په یمن کې ۸ کسان ووژل شول

په یمن کې کې په دوو بېلا بېلو بریدونو کې څلور د القاعدې او څلور یمني ځواکونه وژل شوي دي.
د المیادین خبري چینل د خبر له مخې، د یمن د ابین ولایت په المحفد ښارګوټي کې د پوځ پر مرکز د ځانمرګي برید له امله ۴ پوځيان وژل شوي او ۹ ټپيان دي.
د یمن ددفاع وزارت اعلان کړی چې دولتي ځواکونو د جمعې په ورځ په شبوه ولایت کې د القاعدې پر یوه مرکز برید کړی او د القاعدې څلور کسان یې وژلي او یوشمېر ټپيان کړي دي.

Add new comment