انګلستان او امریکا د تکفیری ډلومغز متفکر
د امریکا چاپ وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې له قوله ترهه ګر غواړی د پاکستان حکومت نسکور او د دغه هیواد ایټمی وسلې ترلاسه کړی . نوموړی ورځپاڼې همداراز طالبان یوه افت او بلا ته ورته بللی دی او د پاکستان پوځ او ای ایس ای یې د هغو په جوړولو تورن کړی دی . د دغې امریکای ورځپاڼې په وینا پاکستان طالبان په هندوستان او افغانستان د دباو لپاره رامینځته کړی دی خو نن طالبانو په پاکستان حمله کړی ده . نوموړی ورځپاڼه زیاتوی چې که څه هم د پاکستان پوځ په شمالی وزیرستان کې د طالبانو پر ضد هوای عملیات وکړل خو نیت نلر ی چې د هغو پر ضد مځکنی عملیات وکړی . امریکای ورځپاڼه په داسې حال کې یوازې ای ایس ای او پوځ د طالبانو په جوړولو تورنوی چې د پاکستان خدای بخښلی لومړی وزیرې میرمن بینظیر بوټو له خپل تروره مخکې په انګلستان کې د خپلې جلاوطنۍ په وخت په یوه مرکه کې په ډاګه ویلی وو چې د طالبانو په تولید کې پاکستان یوازې نه وو بلکې امریکا ، انګلستان ، عربستان او متحده عربی امارات هم د طالبانو په جوړولو کې لاس درلوده . د میرمن بینظیر بوټو په وینا د طالبانو د تولید په پروژه کې امریکا او انګلستان د پلانونکیو رول درلوده یعنی طالبان د دغو دو هیوادونو تفکر وو او عربستان او اماراتو یې هم مالی مرسته وکړه او پاکستان هم د میرمن بوټو په وینا د دغې پروژې اجرا کونکې وو . د طالبانو پروژه هم په حقیقت کې له دې وروسته په افغانستان کې رامینځته شوه چې امریکا ، لویدیدځو هیوادونو او حتی ځینو عربی هیوادونو د شلمې پیړۍ په ایتایمې لسیزې کې له افغان مجاهدینو په مالی او پوځی ملاتړ سره پخواین شوروی ته ماته ورکړه او کله چې روسی عسکر له افغانستانه ووتل ، امریکا چې د افغانستان د اداره کولو هیڅ پروګرام یې نه درلود او له دغه هیواده ووتله نو د افغانستان کمیونیسټی حکومت هم نسکور شو او د دغه هیواد مجاهدین چې په څه د پاسه دیرشو ډلو ویشل شوی وو له یوه بل سره ښکیل شول او د مجاهدینو حکومت هم چې جوړ شو د درستو ډلو لپاره د منلو نه وو چې دا چاره د داخلی جنګونو سبب شوه او پینځه کاله یې دوام درلوده . د ځینو کارپوهانو او خبرو سرچینو په وینا په افغانستان کې دغه وضعیت د امریکا لخوا په قصدی ډول رامینځته شو چې افغان مجاهدین ونه کولې شی په دغه هیواد کې په ګډه یو اسلامی حکومت جوړ کړې شی او امریکا او انګلستان په ۱۹۹۶ م کال کې په دې لټه کې شول چې له مجاهدینو د طالبانو په نوم یوه ډله جوړه کړی او د دغې ډلې مشران له بیلا بیلو مجاهدینو انتخاب او انسانی ځواک یې هم زیاتره په پاکستان کې له هغو دینی مدرسو چې د عربستان ، امارتو او امریکا په وسیله د افغانانو لپاره جوړې شوی وې ، تامین شو .
د طالبانو ډله د میرمن بینظیر بوټو د لومړی وزارت په وخت کې د هغې د کابینې د کورنیو چارو وزیر نصیر ا... بابر په وسیله جوړه شوه ، په همدې دلیل میرمن بوټو په ډاګه اعتراف کړې وو د طالبانو په جوړولو کې پاکستان یوازې د انګلستان او امریکا د سیاستونو اجرا کونکې وو . د امریکا نیت هم د مینځنی اسیا په لور پرمختګ او د روسیې د کلابندۍ سختول وو . امریکا او انګلستان چې د ډیموکراسی او بشری حقوقو مدعیان دی د طالبانو په نوم د هغې ډلې په جوړولو سره دافغانستان اداره کولوته غاړه کیښودله چې غوښتل یې افغانستان د کاڼي پړاو ته ورستون کړی او د طالبانو پینځه کلن پړاو د مینځنیو پیړیو له وختونو هم بدتره وو چې د امریکا د اهدافو په لړ کې په ۲۰۰۱ میلادی کال کې د ستمبر د ۱۱ نیټې سناریو عملی شوه او افغانستان دې ځل د ترهه ګرۍ د له مینځه وړلو پلمه د امریکایی او ناټو عسکرو په وسیله ونیول شو خو نن د افغانستان له نیواکه ۱۳ کاله تیریږی ترهه ګری نه یوازې ختمه شوی نده بلکې د سیمې نورو هیوادونو په تیره بیا پاکستان ، عراق ، لیبیا او سوریې ته هم غځیدلی ده . امریکا ، لویدیځ هیوادونه ، د عربستان ، قطر او ترکیې په شمول د سیمې ځینې نور هیوادونه په ډاګه له القاعدې ملاتړ کوی او د تکفیری ډلو په وسیله د مسلمانانو د وینو ډنډونه بهوی چې هدف یې دسیمې د هیوادونو ویشل ، د هغو په طبیعی زیرمو سلطه او د تکفری ډلو د زشتو حرکتونو له لارې د اسلام د سپیڅلی دین بدنامول دی .
Add new comment