ایم ایس څه ډول ناروغي ده

ایم ایس یوه خطرناکه او ډاروونکې ناروغي ده چې دmultiple sclerosis یا د بیلابیلو ځایونو د وچیدو یا سختیدو معنی ورکوي او له همدې لفظ اخیستل شوې ده.
دا ناروغي عصبي ناروغي ګڼل کیږي چې تر ډيره په بالغو خکو کې را منځته کیږي او تر ټولو ډير له ۲۰ کلونو تر ۴۰ کلونو خلک پرې اخته کیږي .
په ښځو کې د نرانو په پرتله کابو دوه برابره ډيره لیل کیږي .په اروپا او امریکا کې له هرو زرو تنو یو پرې اخته کیږي خو دا کچه په آسیا کې کمه ده .
 په ایران کې په تخمیني ډول ۵۰ زره کسان دا ناروغي لري
 د دې لپاره چې په ناروغۍ ښه پوه شو باید عصبي سیستم هم لږ تشریح کړو .
د انسان عصبي سیستم له مغز یعنې د سر په کوپړۍ کې مغز او نخاع یا د ملا په تیر کې مغز څخه جوړ شوئ چې دې ته عصبي مرکزي سیستم ویل کیږي چې له هغو ټول بدن ته عصبي ریښې غځيدلې او دې ته بیا محیطي عصبي سیستم ویل کیږي  .
دغه عصبي ریښې چې له بدن د اعصابو مرکزي سیستم او له هغه ځایه د بدن ټولو برخو ته عصبي سیالې یا معلومات وړاندې کوي او حسیت را منځته کوي د میلین myelin په نوم یو پوښ لري چې د یوې عایق مادې په توګه عمل کوي او ډير زر عصبي سیالې له مغز بدن او برعکس استوي .
ښه د ایم ایس ناروغۍ په وخت کې څه کیږي ؟
همدغه د عصبي ریښو پوښ یا میلن متضرر کیږي او د عصبي سیالو انتقال یا کمیږي او کله کله خو بیخي له منځه ځي .
دا ضرر میندنه له دوو لارو کیږي  یا ا چې د میلن په برخه کې یو پړسوب یا التهاب را منځته شي او یا دا چې په خپله د میلین برخه له منځه لاړه شي
چې په دواړو حالاتو کې د عصبي سیالې په انتقال کې ستوځنې پيښیږي او یا هم له منځه ځي .
د ناروغۍ لامل :
دا ناروغي هم سرطان ته ورته ده په دې معنی چې دا التهاب را منځته کیدنه کوم بهرنئ عامل نه لري بلکې منشآء ېې داخلي ده  .
په ډيرو ناروغیو کې التهاب له دې امله را منځته کیږي چې یو بهرنئ عامل لکه میکروب یا وایروس یا هم بل هر بیروني شئ بدن ته ننوزي او بدن د هغه په وړاندې عکس العمل وښيي خو دا ناروغي داسې نه ده بلکې بدن په خپله د بدن په وړاندې عکس العمل ښيي چې دا تر ټولو خطرناک ډول دئ .
بدن هم د یوه هیواد حیثیت لري په یوه هیواد کې هم بهرنئ دوښمن دومره خطرناک نه ګڼل کیږي خو داخلي لاس پوڅي چې د هیواد دننه خپل هیواد ته ضرر رسوي تر ټولو خطرناک دي .
البته د بدن په وړاندې د بدن جګړه یو لامل نه لري بلکې د ډيرو لاملونو احتمال شته د مثال په ډول ارثي عوامل ، هغه کسان چې په خپله کورنۍ کې د ایم ایس د ناروغۍ تاریخچه لري تر نورو ډير په دې ناروغۍ د اخته کیدو چانس لري .
نا پيژندل شوي محیطي عوامل د مثال په ډول موږ وایو د مرۍ د سرطان یو مهم لامل هم د سره چای یا نورو ګرمو خوړو د ډير وخت لپاره خوړل یا هم په دوامدار ډول ستوني ته د معد ي د تیزابو را پورته کیدل دي ،ایم ایس هم دې ته ورته په لسګونو محیطي عوامل لري چې هیڅ یو ېې هم په دقیق ډول نه دئ ثابت شوئ اویواځې تقریبي ګڼل کیږي .
د ناروغۍ علایم :
د ناروغۍ لومړنۍ نښې :
د ناروغ لومړنئ شکایت موضعي کمزوري یعنې د بدن د یوې ځانګړې برخې بې حسي،کرختي ،میږي میږي کیدل د یوه اندام د تعادل یا حرکت کموالئ  په ناڅاپي ډول د یوې سترګې د دید کموالئ یا د مثانې په عمل کې اختلال  چې دا لومړنئ نښې دي او له منځه ځي .
