دسوريې دانتخاباتو په وړاندې د اروپايي اتحاديې انفعالي دريځ

دسوريې خارجه و زارت د ولسمشرۍ دانتخاباتو په وړاندې د اروپايي اتحادیې دريځ دنړیوالوقوانینو خلاف ورزي و بلله .
دسوريې خارجه وزارت په یوې بیانیې کښې وویل دسوريې دولسمشرۍ د انتخاباتو په وړاندې د اروپايي اتحادیې دريځ درایو په صندوقونو کښې د شتون له لارې دخپل هیواد د راتلونکي په انځورولو او دخپلو چارواکو په انتخابولو کښې د خلکو دحق نه احترام کولو او دجمهوریت د اصولو د ساده خلاف ورزۍ په معنا ده .
اروپايي اتحادیې په یوې بیانیې کښې په خپل ګمان په سوريې کښې د ولسمشرۍ انتخابات غیرقانوني بللي دي .
دسوريې دولسمشرۍ د انتخاباتو په وړاندې داروپايي اتحادیې دریځ دجمهوریت په وړاندې د دغه اتحادیې د دوه  (۲)ګوڼه کړچار نښه ده .
اروپاي اتحادیه په داسې حال کښې په سوريې کښې دولسمشرۍ انتخابات قانوني نه ګڼي چې په خپله  دسوريې دحکومت دمخالفانو له ملي شورا سره ملګرتیا کوي .
په خار ج کښې دسوريې د حکومت دمخالفانو ائتلاف ددغه هیواد دخلکو رایو ته له رجوع کولو پرته د سعودي عربستان او امریکا په ملاتړ سره موجودیت اعلان کړی دی .
اروپايي اتحادیه دغه راز له مختلفو اروپايي هیوادونو سوريې ته د ترهګرو داستولو په وړاندې دمنطقي دریځ له غوره کولو پر ته دولسمشرۍ  په انتخاباتو کښې د سوريې  دخلکو برخلیک ټاکونکی شتون مردود او غیر قانوني ګڼي .
اروپايي اتحادیه له امریکا سره غږمله په خپلو سیاستونو کښې د سوريې دولسمشر بشار اسد دمقابلې جبهې ګټو ته فکر کوي  .
دمختلفو اروپايي هیوادونو چارواکو  په ځلونو په خپل اعلان شوي سیاست کښې  له سیاسي لارې د سوريې دکړکیچ په حل ټینګار کړی دی خو اوس د ډیموکراسۍ  داصولو ترټولو مهمه برخه یعني په سوريې کښې انتخابات شوي دي هغه نه زغمي .
داروپايي اتحادیې دغه دریځ ثابتوي اروپايان د ډیموکراسۍ داصولو له کلمو استفاده یوازې  دخپلو ګټو په چوکاټ کښې په ښکلي ډول معرفي کوي .
دسوريې دانتخاباتو نتیجې ته داروپايي اتحادیې غبرګون یوځل بیا په نړیوالو اړیکو کښې دغه اصل ثابت کړ چې د سلطه غواړو قدرتونو لپاره هدف وسیله توجیوي .
ددغه ګټه غواړي اصل په چوکاټ کښې په سوریې کښې ډیموکراسي او انتخابات تر هغه ځایه د امریکا او اروپايي اتحاديې لپاره معنا لري چې نتیجه يې دهغوې دپروګرامونو عملي کیدل یعني د ولسمشر بشار اسد دقدرت پاې ته رسیدل وي .
د روان میلادي کال دجون په ۳ نیټه د سوريې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د خلکو پراخ ګډون او په ولسمشر بشار اسد دهغوې بیا اعتماد  له بشار اسد وروسته دسوريې دتجربې لپاره دعربي اولویدیځې جبهې په سیاست دبطلان کرښه وکاږله .

Add new comment