صهیونست رژیم د اسلامي نړۍ له غفلته په ناوړه استفادې سره، دغزې غمیزي پنځوي
د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت آیت الله العظمی سیدعلی خامنه ای، بیګا د اسلامي ایران له ولسمشر او د کابینې له غړو سره په کتنه کښې،د غزې تراوې خواشینونکې وضعیت او د دغه ټاټوبې د خلکو په تیره بیا د فلسطینیو ښځو او ماشومانو وژلو ته اشاره وکړه او ويي فرمایل،د غزې مسائل واقعا خواشینونکي دي، او صهیونست رژیم د اسلامي نړۍ له غفلت څخه په ناوړه استفادې سره، دغه غمیزي پنځوي
د رهبرۍ ستر مقام، ډاګینه کړه،د غاصبو صهیونستانو په لاس د د غزې د خلکو وژله،باید اسلامي حکومتونه او ملتونه ویښ کړي ،څو له اختلافاتو لاس واخلي او یو موټی شي.
هغوۍ د نهج البلاغي لوړ او محتوا لرونکو برخو او څو اخلاقي ټکو یادونه وکړه او ویې فرمایل، حضرت علی (ع) د ناخوښو چلندونو او صفتونو د ژغورنۍ یوازيني لاره، له الله تعالی سره د زړه له تله، معنوي او عملي ارتباط له لارې،پخپل نفس د انسان مالک کیدل بولي.
د اسلامي انقلاب ستر لارښود،د قرآنکریم په تدبیر سره تلاوت، د روژي د مبارکي میاشتی له فرصتونو استفاده، او د دې روژي عملونه، له الله تعالی سره د ارتباط او په نفس د سلطې لپاره مهمې لاري وبللي .
د رهبرۍ ستر مقام، د کلتور موضوع او کلتوري اندیښنو ته اشاره وکړه او ټینګار یې وکړ، کلتوری تیروتنې په دومره آسانۍ سره نه جبرانیږي ،اړینه ده، چې په کلتوري برخه کښې هم د نظام سیاستونه سم درک او وکارول شي.
هغوۍ وفرمایل، د اسلامي نظام له چوکاټه بهر هر ډول کلتوري بدلون به، د ټولنې د حقیقي هویت او فکری انتظام د ګډوډولو لامل شی.
Add new comment