د خداے د ګران رسول (ص) قدرمن نمسے حضرت علي بن الحسېن زېن ا لعابدين (ع) په مدينه منوره کښې دنيا ته تشريف راوړۀ
د 38 هجري قمري کال د شعبان يا شوقدر د مياشتې په پنځمه نېټه د خداے د ګران رسول (ص) قدرمن نمسے حضرت علي بن الحسېن زېن ا لعابدين (ع) په مدينه منوره کښې دنيا ته تشريف راوړۀ. هغه حضرت د خداے پاک په مهربانۍ او د خپل پلار او د خداے دګران رسول (ص) د قدرمن نمسي حضرت امام حسېن (ع) په خدمت کښې د شتون په دليل د معنويت او اخلاقو په ډېرو ښکليو جلوو سينګار شو او له الهي علم او معرفت څخه برخور شو. امام زېن العابدين (ع) په علم، رازو نياز، عاجزۍ او صبر کښې د خپلې زمانې د خلقو مخکښ ګڼل کېدۀ. هغۀ به په عبادت او شب بېدارۍ کښې زيات کوشش کوۀ او د زياتو اوږدو سجدو کولو په وجه يې د سجاد يعنې زياتې سجدې کوونکي لقب حاصل کړ. د عاشورا په واقعه کښې چې پکې يې خوږ پلار امام حسېن (ع) او د خداے د ګران رسول (ص) نور زيات نمسا نمسي شهيدان شول حضرت امام زېن العابدين (ع) د سختې بيمارۍ له کبله په جهاد کښې ګډون ونۀ کړے شو او د خپلو عزيزانو د شهادت او د پېغمبراکرم (ص) د کورنۍ د بې حرمتۍ کتونکے ؤ.
حضرت امام سجاد (ع) د کربلا له حماسې نه وروسته له خپلې ترور حضرت زېنب (س) سره يو ځاے د بني اميه د ظالمانه اعمالو په ډاګه کولو او د رسالت د خاندان په معرفي کولو لاس پورې کړ. هغه حضرت له هغه وخت نه د خپل له برکت نه ډک عمر تر آخره يعنې تر 94 هجري قمري کاله پورې د مسلمانانوامامت او مشري په غاړه لرله. د امام زېن العابدين (ع) يو ارزښتناک يادګار هغه ښکلې دعاګانې دي چې هغه حضرت د نفس د اصلاح، له خداے پاک سره د بنده د رابطې، آخرت ته د پاملرنې او د اجتماعي او سياسي مسائلو په اړه بيان کړې دي او د صحيفه سجاديه په نامه يوې ټولګه کښې راغونډې کړې شوې دي.
د حضرت امام سجاد (ع) د نېکمرغه ميلاد د کليزې په مناسبت د مبارکۍ په ويلو سره له هغه قدرمن امام څخه يوه حکيمانه وېنا نقلوو چې فرمائي: ((له هغې غصې څخه چې انسان يې وڅښي زيات خوږ او خوندور څيز نشته.))
Add new comment