په عراق کښې دترهګرو پرمختګونه د عربستان ترهګرۍ ده
د سوريې رسنیو سعودي عربستان او لویدیځ هیوادونه له داعش ترهګرې ډلې سره چې دعراق ځینې سیمې یې نیولي دي په ملاتړ تورن کړل .
دسوريې رسنیو وویل چې سعودي عربستان او د سوريې د حکومت دمخالفانو نورو ملاتړي هیوادونه د داعش په شان ترهګرو ډلو ته وسلې او پیسې ورکوي .
دسوریې الثوره ورځپاڼې ولیکل دلویدیځو هیوادونو د سترګو په وړاندې ترهګرۍ په پراخیدا ده او سعودي عربستان ترهګرو ته وسلې او پیسې ورکوي .
دسوريې الثوره ورځپاڼې وویل چې په عراق کښې د پیښو او د ترهګرۍ د زیاتیدا په درشل کښې هر اروپايي هیواد په دې خبر دی چې سعودي عربستان په عراق او سوريې او په خارج کښې دترهګرۍ ملاتړ کوي او مختلو ترهګرو ډلو ته وسلې او پیسې ورکوي .
دسوريې الثوره ورځپاڼې وویل قطر او ترکیه هم دسعودي عربستان په شان رول لوبوي او دترهګرو ملاتړ کوي کوم چې د امریکا او اسرایلو غوښتنه ده .
الثوره ورځپاڼې زیاته کړه ددغو ترهګرو ډلو ر امینځته کیدل د کومې خلا له کبله نه دي بلکې د ترهګرۍ ده ښکاره او اوږد ملاتړ نتیجه ده او دفارس خلیج عرب هیوادونه د ترهګرۍ دپراختیا ملاتړ کوي .
سوریه وايي چې دفارس خلیج عرب هیوادونه په تیره بیا قطر او سعودي عربستان له لویدیځ او اسرایلو سره ملګرتیا کوي چې له ترهګرو سره مرسته وکړي .
Add new comment