اسلام وپیژنو

انسانانو  دتاریخ په اوږدوکی،له نړۍ او دهغی له  پیداکونکی څخه دلاښه  درک په منظور، دخپل استعداد او فکری توانایی په اندازه ؛ یوشمیر لاری  غوره کړی دی . فطرت ته مراجعه کول؛او له عقلی دلایلو او تفکر څخه استفاده کول، دخدای پیژندنی  له ډیرو مهمو لار څخه،شمیرل کیږی
دخدای پیژندنی ضرورت؛ دخلقت  په  نړۍ کی ګرځیدل،مطالعه کول،او دقرآن په تعبیر، په الهی آیتونوکی تفکر کول  دی .  ته به وایی چی، په ځمکه او آسمان،او دانسان په  وجودکی، دنړۍ هره ښکارنده؛ دآشنا مطلوب اومعبود،یوه نښه ده،او زړه دخلقت  دمرکز  خواته چی،تل او په ټولو ځایونوکی حضور لری، لارښوونه کوی .
حضرت علی ع  دنهج البلاغی په  ۹۱  خطبه کی، دخدای ځینی نښی او آثار داسی بیانوی :  دخلقت آثار او دهغه دحکمت نښی، دخدای  په نویو مخلوقاتوکی، معلومی دی . هغه څه چی یی پیداکړی دی،دهغه په شتون باندی، یو حجت او دلیل  دئ . که څه  هم په ظاهر کی،خاموشه مخلوقات دی، مګر د هغه  د پاک  ذات په  تدبیر باندی ،یوڅرګند دلیل دئ .
 دهستۍ اوپنځون په عالم کی تفکر کول، یوه عمومی لاره ده چی، دټولو عالمانو، پوهانو او عادی خلګو لپاره،خلاصه ده . هرڅوک  دخپل استعداد او لیدتوګی په اندازه،کولای شی  دخلقت  په ښکارندوکی، دپنځون  د سرچینی په شتون باندی،ټینګ دلیلونه  پیداکړی .
حضرت امام صادق ع، په یوه وینا کی فرمایی : دمصنوعاتو او پیداشوؤ څیزونو شتون، په دی باندی دلالت لری چی،یو جوړونکی اوپیداکونکی، هغه جوړ کړی دی .  مګر داسی  نه ده چی،هرکله یوه لوړه او ټینګه  ودانۍ  ووینی، یقین  کوی چی،یو بنّا یی لرلئ دئ؛که څه هم،تا هغه بنّا نه دئ لیدلئ، او دهغه دکار کتونکئ نه  وی  .   
  ددی نړۍ دحقایقو د درک کولو لپاره، هرڅومره چی، دتفکر لمنی ته پراختیا ورکړو،او په ښکارندوکی پلټنه او تحقیق وکړو، بیاهم؛دعالم دټولواسرارو دپوهیدلولپاره،ضروری وسایل اوامکانات په واک کی نه لرو . له  دی  نظره،دپنځون نړۍ؛په دؤو برخو ویشله کیږی : څرګند او پټ؛ یا غیب  او شهود . دایو نه انکار کیدونکئ حقیقت دئ چی،خلقت اوهستې،یواځی په حسی چارو  پوری چی، دتجربی علومو په حوزه کی دی؛ نه خلاصه کیږی، اویا په بله وینا، ډیر حقایق؛زموږ په  ظاهری حواسوسره، د درک وړ نه دی . دپنځون د اسرارو او رمزونو درک کول،نورو وسیلوته هم اړتیالری، اوپه عین حال کی،تریوحده پوری،زموږ داندیشی اوپوهی په توان پوری هم تړاو لری . بیله شکه،هرکله چی،تعقل او تفکر، دبشر دمحسوساتو اوتجربی مرستی ته  ودانګی، دزیاترو واقعیتونو پیژندل به،ممکن شی . دحضرت پیغمبر ص  داهلبیت ع په روایتونو کی،عقل په داسی نور باندی تشبیه شوئ دئ چی،متعال خدای ج،انسان ته ډالئ کړئ دئ  . عقل؛ دحق اوباطل،او خیر اوشر  په پیژندلو کی، دانسان سره مرسته کوی . حضرت علی ع په دی هکله فرمایی : دعقلونوپه وسیله، دخدای په شتون باندی عقیده پیداکیږی،اودخدای په وجودباندی په اقرار سره،ایمان بشپړکیږی .
