاره يې  په مبارزه کښې  د غیر اسلامي او وارداتي ایډیالوژیو ، ناسیونالستي مفکورو  او عربي قومیت کارول  انحراف وباله.
د فلسطین په موضوع  د حضرت امام خمینی (رح) ټینګار ،د ایران د اسلامي جمهوریت د نظام د بهرنې سیاست  د یوه رکن په  توګه د دې موضوع راوستل  او همدغه راز د قدس شریف د آزادۍ لپاره د مسلمانانو د هڅو اړتیا، د اسلامي نړۍ لپاره د هغه د ځانګړې  اهمیت په دلیل ده.
د صهیونیزم تفکر،د یهودو د دین له تعالیمو  بیل تفکر دی او د دغه آسماني دین  یوه انحرافي فرقه ده.
 دغه مفکوره او بنسټګر يې اسرائیل  په مسلمانانو کښې د نفاق او درز  اچول  او په مینځني ختیځ د سلطې لپاره  استعماري جوړښت لري .
حضرت امام  خمینی (رح) په دې زمینه کښې فرمايي:
اسرائیل د ختیځ  او لویدیځ  د  استعماري حکومتونو  په همفکرۍ او پلان سره جوړ شول  او د اسلامي ملتونو د ځپلو او  استعمار  لپاره وټوکول شو  او نن سبا یې د درستو استعمارګرو لخوا ملاتړ کیږي ، آمریکا او  انګلستان  اسرائیلو  ته د مرګونو وسلو په ورکولو او سیاسي او پوخي  پیاوړتیا سره ،دغه رژیم د مسلمانانو او عربانو پرضد پرله پسې تیریو ته لمسوي.
صهیونست غاصب رژیم  د مسلمانانو تر مینځ د درز اچولو لپاره هڅې کوي  څو په مینځني ختیځ کښې د خپل شتون لپاره   آمن ځای برابر کړي. ځکه د شتون له پیله يې  صهیونیزم یو اوزار ګرځولی دی  څو په مینځني ختیځ کښې دغه استعماري نظر پلی کړي،چې  درز واچوه او حکومت وکړه.
نو ځکه خو نن سبا وینو چې  په مینځني ختیځ کښې تکفیری ډلګۍ په څه ډول په عراق او سوریه کښې په غمیزناک ډ‌ول مسلمانان وژني او د دغه غاصب رژیم په وړاندې  کوم جدي دریځ نه غوره کوي.
دا څه ډول ممکنه ده،هغه ډلي چې  د اسلامي حکمونو د اجرا ادعاګانې کوي،د اسلام اصلي او ښکاره پیغام چې له مسلمانانو او بې وزلو ملاتړ دی،کوم پام نه کوي . دا ټول د دې ښودنه کوي،چې  د تکفیریانو جنایتونه  د نړیوال استکبار او صهیونیزم د ایډیالونو  او اهدافو سره  غږمله دي .
روښانه ده،چې   له دغو وژلو له  اسرائیلو له نیواکګر رژیم پرته بل څوک ګټه نه اخلي،په تیره بیا دا چې ډول ډول شواهداو راپورونه د دې ښودنه کوي،چې دغه تکفیري ډلي  له صهیونست رژیم سره ملګرتیا لري.خو هغه څه چې د فلسطین د نیواک د دوام  او د اسلامي امت تر  مینځ د درز اچولو لپاره د صهیونست رژیم خوبونه په اوبو لاهو کوي، د مسلمانانو تر مینځ اتحاد دی ،نو ځکه خو  له مینځه خالي دغه رژیم   د فلسطین په بې ګناه خلکو تل  د ځان د قدرتمن ښودلو لپاره  بمونه او توغندي وروي.
دغه ناروا رژیم  ګومان کوي،  د مظلومانو او ماشومانو دوینو په تویولو  او د خپل وحشي او داړن خوي په ښودلو سره،په مسلمانو ملتونو او مبارزانو کښې ویره او ډار واچوي. که څه هم دغه وژلي د مسلمانانو   د اتحاد، مقاومت او پایدارۍ د روحيې  له پیاوړتیا پرته  بله پایله نلري ،تر دې چې  د آمریکا د نږدې ختیځ د څیړنو مرکز  د اسرائیلو د آخرالزمان  خبره کوي  او په یوه راپور کښې يې لیکلي دي، په ۲۰۲۵ م کال کښې  به اسرائیل  خپل شتون پاي ته ورسوي.
لکه څنګه چې  د مسلمانانو اتحاد او یووالی، د نړیوال استکبار او صهیونیزم د سپیرو هدفونو په وړاندې د بریالي توب یوازینی رمز  دی،نو  حضرت امام خمینی (رح) پخپل سیاسي بصیرت سره د قدس د نړیوالې ورځي نوښتګر شو. هغه ورځ چې  د مسلمانانو تر مینځ  د وحدت د پیاوړتیا سبب شوي ده.
 پاکستانی متفکر ډاکټر پرویز شفیع وايي،  د قدس ورځ نه یوازې  د فلسطین دایډیالونو لپاره  اهمیت لري،بلکه  د مسلمان امت د اتحاد  لپاره هم ځانګړی اهمیت لري ،حضرت امام خمینی (رح) لومړنی کس ؤ چې د دغه ورځي بنسټ یې کښیښوده ،ځکه د قدس د آزادۍ ورځ  د شیعه او سني په شمول د اسلامي  نړۍ  یوه مهمه موضوه ده  چې ټول پرې اجماع لري ،  اسرائیل هیڅکله نه غواړي،چې د سولې بهیر دې بریالی ښي ،نو د دې لپاره یوازینۍ لاره چې  د مسلمانانو لپاره پاتې ده، هماغه مقاومت دی  او که مسلمانان  په دې لاره کښې ثابت قدمه  واوسي،نو  د هغوۍ په ګټه به وي. خو سږ کال د قدس نړیواله ورځ په داسي حال کښې لمانځل کیږي،چې د غزي مظلوم  ملت،خپل  پیشلمی او روژه ماتی  په بمونو او ګولیو سره کوي  او هره شیبه د خپلو بې ګناه ماشومانو او خپلوانو  له لاسه ورکول ویني .
 په دغه منځ او مان کښې  په داسي حال کښې چې له بشري حقوقو دروغجن مدعیان  او زیاتره عربي حکومتونه  د غزي د خلکو د وژلو شاهدان دي، د غزي د خلکو سترګې  مسلمانانو او ویښ ضمیر لرونکو ته په تمه دي.
شک نشته چې سږ کال د قدس په نړیواله ورځ  لاریونونه،د مسلمانانو لخوا د اتحاد ښودل  او له صهیونستانود کرکې څرګندیدل ،د سیمې  د وروستیو بدلونونو  په دلیل خورا اهمیت لري.
په داسي حال کښې چې صهیونست رژیم په نسکوریدو دی، د قدس په نړیواله ورځ د مسلمانانو پراخ ګډون ،دغه رژیم ته بل سخت ګوزار ورکولاي  او د دغه  رژیم سیمه ایز او بهرنیو  ملاتړو ته دا ښودلاي شي،چې د مسلمانو ملتونو اتحاد او یووالی له هرې بلې وسلې او بم څخه قدرتمن دی  او دغه ډډ رژیم به  نسکور کړي.

Add new comment