د حضرت امام خمیني(رح) د رحلت کلیزه

دامام خمیني ره د رحلت کلیزه دایران داسلامي انقلاب په تاریخ کښې دیوې بلې مهم پیښې له کلیزې سره سره سمون خوري چې یوه ورځ وروسته شوي ده .
دجون دمیاشتې پینځمه نیټه په ایران کښې دخونړي پاڅون کلیزه ده .
داسی پاڅون چې په ایران کښې دمحمد رضا پهلوي دشاهنشاهي ظالم نظام پرضد دایران دخلکو په حرکت کښې دبدلون پیچومي دی .
د ۱۹۶۳ میلادي کال دجون په پینځمه نیټه دمحمد رضا پهلوي ځواکونو په زرګونو کسان چې دامام خمیني ره په نیولو یې اعتراض کاوه په و ینو کښې لیت پیت کړل .
دمحمد رضا پهلوي امنیتي او پولیسو ادارو دامام خمیني ره له نیولو څو میاشتې وړاندې دباچا دحکومت په اقداماتو او سیاستونو داعتراض کونکو دسخت ځپلو زمینه برابره کړي وه .
د۱۹۶۳ میلادي کال په مارچ میاشت کښې دمحمد رضا پهلوي امنیتي ځواکونو دفیضیه په نوم په قم کښې دطلباو په مدرسې حمله وکړه .
ددغه حملې په بهیر کښې دفیضیه مدرسې په لسګونو طلبا دباچا رژیم دځواکونو دډزو یا له بامونو او دودانیو له کړکیو دغورځولو له کبله مړه او یا ژوبل شول .
دایران باچا په دغو اقداماتو سره غوښتل دعلمیه مدرسو په طلباو کښې ویره او ډار رامینځته کړي چې هغوې په محرم میاشت او دامام حسین علیه السلام دویر په مناسبت په جوماتونو کښې په ویناو کښې دباچا رژیم دجنایتونو پرضد څه خبره ونکړي .
د۱۹۶۳میلادي کال دجون دمیاشتې پینځمه نیټه دمحرم له ورځو او دنړۍ دپتیالیو او دشیعه مسلمانانو دستر پیشوار او مقتدا حضرت امام حسین علیه ا لسلام دپاڅون له کلیزې سره سمون خوړه .
حضرت امام خمیني ره په محرم میاشت کښې دخلکو ویر او ماتم کول دمحمد رضا پهلوي دظالم حکومت له اقداماتو او سیاستونو دخلکو دخبرولو لپاره مناسب فرصت ولید .
دایران دپهلوي جاسوسۍ ادارې او پولیسو ددغه رژیم له اقداماتو دخلکو دخبرولو او دهغو ددودیدا دمخینوي لپاره ددامام خمیني ره له نیت څخه په خبریدا سره دامام حسین علیه السلام دویر په دستورو کښې د روحانیانو د وینا لپاره یو حکم صادر کړ .
په دغه حکم کښې دریو اساسي ټکو ته اشاره شوي وه .
لومړۍ داچې دباچا پرضد به خبره نکوي دوهمه داچې داسرایلو پرضد به څه نه وايي او دریمه داچې خلکو ته به نه وايي چې اسلام په خطر کښې دی .
دایران دباچا دحکومتي ادارې لخوا ددغه اعلامیې له خپریدا وروسته امام خمیني ره دقم دعلماو او مراجعو په شتون سره په یوې غونډې کښې وړاندیز وکړ دعاشورا په ورځ به تاسو هر یو دحسیني عزادارو او خلکو لپاره وینا کوئ او دباچا رژیم له جنایتونو او ظلمونو به پرده پورته کوئ .
امام خمیني ره هم ددغه رژیم له ګواښ سره سره د۱۹۶۳ میلادي کال دجون دمیاشتې په دریمه نیټه یعني دعاشورا د ورځې دمازیګر په څلورو بجو دوینا کولو لپاره دقم دفیضیه مدرسې په لور روان شو .
هماغه مدرسې ته چې دوه میاشتې وړاندې ورباندې دمحمد رضا پهلوي ځواکونو حمله کړي وه .(۲)
حضرت امام خمیني ره دقم په فیضیه مدرسې کښې په یوه سختې وینا کښې دکربلا له بوږونکو پیښو بیانولو وروسته په فیضیه مدرسې دباچا دپوځیانو حمله دکربلا پیښې ته و رته وبلله او هغه یې داسرایلو دهڅولو لپاره یوه غمیزه وبلله او باچا رژیم یې داسرایلو ګوډاګی وباله .
