د ترهه ګرو پر ضد د پاکستان د پوځ عملیاتو ته یوه ځغلنده کتنه

د شمالی وزیرستان ځای حکومت وای چې په ۶ ورځو کې  ۵ لکه کسانو کډه کړی ده  او له دې وروسته به په پوځی حکومت یا ګرځبندیز کې هیڅ نرمښت رامینځته نشی  او هغه کسان چې په شمالی وزیرستان کې پاتې شوی دی په خپلو کورونو کې دې ووسی کنی په نښه به شی . د شمالی وزیرستان د داخلیدو او بهر وتلو لارې تړل شوی دی . همداراز د پاکستان د پوځ له عملیاتو خبرونه رارسی چې پرون په عملیاتو کې ۲۵ طالبان وژل شوی  او په میر علی کې د ترهه ګرو په پټنځایونو په حمله کې د هغو اته پټنځایونه هم تباه شوی دی . په دغو عملیاتو کې د پوځ دوه کسان هم ول شوی دی . د پاکستان د پوځی سرچینو په وینا له میر علی او سپین وام سیمو د ترهه ګرو د تیښتی په وخت لس ترهه ګر وژل شوی دی .  په خیبر پښتونخوا صوبه کې له سوات هم چې په ۲۰۰۹ میلادی کې د طالبانو پر ضد پراخ عملیات شوی  وو ، خبرونه رارسی چې هلته هم په ځینو سیمو لکه عثمان اباد  ، طاهر اباد او د مینګورې په څو کلیو کې طالبانو بیا خپل خوځښتونه پیل کړی دی  او د طالبانو د شتون په وجه پرون د دریمې ورځې لپاره ګرځبندیز لګیدلې دې  ، بازار ، دوکانونه او مارکیټونه ټول بند دی  او خلک د خوړو او درملو له کمښت سره مخامخ شوی دی خو تراوسه هیڅوک ندی نیول شوی .
د یادولو ده چې په شمالی وزیرستان کې د طالبانو پر ضد وروستی عملیات چې ۹ ورځې مخکې  د کراچۍ په هوای ډګر د طالبانو له حملې وروسته د عضب ګوزار په نوم پیل شوی دی   ، د پاکستان پوځ مدعی دې  تراوسه یې ۳۰۰ ترهه ګر   هلاک کړی دی  چې تراوسه یې هیڅ رسندوې ته هیڅ مړې ندې ښودلې . په ۲۰۰۱ میلادی کال کې هم  د امریکا او ناټو له حملې وروسته  افغان طالبان او القاعدې غړی چې په افغانستان کې موجود وو ، د پاکستان قبایلی سیمو ته منتقل کړې شول او بیا همدغو د القاعدې غړیو په ۲۰۰۲ م کال کې د پاکستان د حکومتی اورګانونو پر ضد عملیات پیل کړل  او په ۲۰۰۲ م کال کې د ترهه ګرو پر ضد لومړنی عملیات په جنوبی وزیرستان کې د جون په میاشته کې وشول  چې په دغو عملیاتو کې د پاکستان د پوځ دولس او ۴ ازبک توکمه ترهه ګر هم ووژل شول  او پاتې کسان هم وتښتیدل . . په ۲۰۰۴ م کال کې هم د جنوبی وزیرستان په شین وارسک سیمه کې پلټونکی عملیات ترسره شول چې کومه نتیجه یې نه درلوده ،  خو طالبان چې اوس یې پاکستان ازبک توکمه بولی  په کلوشه سیمه کې یې پاکستان عسکر وتښتول  چې بیا وروسته طالبانو او د القاعدې غړیو پر ضد پراخ عملیات وشول ، چې کومه خاصه نتیجه یې نه درلوده  . له دغو عملیاتو وروسته د ۲۰۰۴ م کال د مارچ په ۲۷  د پاکستان پوځ او طالبانو قوماندان نیک محمد ترمینځ تړون وشو  ، چې په دغه تړون کې ویل شوی وو په یوه میاشت کې د القاعدې غړی او بهرنی طالبان وسلې کیږدوی  یا له سیمې ووځی  خو ازبکانو او القاعدې دغه تړون اجرا نکړ  او خپلو ترهه ګرو عملیاتو ته یې دوام ورکړ . نیک محمد د ۲۰۰۴ م کال د جون په ۱۸ د امریکا د بې پایلیټه الوتکې په حمله کې هلاک شو  چې بیا وروسته حکومتی عسکرو او طالبانو ترمینځ نښتې زیاتې شوې . د ۲۰۰۵ م کال په فرورۍ میاست کې د بیت ا... محسود او حکومت ترمینځ تړون وشو  چې د هغه پر اساس د طالبانو بهرنی او القاعدې غړی به خپلې وسلې کیږدوی او سوله ایز ژوند به کوی خو په دې  هم عمل ونشو . په ۲۰۰۶ م کال کې  د جنوبی وزیرستان مولوی نزیر او د شمالی وزیرستان مولوی ګل بهادر ډلې د پوځ په بشپړه ملاتړ سره رامینځته کړې شوې  چې دغو دو ډلو له خپلو سیمو ازبک توکمه ترهه ګر وویستل  خو بیا په ۲۰۰۷ م کال کې  د تحریک طالبان په نوم د ډلې په جوړیدا سره ازبک توکمه ترهه ګر له تحریک طالبان سره یو ځای شول  او د چین د سنکیانګ د مسلمان میشته سیمې افراطیان هم د پاکستان له طالبانو او ازبک توکمو سره یو ځای شول  .
د څو میلیتی ترهه لخوا هر جنایت چې د پاکستان په ګاوندیو هیوادونو او سیمه کې ترسره کیږی  د طالبانو په نوم ثبتیږی  او د دې لپاره چې دغه پروژه بدنامه نشی نو طالبان  د پاکستان د پوځ پر ضد هم حملې ترسره کوی  او د سیمې اکثرو هیوادونو له دغې پروژې سخت ګوزارونه خوړلی دی  او بالاخره د پاکستان د تحریک طالبان  له جوړیدا د  اوو کلونو له تیریدا وروسته  نن طالبان هغه ځای ته رسیدلی دی  په خپلو بادارانو هم رحم نه کوی . د امریکا د پخوانۍ خارجه وزیرې میرمن کلنټن په وینا  پاکستان هغه مار ساتلې دې چې اوس  پخپله پاکستان چیچی .
پاکستان فکر کاوه چې دغه مار به  یوازې ګاونډیان چیچی خو دا ورته پته نه وه مار د خپل خاوند او پردیو په چیچلو کې کوم توپیر  ته ندې قایل  . البته امریکا د ترهه ګرو په پاللو کې د پاکستان ډیره مرسته کړی ده .
په هر حال د پاکستان د پوځ د عملیاتو نهمه ورځ ده او معلومه نده چې په ریښتیا غواړی د طالبانو جرړه وباسی  یا مخکې په شان به ژوندی پاتې شی  اویوازې  د وزرستان بیچاره  خلک به چې په دغې سختې  ګرمۍ کې  د کورونو پریښودلو ته مجبوره شوی دی ، په تمه ووسی  او وبه وینی چې څه کیږی .

Add new comment