 که دپنځون اوخلقت کتاب مطالعه کړو،وینوچی؛ ددغه پراخ عالم په پیداکیدوکی، متعالی عقل اوتدبیر، رول لرلئ دئ . داپخپله یوساده او روښانه دلیل دئ . ددغه برهان په اساس،هر هدفمن نظم، دیوهوښیار نظم ورکونکئ نښانه ده، په داسی حال کی چی دپنځون نړۍ، دنظم اوترتیب  دنښونښانوڅخه ډکه ده . موجود عالم پخپله، دخدای پیژندنی ډیر روښانه  دلیل دئ . قرآنکریم  په  زیاتو ټینګارونوسره، خلګ؛ دخلقت دکتاب مطالعه کولوته  رابللی دی . قرآنکریم په  دی باندی هم  بسنه  نه ده کړې، اودنړۍ دحیرانونکو ښکارندو،دیوشمیر مثالونو په بیانولو سره یی،دانسان لپاره  دمطالعی اوڅیړنی لاره، هواره کړې ده .
قرآنکریم،په دی دلیل انسان؛دخلقت په نړۍ کی تفکرکولوته  رابللئ دئ چی،هرڅوک کولای شی دخپلی پوهی او استعداد په اندازه، دنړۍ دنظم څرګندمثالونه  درک کړی . د عالم  په  هره ‌ ذره کی، هغه حیرانونکی نظم ته  په پام سره چی،ترسترګوکیږی؛هر انسان کولای  شی،دهغه آګاه نظم ورکونکی په شتون باندی پوه شی چی، دتدبیر او حکمت له مخی یی،هغی ته  نظم بښلئ دئ .
  دخلقت دنړۍ دقیق او پیچلی، رمزونه او نظامات؛ د ژور سمندر  دنه لیدو وړ غاړو په شان دی . بشر پخپل اوسنی علم اوپوهی سره، یواځی څوکوچنی ګامونه پورته کړی دی؛او هرڅومره چی، دعلم اوپوهی له مخی پرمختګ کوی؛ دخلقت د عظمت اوسترتوب په  همکله یی،حیرانتیا لا زیاتیږی،او دخپل علم په محدودیت باندی په لازیاته اندازه پوهیږی .  دفیزیک یو عالم وایی : هرڅومره چی می لا زیات تحصیل وکړ،او داټم څخه نیولی،ترکهکشانه؛او له میکروب څخه ترانسانه پوری می،په ټولو شیانوباندی نظر واچاوه،دیته متوجه شوم چی،زما دپوهی دزیاتیدو ترڅنګ، هره ورځ زما دناپوهیو اومجهولاتو لمنه، لا پراخه شوې ده .
داډول جملی چی، دپوهانو دویناؤو په منځ کی،په زیاته اندازه اوریدلی کیږی، ددی بیانونکی دی چی،انسان؛دعلم په  لوړی زینی باندی، له څو ګامونو څخه زیات، پورته نه دئ تللئ  . ځکه نو؛کله چی، دمشهور فیزیک پوه، انیشټاین، څخه غواړی چی، دخپلو مجهولاتو په پرتله، دخپلومعلوماتو اندازه بیان کړی؛ هغه په داسی حال کی چی، دخپل کتابتون دزینی ترڅنګ  دریدلئ ؤ، داسی وایی : ددغو دؤو نسبت؛ دآسمانونو دبی پایه فضا په وړاندی، ددغی زینی دنسبت  په شان دئ؛ او زه تراوسه پوری،دعلم په زینی باندی له څو ګامونو څخه زیات نه یم ختلئ . 
سره له  دی حاله؛ دخلقت  دسترتوب  په باره کی، دانسان د اوسنیومعلوماتو یواځی یوه برخه، دحکیم،دانا او توانا خالق  په  شتون باندی د پوهیدلولپاره کا فی ده ، او په  واضحه توګه  ثابتوی چی، یو داشان دقیق او پیچلئ نظم،په هیڅ وجه، د قدرت؛ حکمت او پوهی دیوستری سرچینی پرته؛ امکان نه  لری . اوس  ښه ده چی، په نړۍ کی، داستعمال شوی قدرت اوحکمت،یوڅومثالونو ته  نظر واچوؤ، او دپنځون دکتاب څو پاڼی واړوؤ . 
