د پاکستان خلکو د شیعه ؤ د وژلو په اعتراض کښې مظاهري وکړي
د پاکستان خلکو پرون د دغه هیواد په تفتان ښار کښې د ترهه ګرو لخوا د دیرشو زیارتوالو له شهیدولو وروسته، د دغه هیواد په کویټي، لاهور،ګلګت په څیر ښارونو کښې مظاهري وکړي چې تر ننه هم په ځینو برخو کښې رواني وي .
دغه مظاهرو کښې د ترهه ګرو پرضد شعارونه ورکول کیږي .
د پاکستان د وحدت مسلمین د ټولنې غړو هریو سید هاشم موسوي،علامه مقصود علی ډومکي او علامه تقوي په دغو لاریونونو کښې ویناوي وکړي او ويي ویل، نور د حکومت په ژمنو باور نه کوي او د پاکستان د شیعه ؤ د ځانونو د ساتلو او خوندیتوب لپاره به ډیر زر خپل پروګرامونه اعلانکړي .
د دغه خبر له مخې مظاهره کوونکو په کراچۍ کښې له بیګا پرلتۍ هم وهلي دي .
د دغه ترهه ګر برید مسؤلیت جیش الاسلام ترهه ګرې ډلګۍ په غاړه اخیستی دی .
Add new comment