د داعش تکفیري-ترهګر بهیر سرچینه، امریکا او صهیونیسټ رژيم دی

د اسلامي انقلاب د رهبرۍ د ستر مقام ددفتر مشر،په سیمه کې د داعش ترهګر او تکفیري بهیر سرچینه امریکا او صهیونیسټ رژيم وباله.
د ایرنا خبري آژانس د خبر له مخې، د اسلامي انقلاب د معظم رهبر ددفتر مشر، حجت الاسلام والمسلمین محمد محمدی ګلپایګاني نن د ایران په شمال، رشت کې دداعش ترهګرې ډلې غړي له مسلمانانو او اهل سنتو وروڼو څخه بیل وبلل او ویې ویل چې ددې ډلې اصلي سرچینه د صهیونیسټ رژيم او امریکا په لاس کې ده اود عراق د پرځېدلي دیکتاتور، صدام پلوي بعثیان په عراق کې د داعش د فتنې بنسټ دی.

Add new comment