د ايران او پينځۀ جمع يو ډلې اېټمي خبرې اترې او وړاندې مشکلات

د ايران او پينځۀ جمع يو ډلې د اېټمي خبرو اترو شپږم دور به څو ورځې پس د جولائۍ په دويمه نېټه په ويانا کښې شروع شي.
دغه خبرې اترې په تېرو پينځو مياشتو کښې په جديت سره تعقيب شوې خو د موافقو سطح لا تراوسه وروستۍ مرحلې ته نۀ ده رسېدلې. په يو لړ مواردو کښې د نظر اختلافات موجود دي او خبري او سياسي ټولنې هم هغه شان په اټکلونو تکيه لري.
د ايران او پينځۀ جمع يو ډلې د بشپړه اېټمي موافقې د برابرونې او لاسليکونې لپاره د وړومبني مهلت يعنې د جولائۍ د شلمې نېټې ختمېدو ته تقريباً درې هفتې باقي پاتې دي، په داسې حال کښې چې دواړه خواوې په دې زمينه کښې د لا زياتو سلا مشورو د ضرورت خبره کوي. يوه موضوع چې په شننو او اټکلونو کښې ورته خبري ټولنو پاملرنه کړې ده د ايران لخوا د الحاقي پروټوکول د منلوبحث دے.
د ايران د بهرنيو چارو وزير د دې په بيانولو سره چې د اسلامي شورا جرګه د الحاقي پروټوکول د منلو په باره کښې وروستۍ فېصله کوي ويلي دي البته په خبرو اترو کښې لا دغې مرحلې ته نۀ يو رسيدلي.
محمد جواد ظريف زياته کړه: که بشپړه اېټمي موافقه نتيجې ته ورسي او متن يې په کامله توګه برابر کړې شي او د ايران او پينځۀ جمع يو  ډلې لخوا لاسليک شي نو يوه موضوع يې د اېټمي انرجۍ د نړيوال اژانس له الحاقي پروټوکول سره د يوځاے کېدو منل دي.
د ايران د اېټمی انرجۍ د ادارې وياند بهروز کمالوندي هم د خانه ملت خبري اژانس له سياسي خبريالانو سره په مرکه کښې د الحاقي پروټوکول د لاسليکولو په اړه وويل، که ايران او پينځۀ جمع يو ډله د بشپړه ګډ اقدام د پروګرام لپاره موافقې ته  ورسي نو يوازېنے څيز چې باقي پاتې کيږي د لا زيات شفافيت بحث دے او د الحاقي پروټوکول بحث هم په دې چوکاټ کښې شتون لري، البته د شفافيت بحث په دا ډول چې د اېټمي انرجۍ د نړيوال اژانس د نظر وړ وي.
کمالوندي زياته کړه، د جنيوا د ګډ اقدام د پروګرام له مخې د الحاقي پروټوکول لاسليکول د بشپړه اېټمي پروګرام يو جزء او د هغۀ يو مهم عنصر ګڼل کيږي او حکومت کولې شي د مصلحت له مخې او په خبرو اترو کښې د پرمختګ لپاره الحاقي پروټوکول ومني، خو دا جرګه ده چې پکار دي ورستۍ فېصله وکړي.
الحاقي پروټوکول د نړيوالو امنيتي مسائلو په زمينه کښې او د اېټمي وسولو د نۀ خپرولو معاهدې په لړ کښې دے. خو د اېن پي ټي غړيو هېوادونو لپاره لازمي نه ده چې الحاقي پروټوکول لاسليک کړي او که وې نۀ مني نو په  يو لړ شرائطو سره به يې لاسليک کړي. نو ځکه د پروټوکول د لاسليکېدو، تصويبېدو او يا نۀ نصويبېدو په اړه فېصله د هېوادونو د بهرني سياست له هغومهمو مسائلو څخه ده چې پکښې ملي حاکميت او امنيت او د رازونو ساتنه په نظر کښې نيول کيږي. په هر حال د ايران او پينځۀ جمع  يو ډلې په خبرو اترو کښې د پروټوکول د منلو مرحلې ته رسېدل د روڼ والي مېکانېزمونه دي. نو په دې بنياد هغه څه چې په اوسنيو حالاتو کښې په خبرو اترو کښې په خصوصي توګه شتون لري په اېټمي موضوع کښې فني مسائل دي او په دې لړ کښې تر اوسه د ايران او پينځۀ جمع يو ډلې ترمېنځ زياتره  مسائل اوار شوي دي.
په مجموعي توګه د ويانا څلور او پنځۀ خبرې اترې په ورو حرکت کښې دي او په عېن حال کښې مخ په وړاند روانې وې او دي. په  حقيقت کښې هغه څه چې د دې سبب شوې چې دغه موافقه په سستۍ سره مخ په وړاندې لاړه شي سياسي بحثونه دي. زياتره څارونکي باوري دي چې که په پينځۀ جمع يو ډله کښې له روغ نيت سره سياسي اراده موجوده وي کولې شي په باقي پاتې فرصت کښې وروستۍ بشپړه موافقې ته ورسي، خو په هر حال په راتلونکو خبرو اترو کښې پکار دي وکتې شي چې د خبرو اترو خنډونو او چلند ته په پام سره دواړه خواوې به تر کومه اندازه  وروستۍ موافقې ته  نزدې شي.

Add new comment