د لمر په محضر کی

له  حضرت پیغمبر ص   وروسته، دانحضرت پاک  اهلبیت؛ دخلګو دلارښوونی  رول  په غاړه لری، اوهیڅکله، ځمکه دامام او هدایت کونکی له  وجوده خالی  نه ده . دمسلمانانو په  عقیده، په اوس حال کی  حضرت مهدی موعود عج، دحضرت پیغبراکرم ص  له  نسل  څخه، وروستئ امام دئ؛او په غیبت کی تیروی، اویوه ورځ پخپل ظهور سره به، نړۍ  له  عدل  اوانصاف  څخه  ډکه کړی  .
  په  اسلامی  تعلیماتوکی، دحضرت پیغمبر ص  له کورنۍ څخه،امامان؛له ګناه څخه پاک او په امن کی دی؛ او دخلګو لارښوونه، ولایت ،او سرپرستی  په غاړه لری . په حقیقت کی ولایت، خدای تعالی ج  لره دئ،اوخدای حضرت  پیغمبر ص ته  هم، انسانانوته دلارښوونی او په  هغوی باندی دولایت  حق  ورکړئ دئ . دغه  حق، دخدای له  رسول ص وروسته؛ دانحضرت  له نسل څخه، نورو هدایت کونکوته  رسیږی؛ او هغوی دمحمدی ص  سوچه اسلام، دوام  ورکونکی دی . قرآنکریم هم، په  څرګنده توګه؛ دغه  مهم ټکی ته اشاره لری؛ او دنساء دمبارکی سوری، په  ۵۹ آیت کی  فرمایی : ای هغوکسانو چی ایمان مو راوړئ دئ؛ دخدای او د خدای  دپیغمبر، او د اولوالامر( دپیغمبر  داوصیاؤ) اطاعت  وکړئ ...
امام یا  ولی، داسلامی ټولنی  د رهبرۍ له نظره، دخدای دپیغمبرص په شان دئ، خو یواځی یو توپیر  وجود لری، او هغه  داچی، حضرت پیغمبر ص ، دینی تعلیمات؛ د الهی  وحی له  لاری ترلاسه کول اوبیانول، اوامامان ع؛ دغه دینی تعلیمات؛ دخلګو لپاره بیان او تشریح کوی،اوپه هر زمان کی، هغوی ته ښیی . څرګنده ده، هغه څوک  چی، مؤمنان  داډول  په  مطلقه توګه، له هغه  څخه  اطاعت کولو ته  ماموریږی؛باید معصوم او له خطا او ګناه  پاک  وی .
آیت الله العظمی خامنه ای، دولایت د مسئلی داهمیت په باره کی فرمایی : د دین  ډیره اساسی مسئله، د ولایت مسئله  ده؛ځکه چی ولایت، د توحید  نښانه او سایه  ده . ولایت، یعنی داچی، په اسلامی ټولنه کی  حکومت؛ په خدای پوری تعلق لری، او له خدای متعال څخه  پیغمبر، او له  انحضرت څخه، دمؤمنینو ولیّ   ته رسږی .
 دولایت  په اساس  حکومت، داصیل اسلام په  مکتب کی، دحکومت ډیر ښه ډول  دئ . په دی ډول حکومت کی، ولیّ  هماغه کس دئ چی، دمسلمانانو د سرپرستۍ لپاره، له ټولو څخه  لا وړ او لایق دئ .  حضرت علی ع هم، ددغه  الهی مقام  لپاره، ډیر لایق شخص ؤ . انحضرت  د فضایلو او کمالاتو  یوه ټولګه  ؤ، او په  ایمان کی، د ټولو مخکښ، او په  احکاموکی د پوهی  او آګاهۍ  له نظره، له ټولو لا لوړ، او د نورو په  نسبت؛ پیغبر ص ته  لانږدی کس، شمیرل کیده .
آیت العظمی خامنه ای، دمسلمانانو دسرپرستۍ لپاره، دخدای  نصب او ټاکنی داهمیت  په  باره کی  وایی : دانسانانو دچارو اداره کول،یوه الهی دنده ده، او بشری دنده نه ده، او دانسان  د نورو ټولو مسایلو سره، توپیر لری .  حضرت  پیغمبر اکرم ص، دغدیر  په تاریخی پیښه کی، او په دغه  ستر نصب او ټاکلوکی، حکومت  د ولایت  په  عبارت سره، بیان کړ .
