د بندګۍ وږمه (وړومبۍ برخه)

د خدای شکر ادا کوو چې یو ځل یې بیا زمونږ زړونه او روحونه د روژې د مبارکې میاشتې له زړۀ راښکونکې وږمې سره مخامخ کړل او په دغه مبارکه میاشت کښې یې مونږ ته د شتون توفیق راعطا کړ. د رمضان یا روژې مبارکه  میاشت په ارام او وقار سره د نور کله په شان رارسېدلې ده چې له خدای پاک سره د لا زیات انس او مینې لپاره یو بل فرصت رامنځته کړي او له الهې رحمت سره نزدېکت مو په برخه کړي. د روژې مبارکه میاشت رارسېدلې ده چې زمونږ د ژوندانۀ ورځې شپې د بندګۍ له وږمې سره ملې کړي. په رښتیا چې مونږ دغه بې مثاله فرصت ته څومره زیات اړمن وو چې له ځان او خدای پاک سره خلوت وکړو. راځئ چې په داسې یوې میاشت کښې چې د ګناهګارو د زړونو مرهم دی د توبې په وزرو سره د خدای پاک د رحمت په اسمان کښې الوت وکړو. ای خدایه ستا شکر ادا کوو چې د روژې یوه بله میاشت تجربه کوو. سلام دې وي په تا باندې ای د خدای د رحمت میاشتې!، سلام دې وي په تا ای هغه میاشتې چې غواړو هر وخت زمونږ  په خوا کښې یې. د روژې د مبارکې میاشتې د رارسېدو په مناسبت تاسو ټولو قدرمنو دوستانو ته مبارکي وایو. په دې مبارکه میاشت کښې د بندګۍ وږمه نومې د مطالبو له لړۍ سره ستاسو په خدمت کښې یو. د مطالبو په دې لړۍ کښې د امام زین العابدین (ع) د مکارم الاخلاق دعا ځینو غوره کړې شویو برخو، د تاریخ له مختلفو برخو څخه د اورېدو وړ حکایتونو او خپل زوی امام حسن (ع) ته د امام علي (ع) د وصیت د ځینو برخو په شمول مختلف مطالب شامل دي.
امید لرو چې دا لړۍ د څو دقیقو لپاره تاسو عزتمن دوستان د معرفت او معنویت له نړۍ سره یوځای  کړې شي.
مکارم الاخلاق دعا د امام حسېن (ع) د قدرمن زوی حضرت امام زین العابدین (ع) یوه مشهوره او ښکلې دعا ده چې له سوچه اخلاقي او دیني مضامینو څخه ډکه ده. امام زین العابدین (ع) چې د عاشورې له زړۀ دردوونکې پېښې نه پس له زیاتو محدودیتونو او کږ فهمیو سره مخامخ ؤ دعا د سوچه اسلامي معارفو او تعلیماتو د بیانولو ترټولو غوره لاره بیا مونده. له امام سجاد (ع) څخه نقل شوې دعاګانې که څه هم له زارۍ او رازونیاز نه ډکې او ټول مضامین یې له خپل رب سره د انسان د رازونیاز په توګه وړاندې شوې دي خو د معارفو او مفاهیمو په ژورتیا کښې یې غور او څېړنه ښودنه کوي چې دعاګانې له هغوانفرادي مناجاتو او رازو نیازونو څخه زیاتې اوچتې دي چې یو انسان یې په خپل خلوت او تنهائۍ کښې  د ژوند د مشکلاتو په کړکېچ کښې له خپل خدای سره لري. بلکې هغو تعبیرونو ته په پام سره چې په هغو کښې دي د دغو تعبیراتو له محتوا څخه د اسلام له سیاسي او اجتماعي مفاهیمو سره اشنا کېدې شو.
مکارم الاخلاق دعا په دېرشو برخو مشتمله ده چې هره برخه یې په حضرت محمد (ص) او د هغوي په پاک آل باندې په درود سره شروع کیږي او له هغو غوښتنو څخه هره یوه چې د غوره اخلاقو په لور یوه لاره ده تعقیبیوي. نو وړومبنۍ جمله چې امام زېن العابدین (ع) په مکارم الاخلاق دعا کښې راوړې ده په پېغمبراکرم (ص) باندې درود دی. مونږ هم دا برخه په یو درود شریف سره ښکلی کوو.
" اَللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَ آلِ مُحَمَّد "
د دعا په شروع کښې د خدای په ګران رسول (ص) او د هغه حضرت په پاکو اهلبېتو علیهم السلام باندې درود د ټولې دعا د قبلېدو لپاره دی. البته پکار دي یادونه وکړو چې کله کله دعاګانې په مختلفو علتونو په الهي درګاه کښې د قبلېدو وړ نۀ وي. ځکه چې د عالم د غوره نظام او د خدای پاک د پرېکنده قضاء په خلاف وي. مثلاً که یو کس دعا وکړي چې: «ای پروردګاره زۀ دې تل ژوندی پاتی شم او هیڅکله دې له دنیا نه لاړ نۀ شم» د قبول وړ دعا نۀ ده، ځکه چې هر کس به د مرګ مزه څکي، یا که یو کس دعا وکړي چې: «خدایه! زما ځواني دې تل باقي پاتې شي او زۀ دې هیڅکله له زړېدو او بوډاوالي سره مخامخ نۀ شم» دا دعا هم د قبلېدو وړ نۀ ده ځکه چې د خدای پاک پرېکنده قضاء دا ده چې انسان دې له ماشومتوب نه زلمیتوب او ځوانۍ ته او بیا پوخ عمر ته ورسي او بیا بوډا شي؛ په دا ډول چې کله کله ټول قوتونه له لاسه ورکوي او خپل معلومات هېروي.
کله کله انسان د خپلې نۀ پاملرنې او جهالت په وجه داسې دعا ګانې غواړي چې د عالم د نظام د قوانینو له نظره نۀ عملي کیږي او معصومو امامانو علیهم السلام په ځینو موقعو هغو کسانو ته چې داسې دعاګانې یې کړي دي یادونه کړې ده او دغه یادونې د حدیث په شکل د روایتونو په کتابونو کښې راغلې دي. نو خکه هغه دعاګانې چې د خلقت په نظام باندې د واکمنو قواعدو او اصولو په خلاف دي نۀ قبلیږي. د ټولو دعاګانو ترمېنځ یوه دعا چې په پرېکنده توګه تل قبلیږي د درود دعا ده،یعنې دا چې انسان ووائي:"اَللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَ آلِ مُحَمَّد" (یعنې ای خدایه! په حضرت محمد (ص) او د هغوي په آل باندې درود ولېږې.) چې په قطعي توګه په الهي درګاه کښې د قبلېدو وړ ده . له همدې امله ویل کیږي چې د خپلو نورو دعاګانو د قبلېدو لپاره پکار دي په شروع کښې د خدای په ګران رسول (ص) او دهغه حضرت په پاکو اهلبېتو علیهم السلام باندې درود ولېږئ او ورپسې خپله غوښتنه مطرح کړئ. امام جعفر صادق (ع) په دې حقله فرمائي: «کله چې له تاسو نه یو کس د خدای پاک په درګاه کښې دعا کوي نو حتماٌ دې خپله غوښتنه په پېغمبر اکرم (ص) باندې په درود سره شروع کړي، ځکه چې په پېغمبراکرم (ص) باندې درود په الهي درګاه کښې مقبول دی او خدای پاک داسې نۀ کوي چې یوه داسې دعا چې څو مطلبونه پکښې شامل وي او په نبې اکرم (ص) باندې په درود سره شروع شوې وي یوه برخه یعنې درود یې قبول کړي او بله برخه یې رده کړي.
یوه ورځ د خدای ګران رسول (ص) له خپلو صحابه ؤ نه پوښتنه وکړه چې په تاسو کښې څوک تل روژه تي دی؟
د خدای د ګران رسول (ص) نزدی صحابي سلمان فارسي (رض) وویل: ای د خدای قدرمن رسوله! زۀ.
د خدای ګران رسول (ص) وفرمایل: په تاسو کښې څوک تل شپه روڼه کوي یعنې شب بېداري کوي؟
بیا هم سلمان ځواب ورکړ: زۀ.
د خدای قدرمن رسول (ص) په دوام کښې پوښتنه وکړه په تاسو کښې کوم کس په یو شواروز کښې د قران شریف یو ختم کوي؟
دا ځل هم سلمان فارسي مثبت ځواب ورکړ. په همدې حال کښې یو صحابي د سلمان په ادعاګانو غصه شو او وې ویل:
«ای د خداې ګران رسوله! سلمان یو ایرانی سړی دی او غواړي چې په مونږ  قرېشو باندې ځان اوچت وښئ او یو امتیاز ترلاسه کړي! ما زیاتره ورځې لیدلي دي چې دې ډوډۍ خوري او زیاتره شپې اودۀ وي. او څه ډول  هره ورځ پوره قران ختموي په داسې حال کښې چې ما زیاتره ورځې دې خاموشه لیدلی دی»
د خدای ګران رسول (ص) وفرمایل: «ای سړیه! غلی شه، اوس د موضوع په اړه خپله له هغۀ نه پوښتنه وکړه چې درته وضاحت بیان کړي.»
