سعودي عربستان او اسرایل دسوريې ترټولو مهم دښمانان دي

دسوریې ولسمشر دسعودي عربستان او اسرایلو رژیمونه دسوریې ترټولو مهم دښمانان وبلل .
زمونږ خبریال وايی دسوريې ولسمشر بشار اسد نن دلبنان له الاخبار ورځپاڼې سره په مرکه کښې دسوريې پرضد دسیمې هیوادونو دسیسو ته په اشارې سره وویل سعودي عربستان تل اسرایلو ته دامتیاز په ورکولو سره سوریې ته دګوزار د ورکولو کوشش کوي .
بشار اسد دسوريې په تاریخ کښې د تور کړکیچ له پړاو څخه د وتلو لپاره د سوريې دخلکو په توان ډاډ څرګندولو سره وویل له خلکو او پلاویو سره  نیغ په نیغه خبرو  اوکتنو ته په پام سره دسوريې خلک د کړکیچ له پیل راهسې په ولسمشر او پوځ اعتماد سره د دسیسو د جرړه دایستلو په لاره کښې ګام پورته کوي .
دسوريې ولسمشر بشار اسد له وسله والو کسانو سره روغې جوړې او د بندیانو دبخښنې حکم ته په اشارې سره وویل دسوريې په مرکز کښې په حمص کښې پخلاینه سیمه ایزه او نړیواله موافقه نه وه بلکې د وسله والو کسانو او د ولسي دفاع کمیټۍ ترمینځ دخبرواترو نتیجه وه او له دې کبله خبرې ، دخبرو کلتور او خبرو ته د خلکو هڅول به د سوريې دحکومت لومړیتوب وي .
دسوريې ولسمشر بشار اسد وویل  د ولسمشرۍ له انتخاباتو د خلکو پراخ هرکلي وښودله چې خلک د رسنیو له کوششونو او د ترهګرو او تکفیریانو له لشکر کشیو او خارجي دسیسو سره سره د هیواد دګټو په لاره کښې ګام پورته کوي .

Add new comment