د صهیونیسټ رژیم کابینې د مصر د اوربند له طرحې سره موافقه وکړه
د صهیونیسټي رژیم رسنیو په غزه کښې د اوربند لپاره د مصر له طرحې سره د دغه رژیم د کابینې د موافقې خبر ورکړ.
د فرانسې خبري آژانس د رپورټ له مخې د صهیونیسټ رژيم د پوځ راډیو او د دغه رژیم ټیلیویژني چینل اعلان کړی چې د اسرائیلو کابینې نن سهار په غزې باندې د یوې اونۍ له سختو بریدونو وروسته له حماس سره د اوربند لپاره د مصر وړاندیز ومانه.
دا په داسې حال کښې دي چې د اسرائیلي رسنیو د رپورټ په اساس د صهیونیسټي رژیم د پوځ ویاند ویلي چې په غزه باندې د دغه رژیم د پوځ حملې به جاري وي.
د حماس غورځنګ او د اسلامي جهاد غورځنګ په شمول فلسطیني ډلو ویلي چې د مصر د اوربند او ډزبندۍ طرحه یې تراوسه نه ده منلې.
دغه ډلې د حملو د بندیدو، د فلسطیني اسیرانو د آزادیدو او د غزې تړانګې د کلابندۍ د بشپړې لغوه کیدنې په ضرورت ټینګار لري.
د مصر په وړاندیزي طرحه کښې د فلسطینیانو او اسرائیلیانو ترمینځ د غلیمانه اقداماتو متقابله بندیدنه، د سرحدونو خلاصیدل او د غزې له سرحدي لارو څخه د خلکو او شیانو په تګ راتګ کښې اسانتاوې شاملې دي.
Add new comment