د اسلامي نړۍ په وحدت سره د امریکې مزدوران ماتې خوري

د ایران د بهرنیو اړیکو د سټراټیجکې شورا غړي وویل: د اسلامي نړۍ په وحدت او پيوستون سره د عراق او سوریې په شان هیوادونو کښې د امریکې او صهیونیسټي رژیم د مزدورانو دسیسې نه شي کامیابیدلې.
سعید جلیلي پرون د تهران په امام حسین(ع) نومي چوک کښې د سوچه محمدي(ص) اسلام په ملاتړ کښې د (لبیک) نومې سترې اجتماع ترڅنګ د خبریالانو په ټول کښې زیاته کړه: د عراق ولس به پرې نږدی چې د ښکیلاکي حکومتونو مزدوران د هغوي امنیت خراب کړي.
ښاغلي جلیلي د عراقي ولس توانمنیو او وړتیاو ته په اشارې سره څرګنده کړه: د شیعه، سني او کردانو په شمول د عراق خلک په وحدت او یووالي سره کوې شي سترو بریاو ته ورسي.
د ایران د بهرنیو اړیکو د سټراټیجکې شورا غړي زیاته کړه چې د عراق خلک په دیني ارزښتونو باندې په تکیې سره کوې شي د دښمنانو د دسیسو په وړاندې ودریږي او هغوي په ګونډو کړي.
د سوچه محمدي(ص) اسلام او متبرکې دفاع په حمایت کښې (لبیک) نومې ستره غونډه پرون په تهران کښې د ایران د خلکو د مختلفو پرګنو او مسئولانو په شتون سره ترسره شوه.

Add new comment