په غزه کښې دې نسل وژنه بنده شي
د پاکستان وزیراعظم د غزې د خلکو په خلاف د اسرائیلو جنایتونه (نسل وژنه) وبلله او د هغو د بندیدو غوښتنه یې وکړه.
د ډان خبري ویب سایټ د رپورټ له مخې محمد نوازشریف نن په یوه رسمي خبرپاڼه کښې چې د وزیراعظمۍ له دفتره خپره شوه، له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د غزې په تړانګې د اسرائیلو د وحشیانه بریدونو د بندولو لپاره دې میدان ته راودانګي.
د دغې خبرپاڼې په دوام کښې راغلي چې د غزې په تړانګه کښې د بې دفاع ښځو، ماشومانو او بوډاګانو په خلاف د صهیونیسټي رژیم جنایتونو د په اوس مهاله بشري تاریخ کښې بې ساري دي.
نوازشریف په دوام کښې د دغې بې عدالتۍ په وړاندې د نړیوالې ټولنې د چپتیا په دوام خواشیني وښودله.
Add new comment