صهیونیسټي پوځیانو پر یوه فلسطیني کلي برید کړی

د لبنان المیادین ټلویزیوني چینل خبر ورکړی چې د صهیونیسټ رژيم پوځيانو نن د اردن سیند په لویدیځه غاړه کې پروت، په تفوح کلي برید کړی او فلسطیني ځوانان له ځانه ددفاع لپاره ورسره نښتي دي.
په عین حال کې، د صهیونیسټي ښارګوټیو میشتو اسراییلو د صهیونیسټي پوځيانو په ملګرتیا سره، چې د صهیونیسټ رژيم د لیکود ګوند فعال غړی، خاخام یهودا ګلیک هم ورسره ملګری و، مسجدالاقصی ته ننوتلي او دې سپېڅلي ځای ته یې سپکاوی کړی دی.
مسجدالاقصی ته ناولو صهیونیسټانو په ننوتلو سره، په سلګونو فلسطیني لمونځ کوونکي او محصلیینو له اسراییلو سره جګړه کړې ده.

Add new comment