د تهران د جمعې لمانځه خطیب د داعش ترهګره ډله د نړیوال استکبار مزدوره او د نړیوال امنیت لپاره ګواښ وباله
د تهران د جمعې لمانځه خطیب آیت الله محمد علي مؤحدي کرماني په اسلامي هیوادونو کې د داعش ډلې د جنایتونو او وژلو په غندلو سره وویل دا زیږه او غیر اسلامي ډله د نړیوال امنیت او سولې لپاره ګواښ ده .
د تهران د جمعې لمانځه خطیب له داعش ډلې د نړیوال استکبار ملاتړونو ته په اشارې سره تينګار وکړ استکبار ګران فکر کوي چې دوی به په وژلو ترور او داډول نورو کارونو د اسلام د نفوذ او اسلامي انقلاب مخه ونیسي خو دوی به د دې موخې په پر ځایښت کې ناکام شي .
آيت الله مؤحدي کرماني په دې بیان سره چې د سلطې نظام له خپلو ټولو اوزارونو سره د اسلام پر ضد جګړه پیل کړې زیاته کړه هغه څه چې اوس مهال په عراق کې پيښ شول د سني او شیعه تر منځ لانجه نه ده بلکې له انسانانو د ملاتړ کوونکو او د انسانانو د وژونکو تر منځ لانجه ده .
د تهران د جمعې لمانځه خطیب د داعشیانو په له منځه وړلو او نابودولو کې د عراق د فوځ او خلکو بریالي کړچار ته په اشارې سره وویل د عراق د دیني مراجعو رول په دې برخه کې ګټور او اغیزمن ؤ .
آیت الله مؤحدي کرماني له نړیوالو ټولنو په تیره اسلامي ملګرتیا سازمان ناپییلي غورځنګ عربو اتحادېې ملګرو ملتونو امنیت شورا او دبشر حقوقو له سازمان وغوښتل د عراق د خلکو په وړاندې د داعش انساني ضد اقدامات وغندي او له دې ډلې د عراق د خلکو د نجات لپاره یوه لاره چاره وسنجوي .
د تهران د جمعې لمانځه خطیب مسلمانان د ترهګرۍ قربانیان وبلل او څرګنده ېې کړه د سلطې نظام او صهیونیزم هڅه کوي له اسلام یوه زیږه څيره نړیوالو ته وړاندې کړي خو باید پوه شي چې له اسلامه د ویرې خپرول د نړیوال امنیت او ټولو ادیانو پر ضد دي .
آیت الله مؤحدي کرماني په فلسطین کې د صهیونیستي رژیم له جنایتونو او د مقاومت له لیکې د نړیوالو افکارو غړیدا د داعش غیر اسلامي او غیر انساني ډلې یوه بله موخه وبلله او له ټولو مسلمانانو ېې وغوښتل د یوالي په ساتلو او له ورور وژنې او تفرقې په پرهیز سره د دې فتنې په وړاندې ودریږي .
د تهران د جمعې لمانځه خطیب ټينګار وکړ نړیوال استکبار په اسلامي هیوادونو او سیمه کې د تیلي سرچینو د ترلاسه کولو او د ځان د تجهیزاتو لپاره د بازار موندنې هڅې کوي او له داعش ډلې هم خپلو موخو ته د رسیدو لپاره ګټه اخلي .
آیت الله مؤحدي کرماني زیاته کړه په اسلامي نړی کې د جهاد شهادت او مقاومت د کلتور د شتون په خاطر د اسلام پر ضد د استکبار ټولې دسیسې خنثی شوې دي .
Add new comment