د ترهګرو د تیري او یرغل په نهمه ورځ د عراق بدلونونه
د عراق په ځینو سیمو باندې د ترهګرو ډلو د تیري په نهمه ورځ یعنې پرون د دغه هیواد وزیراعظم اعلان وکړ چې ترهګري به د عراق په پولو کښې دننه محدوده پاتې نه شي او په راتلونکي کښې به هغو هیوادونو ته هم ورسي چې اوس د ترهګرو ملاتړي دي.
نوري مالکي پرون د بعثیانو په ملګرتیا د ترهګرو او تکفیري ډلو لخوا د دغه هیواد د ځینو سیمو له نیول کیدو وروسته وویل: هغه هیوادونه چې تمه یې لرله د فتنې د اور په بلولو سره په عراق واکمنیدې شي، په غلطه دي او ډیر زر به تکفیري ترهګر چې له جنایت او وینه تویونې پرته بله لاسته راوړنه نه لري، د هغوي ملي امنیت هم وګواښي.
د عراق وزیراعظم یوځل بیا په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې د عراق د شمال د نینوا ولایت په مرکز موصل ښار باندې د تکفیري ترهګرو حمله په پراخه پیمانه د سعودي عربستان او قطر د رسنیو له ناوړه تبلیغاتو څخه په استفادې او د ځینو کورنیو خواو په ملګرتیا سره یوه بهرنی دسیسه ده، وویل: د عراق خلک په هوښیارتیا سره د دې دسیسې په وړاندې ودریدل او د عراق او د هغه د ځمکنۍ بشپړتیا د ملاتړ لپاره د عراقي رضاکارانو ولوله ناکې څپې له خپل هیواد څخه د خطر په لرې کولو کښې ډیر مهم رول ولوبوه. ښاغلي مالکي همداشان د ترهګرو په خلاف د پوځ او خلکو له مبارزو څخه د عالي قدره شیعه مراجعو او اهل سنت عالمانو د ملاتړ په قدرونې سره د عراق د سیاسي ډلو د وړمې شپې غونډه پخپلو کښې د خلکو د لیدتوګو د نزدې کولو او د دسیسو په وړاندې د مقابل پیوستون لپاره یو مهم اقدام وباله. نوري مالکي زیاته کړه: په عراق کښې د ترهګرۍ راڅرګندیدل په سوریه کښې د ترهګرۍ د خطر د مخنیوي نه کولو نتیجه ده او د ترهګرو د ملاتړو ګریوان به هم ونیسي.
په عین حال کښې له عراق څخه رارسیدلي خبرونه د ترهګرو او تکفیریانو له سپیره وجوده د لویدیځ په الانبار، د شمال په نینوا او د دغه هیواد په ختیځ کښې د دیالې ولایت د ځینو سیمو د پاکیدو بیانونکي دي. د عراقي ټي وي د رپورټ له مخې په الانبار ولایت کښې د پوځي او ولسي ځواکونو په پرونیو سختو نښتو کښې ترهګر د دوه نیمو سووو مړو په پریښودو سره د فلوجه ښار د شمال له صقلاویه سیمې څخه شاتګ ته مجبور شول.
د بغداد عملیاتي قومندان سعد معن هم د صلاح الدین ولایت د سویل په الاسحاقي سیمه کښې د داعش تکفیري او ترهګرې ډلې د یو مشر ابوطلحه لیبیايي د هلاکت په تائیدولو سره په دغه ولایت کښې د څو سټراټیجیکو سیمو د پاکیدو خبر ورکړ.
د عراق د وسله والو ځواکونو د لويې قومندان ویاند قاسم عطا هم په مختلفو سیمو کښې د عراقي ځواکونو د عملیاتو د دوام او د ځينو سیمو د کنټرولولو په اعلان سره د خپل هیواد له خلکو وغوښتل چې د مختلفو پروپاګنډو او طریقو په وړاندې هوښیار او ویښ ووسي چې د داعش غړي په دغه طریقه مختلفو سیمو ته د ننوتو یا په هغو کښې د پاتې کیدو کوشش کوي. هغه وویل: ترهګر ځینو ښارونو ته د ننوتو لپاره له جعلي پیژندپاڼو او له ځان سره د دیني مراجعو د انځورونو د ساتلو په شان له غولونکو طریقو کار اخلي.
د بغداد د شمال سامرا ښار د پوځي عملیاتو قومندان جنرال صباح الفتلاوي هم د نښتې په سیمو کښې د ولسي ځواکونو د پراخ شتون په قدرونې سره ټینګار وکړ چې ترهګر او بعثي مزدوران یې د سامرا ښار او د امامین عسکرین له حرمونو څخه لرې کړي دي او اوس د عراق پوځ د تیرو څو ورځو په پرتله د پوځي تیارسي او رضاکارۍ له نظره په ډیر ښه حالت کښې دی.
په عین حال کښې د کربلا والي عقیل الطریحي وویل: د ترهګرو په وړاندې د عراق د دفاع د لازموالي په لړ کښې د تقلید د مراجعو له سپارښتنې وروسته د کربلا ګڼ شمیر تاجرانو او سوداګرانو له ترهګرو او تکفیري ډلو سره د جنګیدونکي رضاکار ځواک د لګښت برابرولو لپاره خپل چمتووالی اعلان کړی دی.
د جزیرې سپر په نامه د فارس خلیج د ملګرتیا شورا د پوځي ځواکونو د یو غړي سعودي افسر په شمول د څو بهرنیو ترهګرو نیول کیدل او د عراق د پلازمینې سره نزدې سامرا ښار په اطرافو کښې د اسرائیلو د جوړې زیاتې وسلې او مهماتو پيدا کیدل، د خیانت په تور د عراق د پوځ د یوشمیر نورو افسرانو او قومندانانو له کاره څنګته کول او په نینوا ولایت کښې د ځینو ترهګرو ډلو ترمینځ د نښتې سختیدل هم په تیرو څو ساعتونو کښې د عراق مهم خبرونه دي.
Add new comment