ناټو په لیبیا کښې د القاعده ډلې ترهګرو ته پوځي روزنه ورکوي

دعربو د ستر اتژیکو مسایلو شناند دناټو ترڅارنې لاندې د لیبیا په جنوب کښې په دریو (۳) کیمپونو کښې دالقاعده ترهګرې ډلې ته له پوځي روزنې پرده پورته کړه .
العالم ټيلي ويژن راپور ورکړ د عربو د ستراتژیکو مسایلو کارپیژاند حسن حماده  وویل اروپايي حکومتونه له القاعده ترهګرې ډلې سره تعامل لري .
هغه وویل القاعده ترهګره ډله نن سبا کاملا په ښکاره ډول دناټو او امریکا د جاسوسۍ ادارو په ځواکونو بدله شوي ده چې د بشري ټولنو د تباه کولو او له مینځه و ړلو لپاره استعمالیږي .
حسن حماده دامریکا او اروپايي  هیوادونو د چارواکو د دوه مخ توب او نفاق په باره کښې وویل چې هغوې له ترهګرۍ سره په مبارزې کښې دوه ګوڼه عمل کوي .
دعربو د ستراتژیکو مسایلو شناند حسن حماده وویل له ترهګرۍ سره مبارزه په یوې داسې بې اساسه او بې بنسټه کلمې بدله شوي ده  چې لویدیځ هیوادونه یې خپلو هدفونو ته درسیدا لپاره کاروي او له دغه ټکي یوازې د خپلو خاصو ګټو، هدفونو او دسیسو لپاره استفاده کوي

Add new comment