ایران یوازې په قانونی چوکاټ کې د عراق مرسته کوي

د اسلامی ایران د  ملي امنیت  د لومړې شورا منشي وویل :  که  دعراق دولت  له ترهه  ګرو سره  د مقابلې له پاره له ایرانه مرسته وغواړي  تهران به د نړیوالو قوانینو په چوکاټ کې  په دغه موضوع غور وکړي.
د ملي امنیت د لوړې شورا  د دفتر د راپور له مخې  علي شمخاني  پرون  په تهران کې له خبریالانو سره  په مرکه کې د عراق د وروستیو بدلونونو په هکله  وویل :  له عراق سره د ایران د احتمالي مرستې موضوع چې  د  نړیوالو قوانینو په چوکاټ کې به ترسره شي  یوه بشبړه دوه اړخیره موضوع ده او له کوم دریم هیواد سره تعلق نه لري.
د ایران د ملی امنیت د شورا منشی دې ته په اشارې سره  چې امریکا  د پرانستو پوځونو د جوړولو د سیاست په چوکاټ کې  د داعش په شان ترهه ګرو ډلو د جوړیدو فرصت برابر کړی  زیاته کړه :  قطعا نه ده پکار چې  په عراق کې د ناامنۍ او ګواښ د  پیداکوونکو  تر شا عواملو څخه د مرسته تمه ولرو. شمخاني  د  امریکا د ځینو متحدانو له خوا د دغه هیواد د سیاست په اجرا ې  د هغوی اطلاعاتي  مالي او لجسټکی مرستو ته په اشارط سره  وویل :  په عراق کې د بې ثباتۍ راوستل او  د خپل هیواد د برخلیک د ټاکلو لپاره  د عراق د خلکو له غوښتنې سره  وسلواله مقابله ، د پرانستو پوځونو د سیاستو پّ جوړولو کې د امریکا  یوه اصلي موخه ده . شمخاني  د عراق په بحران کې د ایران ا امریکا د ملګرتیا د احتمال په هکله د ځینو لویدیځو رسنیو له خوا د خپرو شویو خبرونو په ردولو سره  وویل :  دغه خبرې  نفساتي  جنګ دی او هیڅ رښتیا والی نه لري.

Add new comment