امریکا د عراق په اړه له تهران سره د استخاراتي ملګرتیا غوښتنه وکړه
د امریکا د بهرنیو چاروو زیر نن ویلي چې تهران او واشنګټن کولای شي چې د عراق د کړکیچ په اړه په استخباراتي برخه کې یو له بل سره ملګرتیا وکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، جان کیري دامریکا له ان بي سي ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي چې امریکا علاقه منده ده چې له ایران سره تماس ولري.
یعنې هغوی پوه شي چې زموږ نظر څه دی او موږ پوه شوو چې هغوی د څه په اړه فکر کوي.
په دې توګه معلومات به مو سره وویشوو او تېروتنه نه رامنځ ته کېږي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ددې پوښتنې په ځواب کې چې آیا ایران او امریکا به د عراق د کړکیچ په اړه بشپړه ملګرتیا ولري، وویل نه، دغه انتخاب د میز پر سر نشته.
واشنګټن او تهران له دې مخکې هم په ورته موردونو کې ملګرتیا کړې ده.
Add new comment