دایران داسلامي انقلاب بنسټګر حضرت امام خمیني ره له روحانیانو دمحمد رضا دپهلوي رژیم د جاسوسۍ ادارې ساواک ژمنه اخستو ته په اشارې سره باچا او اسرایلو ته بد مه وايي او داخبره مه کوي چې اسلام په خطر کښې دي وویل زمونږ ټولې ستونزې او اختلافات په همدغو دریو موضوګانو کښې دي .........که چیرې مونږ ونه وایو چې اسلام په خطر کښې دی ایا اسلام په خطر کښې نه دی ؟ که چیرې مونږ ونه وایو چې باچا داډول دی ایا هغه داډول نه دی ؟ که چیرې مونږ ونه وایو چې اسرایل داسلام او مسلمانانو لپاره خطرناک دي ایا خطرناک نه دي ؟ او اصولا داسرایلو او باچا ترمینځ څه ارتباط او تناسب شته چې جاسوسۍ اداره وايي دباچا په هکله څه مه وائ داسرایلو په هکله خبره مه کوئ ؟ایا د باچا جاسوسۍ اداره اسرایلي ده ؟دامام خمیني ره ایشواکونکو او سختې و ینا باچا له و ړاندې څخه زیات په خلکو کښې رسوا او سپک کړ .
له دې وینا دوه ورځې وروسته د۱۹۶۳ میلادي کال د جون دمیاشتې په پینځمه نیټه امام خمیني ره دباچا په نیغ نیغه حکم په قم کښې په خپل کور کښې ونیول شو او سمدستي تهران ته انتقال کړی شو .
باچا رژیم لومړۍ امام خمیني ره په یوې انفرادي کوټانۍ کښې بند کړ او ورپسې یې دعشرت اباد په نوم دتهران په مرکز کښې یوه پوځي کیمپ ته منتقل کړ .
په څو ساعتونو کښې دننه دایران خلک دامام خمیني ره له نیول کیدا خبر شول .
دامام خمیني ره دنیونې په اعتراض کښې په قم ، تهران ، ورامین ، مشهد او شیراز ښارونو کښې مظاهرې ترسره شوې چې دامام خمیني په ملاتړ او دباچا پرضد شعارونو پکښې ورکول کیدل .
پوځي ځواکونو چې دقم او تهران په حساسو ښارونو او مرکزونو کښې دیره وو په مظاهره چیانو ډزې و کړې .
په هغه ورځ او دوه ورځې وروسته هم مظاهرې روانې وې او په زرګونو کسان مړه او ژوبل شول .
ترټولو ناوړه پیښه تهران ته نږدې دورامین ښار دکرونده ګرو وژله وه چې کفن یې اغوستي وو .
پوځي ځواکونو په دغه کروندګرو حمله وکړه او د درنو وسلو ډزې یې ورباندې وکړې .
د۱۹۶۳ میلادي کال دجون دپینځمې نیټې دخونړي پاڅون له ځپلو وروسته محمد رضا پهلوي دامریکا په مرستې او ملګرتیا سره دامنیتي او پولیسی فضا په رامینځته کولو سره هڅه وکړه دهرډول ازادي غواړي حرکت او اعتراض لاره بنده کړي .
دباچارژیم جاسوسۍ ادارې ساواک چې باچا دامریکا دجاسوسۍ ادارې سي ايي ای او د صهیونیسټ رژیم دجاسوسۍ ادارې موساد په مرستې سره یې رامینځته کړي وه په لسګونو ازادي غواړي او سیاسي مخالفان ونیول او دشکنجه کیدا مرکزونو ته یې یوړل .
په دوې کښې ډير سیاسي مخالفان داسلام او دخپل هیواد دازادۍ دمکتب په لاره کښې دجاسوسۍ ادارې ساواک دمامورانو دڅاروي ډوله حملو په وجه شهیدان شول .
هغه کسان چې ژوندي پاتې شول په ۱۹۷۹ میلادي کال کښې دایران داسلامي انقلاب تر بریالیتوب پورې په زندان کښې وو .
محمد رضا پهلوي پوهید دامام خمیني ره په وژل کیدا سره دخلکو دبلوا او غوسه مخه نشي نیول کیدلای په همدې دلیل یې دامام خمیني ره له نیول کیدا وروسته یو نیم کال امام خمیني ره او دهغه دشاګردانو او یارانو ترمینځ دواټن د رامینځته کولو لپاره لومړۍ ترکیې او بیا عراق ته جلا وطن کړ .
د۱۹۶۳ میلادي کال دجون دپینځمې نیټې دپاڅون له ځپلو او له دغه پاڅون وروسته له ټولو ځپونکو اقداماتو سره سره باچا ونه توانید دایران دخلکو دازادي غواړي حرکت مخه ونیسي .
دستر روحاني په مشرۍ داسلام تر بیرغ لاندې ازادي غواړی غورځنګ پیل شو او دجون دمیاشتې له پینځمې نیټې وړاندې په ایران کښې ازادي غواړو حرکتونو دمحمد رضا پهلوي او دهغه دپلار رضا شاه له ظالم حکومت سره مبارزې ته هوډمن او واحد مشر نه درلود.
