دلویدیځو هیوادونو رسنۍ دایران له دروغو ډک انځور وړاندې کوي

دلاتیني امریکا د پارلمانونو یوشمیر استازیو ټینګار وکړ دلویدیځو هیوادونو رسنۍ د ایران ناسم انځور وړاندې کوي او په ایران کښې حقیقتونه د لویدیځو هیوادونو له منفي تبلیغاتو او پروپاګنډو  سره کاملا توپیر لري .
ایرنا خبري اژانس وايي د لاتیني امریکا د پارلمانونو یو شمیر استازیو چې د حضرت امام خمیني ره د رحلت دکلیزې په دستورو کښې دګډون لپاره تهران ته راغلي دي پرون دقم سپیڅلي ښار ته په سفر سره په وینا کښې د ایران دملت  او دلاتیني امریکا د هیوادونود خلکو ترمینځ د اتحاد او پیوستون پرضرورت ټینګار وکړ او د اسلامي ایران حقایق یې د لویدیځو رسنیو له دروغو ډیر وراخوا وبلل .
دکیوبا دپارلمان یوه استازي د  ایران داسلامي جمهوریت پرضد د لویدیځو رسنیو دروغ ویلواو تحریفاتو ته په اشارې سره وویل دحقایقو په لیدو او دایران له سیاسي او مذهبي شخصیتونو سره په خبرو سره مو له دغه هیواد سره د ډیر ارتباط دټینګولولپاره زیاته انګیزه پیدا کړي ده .
دنیکارګوا دپارلمان  دمشر مرستیال هم وویل دایران اسلامي انقلاب او د نیکاراګوا انقلاب تقریبا په یو وخت رامینځته شول او دواړه هیوادونه له انقلابونو سمدستي وروسته ددښمانانو له یرغل سره مخ شول او له دې کبله ایران او نیکاراګوا له مستکبرانو او امپریالیزم څخه تاوان لیدلی .

Add new comment