پر داعش حمله له هم د امریکا ټاکنه ده
د پریس ټي وي د راپور له مخې د امریکا د فوځ لوی درستیز جنرال مارتین ډمپسي خبریالانو ته وویل د داعش په تروریستي ډله فوځي حمله لا هم د امریکا یوه ټاکنه ده .
د ډمپسي په وینا که په عراق کې د امریکا ګټو ته ګواښ متوجه شي او اوباما د فوځ په توصیه د مستقیم اقدام پریکړه وکړي پر داعش د امریکا د حملې احتمال لرې نه دی .
ډمپسي وايي امریکا په تیرو څو اوونیو کې له عراق څخه د اطلاعاتو په راغونډولو ډير کار کړی دی خو لا هم له نورو سنیانو د داعش توپیرول ګران کار دی خو که امریکا د حملې پریکړه وکړي دا به د دې هیواد په وړاندې یو ستر چلینج وي .
د امریکا دفاع وزارت پنټاګون وايي د دې هیواد له ۳۰۰ سلاکارانو ۲۰۰ ېې په بغداد کې میشت دي چې ګډ عملیاتي مرکز هم ورته جوړ شوی دی .
همداراز پنټاګون وویل د امریکا بې پیلوټه الوتکې د بغداد د آسمان پر سر له ځانګړو امریکايي عسکرو ملاتړ کوي .
له بلې خوا اردن وايي له سورېې او عراق سره په پوله ېې دری زره جنګیالي ځای پر ځای کړي او په سیمه کې میشتو قبایلو ته ېې هم وسلې ویشلې تر څو په دې هیواد د داعش د احتمالي یرغل مخه ونیسي .عربستان هم د داعش له ویرې خپل فوځیان تیارسی کړي
Add new comment