ملګرو ملتونو په پاکستان کښې په شیعه مسلمانانو حمله وغندله

د ملګرو ملتو د سازمان عمومي منشي د پاکستان په بلوچستان صوبه کښې په شیعه مسلمانانو باندې هغه حمله وغندله چې پاکستاني چارواکي وايي ۲۴تنه پکښې وژل شوي دي.
د فرانسې خبري آژانس د رپورټ له مخې د ملګرو ملتونو سرمنشي بان کي مون پرون په پاکستان کښې د تاوتریخوالو د زیاتیدو په هکله د خبرداري په ترڅ کښې همداشان په کراچۍ کښې د پاکستان په ترټولو ستر نړیوال هوايي ډګر باندې حمله وغندله چې تقریباً دیرش کسان پکښې وژل شوي دي.
د ملګرو ملتو سرمنشي د پاکستان له حکومته وغوښتل چې د دغو حملو په هکله د تحقیقاتو په ترڅ کښې له ترهګرۍ او تندلاریتوب سره مقابله وکړي.
د ویلو ده چې ځیني خبري سرچینو د پاکستان په بلوچستان صوبه کښې په شیعه زیارتوالو باندې د حملې د مړو شمیر دیرش تنه اعلان کړی دی.

Add new comment