دپاکستان دطالبانو ډلې دځان وژونکو حملو پلانونکی وژل شوی
دپاکستان دطالبانو ډلې دځان وژونکو حملو پلانونکی عاشق الله محسود چې په دغه ډلې کښې یو مهم قوماندان وویل وړمه ورځ دشمالي وزیرستان په ارموز کلي کښې د و سله والو کسانو لخوا چې په ګاډي کښې سپاره وو ووژل شو.
تراوسه کومې ډلې د طالبانو ددغه مهم قوماندان د وژلو ذمه واري پرغاړه نه ده اخیستي .
عاشق الله محسود د قاري حسین چې د طالبانو ډلې د چاودیدونکو موادو او دځان وژونکو حملو پلانونکی وو ځای ناستی ګڼل کیده .
دطالبانو ډلې قاري حسین به ماشومان دځان وژنکو حملو لپاره استعمالول .
دپاکستان دطالبانو ډلې دځان وژونکو حملو پلانونکی عاشق الله محسود له دې وروسته وژل کیږي چې په دغه ډلې کښې ترټولو سترې محسود ډلې تیره اونۍ د نظریاتي اختلافاتو په دلیل له طالبانوډلې څخه جلا کیدا اعلان کړل .
دپاکستان په طالبانو ډلې کښې له تیرو څو میاشتو راهسې داخلي جنګونه پیل شوي اوڅو ورځې مخکې محسود ډلې له طالبانو څخه جلا کیدل اعلان کړل .
دپاکستان دطالبان محسود ډلې وویل چې دوې ددغه ډلې مشرانو په قانع کولو کښې له ناکامۍ وروسته له طالبانو جلا شوي ځکه چې طالبان غیر اسلامي کارونه لکه په عمومي ځایونو حملې کوي ، له خلکو په زره پیسې اخلي او خلک تښتوي ..
دتیر میلادي کال په نوامبر میاشت کښې دامریکا په حملې کښې دحکیم الله محسود له وژل کیدا وروسته په دغه ډلې کښې اختلافات بیخي زیات شوي او دمهمو قوماندانو ترمینځ دقدرت جنګ شروع شوی او تراوسه دطالبانو ترمینځ په داخلي جنګونو کښې په لسګونو کسان وژل شوي .
د پاکستان دطالبانو د جلاشوي محسود ډلې ویندوی اعظم طارق وویل دطالبانو مشرۍ دیو شمیر دسیسه کونکو لاس ته ورغلي ده کوم چې په غلاګانو او له خلکو په زوره دپیسو د اخیستلو په شان جرمونو کښې لاس لري .
Add new comment