د ناروغۍ وروستۍ نښې :
ښايي له لومړنیو نښو اوونۍ ،میاشتې او حتې کلونه وروسته دوهمه حمله وشي او د ناروغۍ نوې نښې څرګندې شي چې دا هم په حسیت کې اختلال په لارې تلو کې اختلال په لاندنیو اندامونو کې کمزوري د مثال په ډول په خپل سر د ادرار کیدل ، په لیدلو کې ستونځې او داسې نور .
ډاکترانو داعوارض طبقه بندي کړي هم دي یعنې په ۳۷ سلنه ناروغانو کې په حسیت کې اختلال په ۳۵ سلنه کې په لارو تلو کې اختلال او تر ۱۷ سلنه په کمو کې د لاندنیو اندامونو سترګو او برنیو اندامونو اختلال ښودل شوئ دئ
د ایم ایس د ناروغې طبقه بندي .
د دې ناروغۍ بیلابیل ډولونه شته د مثال په ډول ۱
:وقفه ايي په دې ډول کې له یوې حملې تر بلې حملې د نارغۍ په سختیدو کې توپير نه راځي ،
۲:پرمختګ والا یعنې دوهمه حمله له لومړنۍ پرمختللې او سخته وي
۳:دوهم ځلي پرمختګ کوونکې یعنې په سر کې د دوو حملو تر منځ د ناروغۍ د سختوالي له مخې توپير نه وي خو ورو ورو بیا دا توپير را منځته کیږوي او ناروغي سخت حالت غوره کوي .
دې ته ورته نور دولونه هم شته په لږ یا ډير توپير سره
خو له دې سره سره موږ په یوه فرد کې د ناروغۍ د پرمختګ په اړه سم قضاوت نه شو کولای ځکه د ناروغۍ سختوالئ تر ډیره په میلین ساحه کې له التهاب سره تړلئ نو کله چې التهاب یا پړسوب کمیږي د ناروغۍ نښې هم ورسره کمیږي او له دې امله چې عصبي ریښې د بدن په بیلابیلو برخو کې زیانمنیږي نو له همدې امله د ناروغۍ نښې هم د بدن په بیلابیلو برخو کې توپير کولای شي .
ناروغ کیدای شي په یوه وخت له پورتینو نښو سر بیره چې وړاندې مو یادې کړي ځني نور مشکلات لکه د ژبې دروندوالئ د تعادل له منځه تلل په فکر کولو کې ستونځې او حتې په مزاج کې بدلون ولري .
د ناروغۍ تشخیص :
 که څه هم پورتنۍ نښې نښاني کولای شي یو ډاکتر د ایم ایس تشخیص ته ورسوي خو د تشخیص د یقیني کیدو لپاره د نخاع ایم آر آي ضرور دئ تر څو د عصبي سپينې مادې خپریدل او ضایع کیدل تشخیص او له اکتسابي او مادر زادي ضایعاتو ېې تويپر وشي .
د ناروغۍ درملنه :
ایم ایس یوه مزمنه ناروغي ده چې په بشپړ ډول تر اوسه درملنه نه لري خو دا په دې معنی هم نه ده چې موږ د ایم ایس ناروغان په خپل حال پريږدو او له درملنې ېې لاس واخلو .
ډاکتران دې ناروغانو ته کورتیکو ستروئید درمل ورکوي لکه ډيکسامیتازون او بیتامیتازون او هایدرو کورتیزون ، پریډنوزولون او داسې نور خو دا درمل یواځې کولای شي د ناروغۍ د پرمختګ کچه را کمه کړي او حرکتي علایم یو څه ښه کړي .
دانټرفیرون د کورنۍ درمل .
دا درمل چې له خالصو او طبعي پروتینو جوړیږي په دری ډوله دي الفا بتا او ګاما.
دا ثابته شوې چې بیتا انټرفیرون د ناروغۍ پرمختګ تر ۳۰ سلنې کموي او د ناروغۍ د دوهمې حملې احتمال هم تر ۳۰ سلنې کموي .
دا درمل زرقي دي چې متخصص ډاکتران ېې د ناروغۍ ډول ته په پام سره په اوونۍ کې یو دوه یادری ځلې او یا هم په څو اوونیو کې یو ځل ورکوي . خو باید ووایو چې دا درمل ډير قیمته دي او د افغانستان غوندې په غریب او بې چاره ملک کې چې عام وکړي ېې ډير اقتصادي توان نه لري د دې درملنې دوام ورته سخت دئ .
همدازار د دې نارغۍ د درملنې لپاره نور درمل هم شته د مثال په ډول وریدي ایمونو ګلوبولینونه او او ګلاتیرا میرا ستات چې ټول ېې نسبي ښه والئ را منځته کوي او په بشپړ ډول د ناروغۍ د له منځه تلو لامل نه ګرځي  .

Add new comment