د عراق دنینوا ولایت والي له ترهګرو ډلو سره مرسته کړي ده
د عراق د قانون دحکومت دائتلاف یوه غړي محمود الصهیود وویل په شمال کښې دنینوا ولایت والي اثیل النجیفي چي د پارلمان دمشر اسامه النجیفي ورور دی په دغه ولایت کښې ټولو حکومتي رسمي ادارو ته حکم ورکړی چې ټول حکومتي سندونه وسوزوي او د داعش ډلې ترهګرو په وړاندې چې هغه مجاهدین بللي دي مقاومت ونکړي.
هغه وویل دعراق دپارلمان دمشر اسامه النجیفي ورور او دنینوا ولایت والي اثیل النجیفي خیانت کړی او موصل ښار یې دداعش ترهګرې ډلې غړیو ته سپارلی دی .
بل خبر داچې دعراق لومړي وزیر نوري مالکي وویل په شمال کښې د نینوا ولایت خلک له داعش ترهګرې ډلې سره دمقابلې لپاره په پوځي وسلو سمبال شول .
هغه وویل اجازه نه ورکوو چې ترهګر په نینوا و لایت کښې پاتې شي .
سعودي عربستان د ځینو نورو عربو هیوادونو لکه د اردن، قطر، متحده عربي اماراتو ، امریکا ، انګلستان او پاکستان په مرستې سره دالقاعده ترهګرې ، دغه راز د لشکر جهنګوي، سپاه صحابه ، داعش ، جیش الاسلام ، جیش العدل وغیره وغیره ترهګرو ډلو په جوړولو سره په لیبیا ، عراق ، سوريې ، لبنان، نایجریا ، پاکستان او نورو ډیرو هیوادونو کښې د بې ګناه خلکو وژله پیل کړي ده چې دغه چاره دمسلمانانو دغصې سبب شوي ده .
Add new comment