موصل ته د عربستان ۱۵۰ استخباراتي افسران تللي
د عراق امنیتي سرچینو د عراق په شمال کې د موصل نا امنه سیمې ته د عربستان د ۱۵۰ استخباراتي افسرانو د غیرقانوني داخلېدو خبر ورکړی دی.
د المسله سایت د خبر له مخې، د عراق امنیتي سرچینو اعلان کړی چې د عربستان دغه ۱۵۰ استخباراتي افسران د داعش ترهګرې تکفیري ډلې په غږملتیا سره د سوریې له الحسکه سرحدي ولایت له لارې په پټه او غیرقانوني توګه موصل ښار ته داخل شوي دي.
دې عراقي سرچینې ویلي چې عربستاني افسران د فهد مصباح په قومانده له داعش څخه د ملاتړ په موخه موصل ته د اخل شوي دي.
Add new comment