  دمسلمانانو د ولایت او رهبرۍ  مسئله، دومره اهمیت لری چی، دخدای رسول ص؛ دخدای له  خوا، دیته مکلف شوچی، حضرت علی ع، دخپل ځای ناستی او ولی  په  توګه، معرفی کړی .  د حضرت پیغمبر اکرم  ص  له  قوله، په  لس  هاؤو حدیثونه، په  ډاګه،له  پیغمبر ص  وروسته، دمسلمانانو  په  امامت باندی، دحضرت علی ع  په ټاکلوباندی، دلالت لری چی، ددغو حدیثونو یوه برخه، لکه ؛ حدیث ( ثقلین ) او حدیث ( منزلت ) په  متواتره توګه، نقل شوی دی  .
آیت الله العظمی خامنه ای؛د غدیر د واقعی داهمیت  په  بیانولوکی چی،په هغی کی، حضرت علی ع، د پیغمبر اکرم ص  د ځای ناستی په  توګه  معرفی شو، وایی :  دحکومت  دجوړولوموضوع، د ولایت او د هیواد د مدیریّت  مسئله، د دین داصلی متونو څخه ده، او پیغمبر په دی  عظمت سره،هڅه کوی؛او خپل دغه رسالت، دټولو خلګو دسترګو په  وړاندی، په دی توګه  ترسره کوی چی، شاید هیڅ واجب یی، داشان نه دئ ابلاغ کړئ ! نه لمونځ؛ نه  روژه؛ نه زکات؛ او نه جهاد .  داشان چی  خلګ، له مخلفو پرګنو،قبایلو اوسیمو څخه، دمکی او مدینی ترمنځ  د څلور لاری په  سر؛ دیو مهم کار دترسره کولو په  منظور، راټول کړی؛ بیا هله  یو داشان  رسالت  ابلاغ کړی چی، هرڅوک چی، زه دهغه مولا او سرپرست یم؛ له  دی وروسته؛ علی  دهغه مولا او سرپرست دئ  .
  ولی  او اسلام  پیژاندئ  واکمن، د روښانه شمعی  په  شان دئ چی، خلګ؛ دهغوی  په دینی او دنیایی چاروکی، لارښوونه کوی، او ټولنه؛ دخدای د عبودیت په  مسیر کی، راولی . البته، خلګ  هله  د ولی  له  نور څخه  ګټه  وړی چی، په خواؤ شا یی  راټول شی، اوله هغه سره بیعت  وکړی . که چیری  خلګ، ولی یواځی پریږدی، او پخپلی غوښتنی حرکت  وکړی،ټولنه به؛ په سمه  خوا، پر مخ  لاره نه شی، او بی عدالتی او له  دین  څخه لیری توب به،بڼه  ونیسی . په دی اساس، په  تاریخ کی  وینو چی، له دی امله چی، دولایت  او حکومت  کولوحق، دظالمو واکمنانو په  وسیله، له  امامانو څخه واخیستل شو، ټولنه  د هدایت  له  لاری  بهره شوه، او بی  عدالتی او ظلم پراختیا  وموندله  .
داسلامی انقلاب معظم لارښود، د ولایت  په اساس حکومت، او د نورو حکومتونو د توپیر په  باره کی، وایی :   هغه کس چی، دخلګو ولی او حاکم  دئ؛ یو سلطان نه  دئ؛  په  اسلام کی  دحکومت  قضیه، په دی  دلیل  دپام  وړ ده؛  دولایت  په اساس  حکومت چی، اسلام  دهغه  وړاندیز کړئ دئ، تر ټولو لا ښه  ډول ؤلسی حکومت دئ . په  بشری  کلتورکی، یعنی  د تاریخ په  اوږدوکی، دآزادی غواړو په کلتورکی، د حکومت هیڅ  بدڅیز، د ولایت  په  مفهوم او معنا کی نه  شته . داستبداد یا خودسرۍ؛ پخپله  خوښه  یا دخلګو په  زیان فیصله کول، داسلامی  ولایت  په  معنا کی  نه شته .  ولایت  یعنی  د زاهدو او پارسا انسانانو حکومت، د شهواتو او د خپل نفس سره دمخالفو انسانانو،په  صالحاتو باندی  دعمل کونکو انسانانو حاکمیت . دا داسلامی  ولایت  معنا ده  .
