د ایران د اسلامي انقلاب معظم رهبر: په عراق کښې د امریکې دخالت نه منو
د ایران د اسلامي انقلاب معظم رهبر ټینګار وکړ چې د ایران اسلامي جمهوریت د عراق په کورنیو چارو کښې د امریکې له هرډول پوځي لاسوهنې سره مخالف دی.
د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت آیت ا... العظمی خامنه اي پرون د ایران د قضايي ادارې د مشر او لوړرتبه مسئولانو په کتنه کښې څرګنده کړه چې د عراق خلک، حکومت او دیني مرجعیت په دغه هیواد کښې لګیدلي اور د مړ کولو توان لري. د اسلامي انقلاب معظم مشر وویل چې په عراق کښې د فتنه اچونې او اور بلونې د پردې ترشا لویدیځ سلطه ګر هیوادونه او د هغوې په سر کښې د امریکې رژیم دی.
د عراق د پارلیماني انتخاباتو په ترسره کیدو او پکښې د دغه هیواد د وزیراعظم نوري مالکي په مشرۍ د قانون حکومت ائتلاف نومي ګوند په بریالیتوب سره دغه هیواد د خپلواک او دیموکراټیک عراق د دښمنانو د سپیرو موخو هدف وګرځيد. په مختلفو ډګرونو کښې د عراقیانو په پراخ شتون سره آزاد او ډیموکراټیک عراق د سلطې د نظام په تیره بیا د امریکې خوښ نه دی.
امیکا چې د عراقیانو په پراخ مخالفت سره د ۲۰۱۱کال په پاې کښې یې خپل ځواکونه د عراق له خاورې وباسل، د عراق د خپلواک حکومت پرمختګ او بریالیتوب نه زغمي. په همدې وجه په عراق کښې د نوري المالکي د حکومت په جوړیدو او په عراق او سیمه کښې د امریکې له سیاستونو سره د هغه په مخالفت سره، د بغداد په وړاندې د واشنګټن سیاست د ورانونې او کارړنګونې مرحلې ته ورسید.
په مختلفو پړاونو کښې د نوري مالکي حکومت د عراقي ډلو د ملګرتیا او اجماع نتیجه ده او د عراقیانو د ملي ګټو ساتنه د مالکي وړومبیتوب پاتې شوی دی. د ۲۰۱۴کال د اپریل په دیرشمه نیټه د عراق په پارلیماني ټاکنو کښې د قانون د حکومت ائتلاف ګوند بریالیتوب د مالکي د تیر حکومت د کړچار او له هغه څخه د عراقیانو د هرکلي نتیجه ده. په پارلیماني ټاکنو کښې د مالکي د ائتلاف کامیابي د هغه ولسواک نظام د واکمنۍ نتیجه ده چې د عراق د ملي ګټو ساتنې ته په نورو ګټو ترجیح ورکوي. په عراق کښې د یو داسې سټراټیجۍ واکمنیدل د امریکایانو له نظره د هغو ګټې نه پوره کوي.
د عراق اوسني بدلونونه په ډاګه ثابتوي چې امریکایان په مختلفو طریقو حتی د داعش له ترهګرې ډلې څخه په استفادې سره په عراق کښې د خپلو اهدافو د پوره کولو په لټه کښې دي. امریکا د عراق د اوسنیو بدلونونو په نتیجه کښې تر فشار او دباو لاندې د مالکي د حکومت د راوستلو ډرامه تعقیبوي ځکه چې غواړي عراق تر ولکې لاندې راشي او د سپینې ماڼۍ مزدوران، په بغداد واکمن شي.
امریکا په دې لاره کښې هڅه کوي په عراق کښې بعثي او داعشي دسیسه، د شیعه او سني مذهبي جنګ وښئي څو د عراق په نوي حکومت باندې د څارنې په موخه په دغه هیواد کښې خپل پوځي شتون توجیه کړي. په همدې لړ کښې ټاکل شوې چې امریکا خپل درې سوه سلاکاران عراق ته ولیږي او دا په داسې حال کښې دي چې نن سبا په عراق کښې د امریکې څه باندې شپږ زره پوځیان هم موجود دي.
تاریخي تجربې ثابته کړې ده چې امریکا د خپلو سلطه غواړو اهدافو د پرمخ بیولو لپاره د ترهګرۍ او د اسلامي مذهبونو ترمینځ د اختلاف اچونې په شمول له هرې وسیلې کار اخلي.
لکه څنګه چې د اسلامي انقلاب معظم رهبر ټینګار وکړ په عراق کښې شیعه او سني جنګ نشته او د فتنې اصلي عوامل په دغه هیواد کښې له مومنو او په خپلواکۍ باندې له معتقدو سنیانو سره هومره دښمني لري څومره چې د شیعه مسلمانانو دښمنان دي.
Add new comment