د آیت الله سیستانی د ترهګرو ډله داعش په خلاف د جهاد بېرته ټینګار

د داعش پر ضد د آیت الله العظمی سیستانی د جهاد کفایی فتوی ورکولو نه یوه هفته پس دې مرجع پرون یو ځل بیا عراقیانو له دې ترهګر ډله سره مقابله ته وغوښتل.
د عراق دې شیعی مرجع د رابللو یوه برخه کښې راغلی: د ټولو عراقیانو نه چې په هر مذهب وې، نه غوښتنه کوو چې وسله په لاس واخلئ او د داعش ترهګرو سره مقابله وکړې، که داعش ډله له هیواده ورکه نشې، نو ټول به یی په نتیجه پښېمانه وې، خو ولی هغه وخت پښېمانې بیا هیڅ سود نه لرې.
آیت الله سیستانی هم دارنګه په عراق کښې د یو داڅی اغېزمن او پیاوړى دولت غوښته وکړه چې د مخکېنو تېروتنه جبران وکړې.
یادښتونه، آیت الله العظمی سید علی سیستانی تېرې هفته د وسله وال ترهګر داعش په عراق کښې شتون ته اشاره سره د دې هیواد له ټول ولس نه ترهګر سره د مقابله غوښتنه کړې او په ټول ولس یی واجب کفایی ګرځولی، چې له دې سره په زرګونو عراقیان وسله په لاس د ترهګر په مقابله کښې جهاد ته روانشول.

Add new comment