دافغانستان خوشي شویو طالب مشرانووویل دقطر موافقې ته ژمن دي
د افغانستان پینځو (۵)مهمو طالب مشرانو چې د امریکا دیوه عسکر باو برګډال په بدل کښې له ګوانتانامو زندان څخه خوشي شوي دي ژمنه وکړه چې د قطر او طالبانو ترمینځ دشوي موافقې درنښت به وکړي .
دافغانستان دطالبانو دغه مشران چې په قدرت کښې ددغه ډلې په وخت دهغوې مهم چارواکي وو دمي د میاشتې په ۳۱ نیټه خوشي شول او د امریکا دپوځي باو برګډال دخوشي کیدا په بدل کښې قطر ته یوړل شول .
دافغانستان دطالبانو ددغو پینځو مشرانو په خوشي کیدا د امریکا دځینو سیاستوالانو نیوکه وکړه .
دامریکا ځینو سیاستوالانو وویل چې دافغانستان دطالبانو دغه پینځه (۵)خوشي شوي مشران په خارج کښې امریکا ته ګواښ ورپیښولای شي او دغه راز دطالبانو ضد افغانانو غوصه راپارولی شي .
دافغانستان دطالبانو پینځو(۵) مهمو خوشي شویو مشرانو په یوې بیانیې کښې چې په جمعې ورځ یې په اینټرنیټ خپره کړه وویل دوې له قطر سره شوي موافقې ته ژمن پاتې شي .
قطر د افغانستان د طالبانو ددغو پینځو (۵) مشرانو دخوشي کولو لپاره مینځګړتوب کړی وو .
قطر ویلي دي چې دغه هیواد به دافغانستان دطالبانو په پینځو (۵) مشرانو تر یوه (۱) کال پورې خارج ته په تلو بندیز ولګوي .
Add new comment