اسلامی نړۍ له اسلامه دویرولو له پروسې سره دمقابلې لپاره وحدت ته اړتیالري
دروسیې دمفتیانو دشورا مشر راویل عین الدین بیګا ایرنا خبري آژآنس سره په خبرو کې داسلامی نړۍ په وړاندې چیلینجونو اومسئلو ته په اشارې سره وویل ، هغه خورا ستر مورد چې داسلامی هیوادوننو دډيرو مشکلاتو اوستونزو سرچینه ده ، دمسلمانانو ترمینځ درز او تفرقه ده .
هغه زیاته کړه نن سبا چې پرځينو اسلامی هیوادونو په مستقیم ډول ترهه ګر حملې کوي او ډيرزیات ځاني اومالی تاوانونه پرې تپي ، له بل هروخته زیات دمسلمانانو ترمینځ دنزدیوالي اووحدت اړیتا احساسیږي .
دروسيې دمسلمانانو رهبر په سورئې ا و په وروستیو کې پر عراق د داعش ترهه ګرې ډلې دترهه ګرو حملو ته په اشارې سره وویل دغه ډله خپل ځانونه له اسلامی ډلو سره تړي ، خو په بشپړ ډول پخپلو عملونو سره داسلام ددښمنانو خدمت کوی په دې توګه چې په وروستیو څو ورځو کې ولیدل شول چې ددغې ډلې وګړي څرنګه دعراق پر مسلمانانو حملې کوي او داسې کوم جنایت نشته چې دغې تالی څټي ډلې دمسلمانانو په ضد نه وي کړی البته چې له بده مرغه په دغو جنایتونو کې دسیمې ځيني مسلمان واکوالان هم شریک دي او له ترهه ګرو ملاتړکوي چې ديره دخواشینۍ خبره ده
Add new comment