دعراق وسله وال پوځ د داعش ترهه ګرې ډلې له منکولو:العظیم:اوشاوخواسیمې آزادې کړې
(تی وی شیعه)فارس خبري آژانس دآیّن خبری سایټ له قوله راپورورکړ دعراق ددیاله ولایت دپولیسو قوماندان تورن جنرال جمیل الشمري په یولړڅرګندونو کې ټينګار وکړ ددغه ولایت امنیتي ځواک اوپولیس بریالی شوی ، العظیم سیمه او دهغې شاوخوا کلي د داعش ترهه ګرې ډلې له تکفیریانو پاک او آزاد کړي .
الشمري دغه راز زیاته کړه دعراق امنیتي ځواک بریالی شوی ددغې ورانکارې او جنایتکارې ډلې زیات شمیر وسلې او پوځي تجهیزات اوچاودیدونکي توکې اونور ماډرن وسایل هم ولجه کړي
له بلې خوا ددیاله ولایتي شورا مشر متني التمیمي هم ویلی دي ددغه ولایت امنیتي ځواک دالعظیم سیمې دقبایلو په بشپړ مرستې اوملګرتیا سره دغه سیمه په بشپړ ډول له داعش ترهه ګرو ډلې سره له اړونده تکفیریانو اوجنایتکارو پاکه کړې ده . همداراز دعراق کورنیو چارو وزارت هم په یوې اعلامیې کې ویلی دي دباله اوصلاح الدین ولایتونو اوفلوجه ته ئې نور مرستندويه ځواک اوتجهیزات او نورووسایل هم لیږدولي دي او دغه راز ئې له فلوجه سره نزدې دچورلکو لپاره یو هیلي پيډ هم جوړکړی دی .
Add new comment