له طالبانو سره له خبرو د امریکا هدف د افغانستان د جنګ د دوام لپاره د دغې ډلې باور جلبول دی
د امریکا پوځ غواړی د افغانستان د ماموریت له ختمیدا وروسته په دغه هیواد کې د ترهه ګرۍ ضد کابو دوه زره عسکر وساتی . امریکای مقامات باوری دی چې د ناتو غړی هیوادونه هم په دغه ماموریت کې ونډه ولرلې شی . دا په داسې حال کې دی چې د امریکا ولسمشر باراک اوباما څه موده مخکې اعلان وکړ چې امریکا له ۲۰۱۴ میلادی کاله وروسته په افغانستان کې ۹۸۰۰ عسکر د افغان ځواکونو د روزلو لپاره پریږدی چې نیم به یې د ۲۰۱۵ م کال تر پاې او پاتې عسکر به هم د ۲۰۱۶ کال تر پاې له افغانستانه ووځی .
په افغانستان کې د ناتو امریکای قوماندان جنرال جوزف ډینفورډ پرون په بروکسل کې وویل ناتو به له ۲۰۱۴ میلادی کاله وروسته په افغانستان کې ۱۲ زره عسکر وساتی چې اته زره به یې امریکای وی . د دینفورډ په وینا د اتو زرو امریکای عسکرو تر څنګ به کابو اتلس سوه عسکر له ترهه ګرۍ سره د مبارزې ضد ځواکونه وی .
دغه وضعیت او د امریکایانو د دریځونو بدلون ته په پام سره ځینې افغانان په دې باور دی چې امریکا لالهنده شوی ده او غواړی چې په هر ډول چې وی ځان له افغان مسلې خلاص کړی . د افغانستان د مسلو کارپیژاندی ښاغلی وحید مژده چې طالبانو ته هم ګروهنه لر ی ، تهران راډیو ته وویل امریکا ماته خوړلی ده او غواړی چې وتښتی خو هڅه به وکړی چې له افغانستانه په دې ډول ووځی چې ماته یې ونه بلل شی . دغه افغان کارپیژاندی د امریکا او طالبانو وروستی معاملې یعنی د بندیانو تبادلې ته په اشارې سره زیاته کړه له هغه وخته چې څو کاله مخکې په جرمنی کې د امریکا او طالبانو د خبرو اترو دروازه پرانستل شوه ، د طالبانو دریځ دا وو چې امریکایان دې له افغانستانه په بشپړه ووځی چې بلاخره د امریکا په کانګرس کې د ۵ طالب بندیانو په اړه له سختو ملاحظاتو سره سره دا کار وشو او دا ښی چې امریکا د طالبانو په وړاندې له ډیرو څیزونو تیریږی او د دواړو لورو خبرې اترې هماغه راز دوام لر ی ، پر دې اساس د ښاغلی مژده په وینا امریکا هڅه کوی په افغانستان کې له طالبانو سره د سولې دروازه پرانیزی چې طالبان له جنګه لاس واخلی او په دې ډول وکولې شی ووای چې امریکا د افغان جنګ په ختمولو او د دغه هیواد د وضعیت په ښه کولو سره له افغانستانه ووځی .
خو د افغانستان د سټراټیجیکو مطالعاتو د مرکز مشر ښاغلی غلام جیلانی ځواک د ښاغلی وحید مژده په اپوټه نظر لری او تهران راډیو په خپل نظر کې وای چې امریکا په افغانستان کې په میلیاردډونو ډالره لګښت او په زرګونو عسکر له لاسه ورکړی دی او دا د دې لپاره نه وو چې اوس په ډیره اسانه له افغانستانه ووځی . هغه په افغانستان کې د امریکا ستراتیژیکو هدفونو ته په اشارې سره زیاته کړه واشنګټن د روسیې د کلابندۍ لپاره په مینځنی اسیا او قفقاز کې پوځی شتون او حتی د چین د کنټرولولو په لړ کې په سنکیانګ کې د شتون نیت لر ی . ښاغلی ځواک اعتراف وکړ سمه ده چې امریکا په افغانستان کې له مشکلاتو سره مخامخ ده ، د اوکراین ستونزه هم ورزیاته شوه ، په سوریه کې یې ماته وخوړه خو دا په دې معنا نده چې له افغانستانه ووځی . هغه د امریکا او طالبانو ترمینځ د بندیانو د تبادلې په اړه زیاته کړه امریکا په حقیقت کې غواړی چې د طالبانو له لارې د افغانستان جنګ کنټرول کړی او غواړی چې د طالبانو باور ترلاسه کړی خو طالبان قدرت ته نه ستنوی بلکې د امریکا اصلی هدف دا دې د ولسمشرۍ د انتخاباتو په ترسره کولو سره په کابل کژ یو کمزورې حکومت راولی ، په کابل او سترو ښارونو کې حکومت او په وړکوټو ښارونو او کلیو کې د طالبانو لاسونه خلاص پریږدی او په افغانستان کې به یو بشپړه افغانی او کنټرول شوې جنګ دوام ولر ی . ښاغلی ځواک زیاته کړه پر طالبانو سربیره د افغانستان په ختیځ کې هم د امریکا او پاکستان په غوملتیا سره نورې ډلې جوړې شوی دی چې د طالبانو پر ضد هم عملیات ترسره کوی چې د دغه ډلو د جوړولو هدف د روسیې او چین د حیات خلوت ناامنه کول دی او امریکا په همدې خاطر د افغانستان په ختیځو سیمو د پاکستان په توغندوی حملو غلی ده ، په داسې حال کې چې د کابل او واشنګټن ترمینځ د سټراتیجیک تړون په اساس امریکا باید له افغانستانه دفاع وکړی .
Add new comment