  له هر څه  وړاندی، ښه ده چی خپل استوګن ځای ( ځمکی ) ته  اشاره  وکړو . نن ورځ ، ټول پوهیږی چی،دغه ظاهراََ َ آرامه ځمکه،څو ډوله  حرکت لری . ځمکه؛ په  ډیر دقیق او سنجول شوی نظم سره، پخپل چاپیر باندی څرخی چی، ددغی څرخیدو له کبله، شپه او ورځ رامنځته کیږی . په همدی حال کی، دغه سیّاره؛دلمر په شاوخوا هم څرخی چی، دغه څرخیدا یوکال ځندیږی . ددغه حرکت اوڅرخیدو په نتیجه کی، مختلف موسمونه پیداکیږی چی، له یو او بل  پسی رارسیږی . ددغی خاورینی کرې  دپوستی ضخامت، داسی دئ چی، دځان او یا لمر په چاپیرحرکت اوڅرخیدو ته،کوم زیان نه رامنځته کوی . بل ټکئ داچی، که د ستورو اولمر  نور، په  هماغه لمړنیو وړانګو سره،ځمکی ته ورسیږی؛ دانسانانو او ژوندی موجوداتو ژوند، دوام  نه کوی . په همدی دلیل؛دنړۍ تنظیمونکئ، دځمکی دسطحی  ګرد چاپیر، د جوّ  په نامه، دهوا په یو پوښښ سره،ساتی؛او دلمر د ماورابنفش وړانګی کنټرولوی چی، دا پخپله؛ دځمکی دسطحی د تودوخی  داعتدال اونرمیدو سبب کیږی .  
  په شمسی نظام کی دځمکی موقعیت، دنور او تودوخی اندازه، داوبو او خاوری وضعیت،اوهمداراز دځمکی د شاوخوا په  فضاکی، دغازونو ترکیب او اندازه، داسی دقیق او مهندسی تنظیمه  شوې ده چی، په ځمکه یی د ژوندی موجوداتو لپاره، دژوندانه زمینه،برابره کړې ده  .که وغواړو چی،دځمکی دکرې یوی ګاونډی سیّاری ته سفر وکړو، امکان نه لری چی، دلازموامکاناتو اوتجهیزاتو پرته، یوه شیبه وکولای شو؛ هلته ژوند وکړو .  دمثال په توګه،عطارد؛لمر ته  ډیره نږدې سیّاره ده، له دې رویه؛ دهغی تودوخه، په  ورځ کی،دسانتی ګِرد  ۴۰۰  درجی ته  رسیږی . دشپی له خوا؛ تودوخه یی کمیږی،اوممکنه ده د سانتی ګرد تر  ۲۰۰  درجو پوری ټیټه شی .عطارد جوّ او فضا نه لری، او نه شی کولای تودوخه  وساتی . له دی رویه  دهغه دشپی او ورځی دتودوخی درجه،زیات توپیر سره  لری . دځان په چاپیر دعطارد څرخیدل  ۵۹  ورځی،او دلمر په چاپیر ۸۸  ورځی اوږدیږی . د دغی سیّاری سطح، دسترو اوکوچنیو سوریو اوکَندوڅخه، ډکه  ده چی،د شهاب سنګونو او ډبرو دبمباریو له کبله، رامنځته شوی دی .
په ځمکه کی،استوګن انسانان باید وپوهیږی چی، که ځمکه دشهابی ډبرو دبمباریوله کبله  له  منځه نه ده تللې؛ که دنه  زغمیدونکو تودوخو او سړوبو څخه په امن کی پاتی شوې ده؛اوکه  د زرهاؤو او میلیونونو خطرونو څخه بج شوې ده، یواځی او یواځی، په  دی خاطر ده چی، دعالم تنظیمونکی  اراده کړې ده چی، ځمکه دانسان او نورو ژوندی  موجوداتو،د ژوندانه  زانګو وټاکی .  هره ورځ، د دوړو او  خاورو ذرّی،او په  زرګونه شهاب سنګونه،او آسمانی جِرمونه،په ډیر زیات سرعت سره، دځمکی خواته راځی، مګر سبحان خدای؛یعنی هماغه دخلقت دانا او مدبر خالق، اټمسفیر، دځمکی په شاوخوا، دساتندوی سپر په توګه،ټاکلئ دئ،ترڅو ځمکه او دهغی ساتونکی، دآسمانی جرمونو،او دلمر د زیانمنو وړانګو،او د هر ډول نورو خطرونو په  وړاندی، په امان کی وساتی ،داشان چی، د ځمکی له سطحی څخه، داټمسفیر ساتنی، تراوسه پوری  نه  دی پری  ایښی چی،ځمکه دعطارد  په شان شی، او سطح یی له کنډوالو اوسوریو څخه، ډکه شی .

Add new comment