د ایران اسلامي جمهوریت نن سبا د سیمې په سیاستونو لومړۍ خبره کوي
د اسلامي انقلاب ستر لارښود د حضرت امام خمیني (رح) د رحلت د کلیزې په دستورو کښې وفرمایل، د ایران اسلامي جمهوریت نن سبا د سیمې په سیاستونو لومړۍ خبره کوي ،د عالم د زورویونکو له ملاتړه برخور غاصب رژیم په وړاندې په یوازې ځان ودریږي ،له ظلم سره معامله نه کوي او له مظلوم څخه هم دفاع کوي .
د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه ای نن د حضرت امام خمیني (رح) د رحلت د کلیزې په دستورو کښې،چې د ارواښاد امام په سپیڅلي حرم کښې د ایران د ملت د بیلا بیلو پرګنو د اسلامي نظام د مسؤلانواو چارواکو او بهرنیو میلمنو په شتون سره وشوي وفرمایل ، د امام خمینی په مکتب کښې هغه قدرت د منلو نه دی،چې په زور او درغلۍ سره واکمن شوی وي ،خو د خلکو له انتخابه ترلاسه شوی اقتدار معنا لري ،د مشروع او روا قدرت په وړاندې هم باید څوک ونه دریږي ،که داسي یې وکړل نو نوم يې فتنه دی .
هغوۍ وفرمایل د ایران اسلامي جمهوریت د بندیزونو له سختیدو سره سره محافظه کاري ونکړه او لویدیځ ته يې کلنګ ورنکړ ،اروپایان په یوه ستره تیروتنه کښې دي ،چې ځان يې د آمریکا په خدمت کښې رواستی دی .
د رهبرۍ ستر مقام د ایران د ملت او نظام پرضد د آمریکا د هڅو یادونه وکړه او ډاګینه يې کړه امریکا زمونږ د اسلامي نظام پرضد ټولې لاري کارولي دي خو په الهي لورینې سره يې په ټولوکښې ماتې خوړلي ده .
هغوۍ وفرمایل نن سبا پوځي حمله د آمریکایانو له نظره لومړیتوب نه دی،هغوۍ پوهه شوي دي،چې تیری په هماغه اندازه چې د تر حملې لاندې د راغلي هیواد لپاره خطرناک دی ،کله ناکله په هماغه اندازه هم او حتی زیات د یرغلګر هیواد لپاره خطرناک دي .
حضرت آیت الله خامنه ای زیاته کړه نن سبا په ځینو ځایوو کښط تکفیری ډلي د اسلام ،شیعه او تشیع پرضد هڅې کوي ،خو دوۍ اصلي دښمانان نه دي، اصلي دښمنان هغه څوک دي، چې دوي ته پیسي ورکوي، هغوۍ لمسوي او کله چې یې انګیزه کمزوري شوه نو په بیلا بیلو وسیلو ورته انګیزه ورکړي او د ایران د خلکو او دغو نادانو ډلو تر مینځ د درز تخم کري، او هغه سلفي او تکفیري ډلي غولیدلي ديې د اسلام په نامه له اسلامي جمهوري نظام سره مقابله کوي
په ننیو دستورو کښې د ارواښاد امام لمسي حجت الاسلام والمسلمین سید حسن خمیني هم وینا وکړه او ويي ویل محرومیت ختمونه د ایران د اسلامي جمهوریت د بنسټګر یو لوړ هدف ؤ .
سید حسن خمیني زیاته کړه، د حضرت امام خمینی او انقلاب یوه ستره ځانګړنه ،چې د سږ کال له نوم سره متناسبه ده ، په لومړي ګام کښې په اسلامي جمهوریت کښې ،بیا په مسلمانانو او ورپسي د نړۍ په هره سیمه کښې د محرومیت ختمونه وه .
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر ډاکټر حسن روحاني هم بیګا د حضرت امام خمینی (رح) په سپيڅلي حرم کښې په یوه وینا کښې وویل ،امام هیڅکله خپلو هدفونو ته د رسیدو په لاره کښې ونه دریده ، که هغه وخت په بند کښې ؤ،که په ترکیه کښې جلا وطن او که په عراق او یا هم د لنډې مودې لپاره په فرانسه کښې ؤ .