  د ولیّ   په  وسیله  دحکومت جوړول؛ په خلګوکی، داسلامی احکامو او معارفو د پلی کیدو په  منظور  دی . د ولایت  په اساس  ټولنه کی، خلګ؛ د ولی سره  د بیعت په کولوسره، حکومت هغه ته  سپاری، او هله؛ له عدالت؛ هوساینی، او داخلاقوپه اساس ژوند څخه، برخمنیږی؛ او یوه  روغه ټولنه  جوړوی  .
آیت الله العظمی خامنه ای، د اسلام  له  نظره؛ د ولایت  دمعنا په  بیانولوکی  وایی :  ولایت ؛ یوه عجیبه  معنا ده . د ولایت اصلی معنا؛ له یو اوبل سره، د دؤو څیزونو  نږدیکت  دئ . فرض  وکړئ، کله چی  دوی  رسۍ، په ټینګه توګه، له یوی اوبلی سره  تاویږی، او سره جلاکول یی،په آسانۍ سره امکان نه  لری؛ هغه ته  په  عربۍ کی، ولایت، وایی .  ولایت  یعنی؛ په ټینګه  او مماسه توګه، د دؤو څیزونو  اتّصال، ارتباط، او نږدیکت . د ولایت د اصل  معنا، عبارت ده له :  نښلیدل؛ پیوند؛ له یو اوبل سره پیچل کیدل، او سره تاویدل دی . دا دولایت  معنا ده . امیرالمؤمنین علیه الصلاة والسلام چی، داسلام  د ولایت سرمشق، او د ولیّ   بشپړ مصداق  دئ؛ په هیڅ دوره او وخت کی، د خلګو سره له  رابطی؛ اتّصال، او یوموټی توب څخه، بیل  نه  ؤ .  نه  په  هغه  دوره کی چی، انحضرت یی ، په  عمل کی  له  حکومت  څخه  څنګته  پریښود، او حکومت، قومندانۍ، او واکمنۍ  یی  چی، په  اسلام کی  د ولایت  په  نامه یادیږی؛ او دانحضرت  حق  ؤ؛ تری  واخیست، او نه  په  نورو دوروکی، له  خلګو سره  له  رابطی  او اتّصال  څخه، لیری  نه  ؤ .  په  هماغه  وخت کی هم، امیرالمؤ منین، د ملت  له  افرادو او د خلګو یو جزء   دئ .  منزوی؛عزل شوئ، او له  خلګو څخه څنګته  نه  دئ . هغه  وخت هم چی، حکومت ته  رسیږی؛ په بشپړی معنا سره، یو ؤلسی  حاکم  دئ .                   ولایت؛ داسلام  د دین  د ډیرو مهمو ارکانو څخه  دئ، او په  هغه باندی  پایبندې؛ د مسلمانۍ بنسټ  دئ، او د هغه  په  شان  هیڅ  واجب، دانسان  په  غاړه نه  دئ . متعال خدای ج، د ولیّ  امر څخه  اطاعت کول، د پیغمبر څخه   د اطاعت سره  غوټه  ورکړې ده، او له پیغمبر څخه  اطاعت کول یی، له  ځان څخه  د اطاعت کولو سره پیوند کړی دی . حضرت رسول اکرم ص  فرمایی ؛ په هغه  ذات باندی قسم چی، زه یی په  نبوت باندی مبعوث کړم،که   یوڅوک  د  ۷۰  ؤ انبیاؤو عمل هم  ولری، مګر زموږ  ولایت  قبول نه کړی، متعال خدای له هغه  څخه، نه  کومه  توبه  قبلوی؛نه کومه ستنیدنه؛ اونه کومه فدیه  .

Add new comment