سړي له سلمان فارسي نه د ځواب غوښتنه وکړه او سلمان ورته په ځواب کښې وویل: «هغه ډول چې تا مطلب اخېستنه وکړه نۀ ده! زۀ د میاشتې په وړومبۍ ورځ، مېنځنۍ ورځ او اخېرۍ ورځ روژه نیسم او خدای پاک هم فرمایلي دي: چې هر چا چې یو نېک عمل وکړو نو لس برابره اجر به ولري.  زۀ هره میاشت داسې روژه نیسم او دا داسې دي چې د تل د روژتي انسان له ثوابه برخور یم. او البته له خپل حبیب حضرت محمد (ص) نه مې اورېدلي دي چې فرمایل یې: «هر څوک چې په طهارت سره یعنې په اودس، غسل یا تیمم سره اودۀ شو داسې دي چې ټوله شپه یې په ویښه او عبادت سره تېره کړې وي او زۀ هره شپه په طهارت سره اودۀ کېږم. دغه شان مې د خدای له ګران رسول (ص) نه واورېدل چې حضرت علي (ع) ته یې فرمایل: «هر چا چې په ورځ کښې یو ځل قل هوا... احد يعنې سورۀ توحید تلاوت کړ نو دریمه برخه قران یې تلاوت کړ او هر چا چې هغه دوه ځل تلاوت کړ نو په دریوکښې یې دوه برخې قران شریف تلاوت کړ او هر چا چې سورۀ توحید درې ځل تلاوت کړ نو ټول قران شریف یې تلاوت کړی دی.»
سلمان فارسي په دوام کښې وویل: «زۀ هره ورځ درې ځل سورۀ قل هو ا... احد تلاوت کوم او په دا ډول هره ورځ پوره قران ختموم.»
خپل زوي امام حسن (ع) ته د امام علي (ع) وصیت د هغوي یو مشهور وصیت دی. امام علي (ع) دغه وصیت د صفېن له جنګ نه له راستندو نه پس خپل مشر زوی امام حسن (ع) ته لیکلی دی چې سني او شیعه مسلمانانو ورته توجه کړې ده. خو په دغه وصیت کښې د امام علي (ع) مخاطب یوازې خپل زوی نۀ دی بلکې هغه حضرت په خپلې حکیمانه وېنا سره ټولو حقیقت لټوونکو ته پاملرنه کړې ده.د نهج البلاغې ۳۱  خط د دغه وصیت متن لري. امام علي (ع) دخپلو نصیحتونو په سر کښې خپل زوی ته د تقوا سپارښتنه کوي او فرمائي: «تا ته زما وصیت او نصیحت الهي تقوا او د هغۀ په احکامو باندې پابندي ده. او د هغۀ په یاد سره د خپل زړۀ ابادول او د هغۀ د ذریعې ترلاسه کول دي»
خپل خوږ زوی ته د امام علي (ع) یو ‌‌ډېر مهم نصیحت الهي تقوا ده. د انسان لپاره په تېره بیا د ځوانۍ په عمر کښې د تقوا اهمیت او مقام هغه وخت معلومیږي چې د دغه دور خواهشات او احساسات په نظر کښې ونیول شي. په دغه وخت کښې تقوا د یوې مضبوطې قلا او حصار په شان ده چې هغه د نفساني دښمن له حملې او یرغل نه په امان کښې ساتي او د هغه ډال او سپر په شان دی چې د شېطانانو د زهرجنو غشو له ګوزاره یې محفوظ ساتي. هم هغه ډول چې پوهیږئ انسان تل د دوو لاروترمېنځ شتون لري او د دوو متضادو نقطو لوري ته راکښل کیږي. له یوې خوا یو غږ هغه د نېکیو لوري ته رابولي او له بلې خوا ورته باطني غریزې او اماره نفس او شېطاني وسوسې د پستو نفسیاني خواهشاتو پوره کولو فرمان ورکوي. په دې جنګ او تېښته کښې یوازې هغه انسان کولې شي د عقل او شهوت، خېر او فساد او پاکۍ او ککړتیا ترمېنځ د کشمکش او جنګ له ډګر نه په سلامتیا سره بهر راووځي چې ځان یې د ایمان او تقوا په وسلې سره سنبال کړی وي او د ځوانۍ له ابتداء نه د ځان په اصلاح او له نفس سره په جهاد لاس پورې کړي.
حضرت یوسف (ع) د همدغې تقوا په سیوري کښې وو چې وې کړې شول په مضبوطې ارادې سره له سختې الهي ازمائنې څخه سرلوړی راووځي او د عزت اوج ته ورسیږي. الهي تقوا او د هغۀ په احکامو باندې پابندي چې امام علي (ع) یې خپل زوی ته نصیحت کوي هغه دوه کنجۍ دي چې په دواړو جهانو کښې د سعادت او نېکمرغۍ د ټولو خزانو قفل په هغو سره خلاصیږي. انشاء ا... چې د روژې د مبارکې میاشتې په فرصت کښې تقوا د خپلو روحونو او کردار ملکه جوړه کړې شو.

Add new comment