دداعش ډلې د عراق نینوا ولایت ونیو، مالکي بیړنۍ حالت اعلان کړ
د عراق د پارلمان مشر د عراق او شام د اسلامي دولت په نوم د داعش ترهګرې ډلې د کسانو له خوا د نینوا ولایت د نیول کېدو خبر ورکړ.
بل خوا د عراق لومړي وزیر نوري مالکي په ټول هېواد کې بېړنۍ حالت اعلان کړ.
د کل العراق خبري آژانس د خبر له مخې د دغه هېواد د پارلمان مشر، اسامه النجیفي ن په یوه خبري غونډه کې اعلان کړی، چې د نینوا ولایت مرکز، موصل ښار په بشپړه توګه ددعش ډلې په ولکه کې ورغلی دی.
النجیفي همدارنګه ویلي چې د داعش کسان د صلاح الدین ولایت پر لور د حرکت په حال کې دي او ددې ولایت الشرقاط سیمه ددې ډلې د بریدله ګواښ سره مخ ده.
د عراق پارلمان له نوري مالکي څخه غوښتي چې په هېواد کې دې بېړنی حالت اعلان کړي، چې مالکي دغه غوښتنه منلې او په ټول عراق کې یې بېړنی حالت اعلان کړی دی.
نوري مالکي د عراق له ټولو ګاونډیو هېوادونو څخه په خپلو پولو کې د امنیتي تابیاوو د سختېدو غوښتنه کړې ده.
Add new comment