داسلامی ایران پخپلې وینا کې وویل نن سبا تاسو ټول وینئ هغه کسان چې په نړۍ کې دتمدن چغې وهي او په ظاهره وائی مونږ له ترهه ګرۍ سره مخالف یو، مونږ ګورو چې په سورئې ، لبنان ، افغانستان او نورو هیوادونو کې دترهه ګرو هم وسله وال او او هم مالي ملاتړونه او هم ئې په نړیوالو اورګانونو کې بشپړ ملاتړ کوي . هغه روښانه کړه اسلامی ایران په سیمې او درستې نړۍ کې له ترهه ګرۍ سره هم په خولې مبارزه کوي و او هم په عمل کې له هغو کسانو سره چې نن سبا په سیمې کې له ترهه ګرۍ و افراط پالنې سره مبارزه کوي ملاتړ ئې کوي.
هغه وویل حضرت امام خمینی (رح) تل د اسلامي معیارونو او اسلامي قوانینو پر اساس د خلکو په مرسته دغه لاره ووهله څو اسلامي انقلاب بریالي توب ته ورسیږي.
ښاغلي روحاني وویل وویل په هغه وخت کښې چې ختیځ او لودیخځ فکر کاوه ددیني حکومت په پړاؤ ئې ابدي کرښه راکښلې ده ، ارواښاد امام دیوه هوښیار انسان ،دیوه سیاستوال ، دیوه عارف ، دیوه روښانه ضمیر لرونکې عالم او لوي فقیه په توګه وتوانیده د دین له مرکز او ددغه ټاټوبی دعامو خلکو په ملاتړ سره داسلامی غورځنګ بیرغ ورپوي.
ډاکټر روحاني ټینګار وکړ حضرت امام خمیني هغه میړنی کس ؤ چې داستبداد او استعمار په وړاندې ئې تسلیم نه شو او په الله تعالی په تکیې سره او د محمدي اصیل اسلام په لاره کې ئې اسلامی غورځنګ دهدایت په لارې کې تر بریالیتوب پورې ورساوه .
د ایران د نظام د مصلحت پيژندونکې ټولنې مشز ښاغلي هاشمي رفسنجاني هم په دغه نړیوال کنفرانس کښې چې امام خمینی(رح) د وحدت او اعتدال جارچي نومیده وویل حضرت امام خمینی (رح) یوه پیړه د ایران په تاریخ کښې په چټکۍ سره روان ؤ، وده وکړه او وځلیده .
هغوۍ وویل هغوۍ ذاتی او باطني شخصیت درلوده چې یوه الهي لورینه وه چې له هغو ځانګړې ذهن او فکر ته اشاره کولاي شو .
همداراز په تهران کې دحضرت امام خمیني په یاد اودرنښت کې د امام خمیني (رح)دوحدت او اعتدال جارچي په نامه نړیوال کنفرانس هم جوړ شو ، چې په دغه کنفرانس کې داسلامی ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف وویل ارواښاد امام نوي خبره سسټماټیک کړه چې نن سبا دقدرت اساس اسلامی جمهوری او اسلامی نړۍ ده ، نن سبا هیڅوک پوځي قدرت دقدرت یوزیني اساس په توګه نه یادوي بلکې دسیاسی ،اقتصادي او کلتوری قدرتونو پشمول له ټولو قدرتونوڅخه انګیزه اي او یا معنائي خبرې کوي ، معنائي قدرت دادی چې داسلامی ایران په شان هیوادونوته ئې دمقاومت توان ورکړی دی چې اساس ئې په ځان باور درلودل دي .
د ایران د ډیپلوماسئ د ادارې مشر زیاته کړه، هغه خبرې اترې چې حضرت امام خمینی (رح) د ایران اسلامي جمهوریت او اسلامي نړۍ ته ډالۍ کړي ،په ځان د باور خبرې وي ،په ځان باور په هغه پړاؤ کښې چې ټول د قدرتونو په بند کښې ؤ او خپل قدرت یې د دوو سترو نړیوالو قدرتونو تر مینځ په تعامل کښې لیده .
Add new comment