دایران دباچا رژیم دحکومت مخالفې اسلامي شخصیتونه او ډلې د۱۹۶۳ میلادي کال له جون میاشتې وړاندې وخت پورې نه وي توانیدلي په ایران کښې دباچا دظالم حکومت پرضد یو پراخه او ولسي حرکت پیل کړي .
دایران ملی پالو او کیڼ پالو ګوندونو هم دخلکو په سویه کوم ټولنیز ملاتړ نه درلود .
په دې سربیره دایران ډیر ملي او کیڼ پال شخصیتونه دمحمد رضا له حکومت سره مبارزې ته معتقد نه وو او دباچا رژیم دقدرت دمحدودولو او داصلاحاتو خبره یې کوله .
دغه مسله ددې سبب شوي وه چې د۱۹۶۳ میلادي کال دجون دمیاشتې دپینځمې نیټې له پاڅون وړاندې ازادي غواړي حرکتونه نتیجې ته ونه رسیږي او له خپلې اصلي لاره منحرف شي .(۳)
محمد رضا پهلوي که څه هم په ظاهره دجون دمیاشتې دپینځمې نیټې دپاڅون په ځپلو کښې بریالی شوی وو خو په اصل کښې هغه په خپلو دغو ځپونکو اقداماتو سره خپل حکومت له نسکوریدا سره مخامخ کړ .
له دغه پاڅون وروسته دمحمد رضا دفاسد او جنایتکار حکومت څیره ټولو ته ښکاره شوه .
له دغه پاڅون وړاندې دمحمد رضا ډیرو مخالفانو په تشریفاتي او محدودو اختیاراتو سره دسلطنتي حکومت دساتلوغوښتنه کوله .
دامام خميني ره په نیول کیدا او دخلکو په ځپلو سره ټولو ته ښکاره شوه چې دغه حکومت اصلاح کیدونکی نه دی .
له دې کبله دایران دخلکو دازادي غواړو مبارزو په تاریخ کښې دلومړي ځل لپاره دباچا رژیم نسکوریدل دمحمد رضا پهلوي له حکومت سره دمبارزې اصلي هدف وګرځید .
حضرت امام خمیني ره په ۱۹۶۳ میلادي کال کښې دخلکو دخونړي پاڅون داغیزو په باره کښې وفرمایل :« په دغه ورځ یزیدیانو په خپلو جنایتکارو لاسونو خپل قبر وکیند چې تر اخره پورې خپل او دجنایتکار ظالم رژیم هلاکت ثبت کړي او دځان لپاره ابدي شرم پرځاې پریږدي .»
دجون دمیاشتې دپینځمې نیټې له خونړي پاڅون وروسته دایران دعادي خلکو په سویه له باچا رژیم سره دمبارزانو ترمینځ پیاوړی وحدت رامینځته شو .
که څه هم امام خمیني ره په جلاوطنۍ کښې وو خو دایران دخلکو په زړونو کښې یې ځاې درلود .
دامام خمیني ره شاګردانو او ملګرو له بیلابیلو لارو دامام خمیني ره پیغامونه په ایران کښې دهغه مینه والو ته رسول .
په نهایت کښې دایران خلک له پینځلس کاله مبارزې او دامام خمیني ره دښو لارښونو او مشرۍ په سیوره کښې له ایران څخه ۲۵۰۰ کلن باچاهي نظام ختم کړ او د ۱۹۹۷ میلادي کال په فرورۍ میاشت کښې یې دایران اسلامي انقلاب بریالیتوب ته ورسوه .
بې شکه هغو وینو چې د۱۹۶۳ میلادي کال دجون په پینځمه نیټه په واټونو کښې توې شوې دامام خمیني ره په مشرۍ دایران دخلکو د ازادي غواړو مبارزو نتیجې ته په رسولو کښې بې بدیله رول درلود .
ایران ته دامام خمیني ره دبیرته ستنیدا په و خت پنځوسو(۵۰) لکو خلکو دهغه حضرت هرکلی وکړ .
دحضرت امام خمیني ره له رحلته وروسته هم لس میلیونه خلکو دهغه دجنازې په مراسمو کښې ګډون وکړ .
دغه هرکلی او دجنازې په دستورو کښې دڅو میلیونو خلکوګډون دایران داسلامي انقلاب دژوندي والي ښودنه کوي .
دایران داسلامي انقلاب دبنسټګر حضرت امام خمیني ره د رحلت دکلیزې په مناسبت هرکال په میلیونونو ایرانیان دهغه حضرت په مزار کښې راغونډیږي چې وښيي چې دایران اسلامي انقلاب هماغه راز ژوندی او خوځنده دی .
داسی انقلاب چې دنړۍ دازادي غواړو لپاره بیلګه شوی دی او دهغه نښې دمینځني ختیځ او دافریقا په شمال کښې دظالمو حکومتونو پرضد دخلکو په پاڅونونوکښې لیدلای شو .

Add new comment