امریکا د عراق له اوسني حالته ناوړه استفاده کوي
د ایران د خارجه وزارت ویندویې په عراق د ترهه ګرو وروستۍ حمله په وروستیو پارلیماني انتخاباتو کې د عراق د خلکو په کامیابۍ غبرګونه وباله او وې ویل : دغه خبره ځینو هیوادونو ته د زغملو وړ نه وه .
زمونږ د خبریال د راپور له مخې میرمن مرضیه افخم له خبریالانو سره په مرکه کې په دې په ټینګار سره چې ایران په حساسیت اوځيرتیا سره د عراق بدلونونه تعقیبوي زیاته کړه : بې له شکه روانې پیښې د عراق په سیاسي بهیر کې د بدلون راوستلو او ورباندې اغیر شیندلو سره اړوند دي او نښې داسې دي چې امریکا د عراق له موجود حالته په ناوړه استفادې او د انتخاباتو د نتیجې په خرابولو پسې ده .
میرمن افخم وویل : قطعا له هغو عواملو چې په عراق کې د ناامنۍ په راپیدا کولو کې دخیل وو د مرستې او ملګرتیا تمه نه ده پکار او له دې امله د ایران اسلامي جمهوریت په کلکه په عراق کې د امریکا له پوځي دخالت سره مخالف دی.
د ایران د خارجه وزارت ویندويی همداراز له ترهه ګرې د استفادې د ناوړه پایلو او له پولو ورهاخوا د ترهه ګرو ډلو د خطر په هکله د خبرداري په ورکولو سره ، د تکفیري او افراطي ترهه ګرۍ د خطر په دفع کلوو کې د عراق له دولته په مسوولانه حمایت کې د نړیوالو ټولنو اودولتونو په دندې ټينګار وکړ.
Add new comment