دIAEA د مشر راپور او دایران دملګرتیا ستاینه
دایټمي انرژۍ دنړیوال آژانس مشر یوکیا آمانو دایران په ایټمي فعالیتونو کې دمطرح شویو ادعاګانو په باب په څيړنو کې دملګرتیا په علت دایران قدرونه وکړه .
یو کیاآمانو چې پرون ئې دایټمی انرژۍ دنړیوال آژانس دواکمنې شورا په فصلي غونډې پيلیدا سره پخپلې وینا کې ټینګار وکړ ، ایران له آژانس سره له فتیله ای فیوزونو څخه له استفادې سره داړونده موضوعګانو د روښانه کولو پشمول په اساسی توګه له آژانس سره ایران تعامل کړی دی . هغه زیاته کړې له آژانس سره دایران تعامل له مونږسره مرسته کړې ده څو ددغه هیواد دایټمي پروګرام په باب لازیات درک ترلاسه کړو .
یو کیا آمانو دایټمي انرژۍ دنړیوال آژآنس دواکمنې شورا ۳۵غړو هیوادونو ته وویل ، آژانس خپله ارزونه به دکی وضعې او تصویر څخه ښه درک ته له رسیدو وروسته په ټاکلی وخت وړاندې کړي . . هغه خبریالانو ته وویل ، مونږ باید بیړه ونکړو ، داسې کومه تمه نشته چې څيړنې د جولائي تر شلمې نیټې پورې پاي ته ورسیږي .
دجولائي شلمه نیټه دایران او۵+۱ډلې ترمینځ یوې جامعې موافقې ته درسیدو لپاره ټاکل شوي نیټه ده
دآژانس مشر په هغه راپور کې چې په ۲۰۱۱کال کې خپور شوی ، ادعا کړې وه دایران په ایټمی پروګرام کې دوسلو دمادو دآزمیښت او دیوې ایټمي وسلې دپلانونو لپاره دڅيړنو اوپراختیا دپلانونو په باب نښې نښانې شته دي . په داسې حال کې چې دغه اطلاعات په بشپړ ډول جوړکړائ شوي وو چې دڅو لودیځوالو هیوادونو له خوا او داسلامی جمهوری نظام د دښمنانو اوغولیدلو له مدرک او سندونو پرته داطلاعاتو په اساس دآژآنس دراپور دبنیاد او سند په توګه ټاکل شوي وو . له دې سره سره ایران ددغه بې هوده او چټي جنجال جوړونو دختمولو لپاره دباور جوړونې په یوه تعامل کې دهغې موافقې په چوکاټ کې چې د تیر نومبر په څلوریشتمه نیټه په جینیوا کې لاسلیک شوې ، په ایټمي موضوع کې دنهائي موافقې ته د رسیدو لپاره لومړنی ګام پورته کړ . ایران موافقه وکړه ، دځینو بندیزونو دکمولو په بدل کې خپل ځیني ایټمي فعالیتونه محدود کوي . ایران دایټمي انرژۍ له نړیوال آژانس سره دتعامل په دوام کې هم دیوې موافقې په چوکاټ کې ، دمډلیټي کولو یعني دایټمي جامعې موافقې دیوې برخې په توګه د آژآنس پوښتنو ته ځوابونه ورکړل . چې دیوکیاآمانو پرونۍ څرګندونې ددغې موافقې نتیجه ده .
اوس داحتمالاتو په نظر کې په نیولو سره ویل کیدلی شي چې دباور جوړونې بیهر په بشپړتیا دی او تردوونورو میاشتوپورې یعني دایران او ۵+۱ډلې ترمینځ په ایټمي خبرواتروکې نهائي موافقې ته درسیدو لپاره ترټاکلي وخت پورې ډیر مهم دی . ددغه ډول موافقط ماهیّت ګام په ګام حرکت دی څو نهائي مقصد یعني دموافقې لاسلیک کول دي . پر دې اساس ایران د دودو پلټنو لپاره آژآنس دلاس رسي دامکان په برابرولو سره ، په دې زمینې کې هیڅ ډول پلمه نه ده پریښي .
په عین حال کې دایټمي انرژۍ دنړیوال آژآنس دواکمنې شورا په غونډې کې دیوکیاآمانو پرونۍ څرګندونې که څه هم دهغه له مخکینیو خبروسره توپير ښکاري ، خو هغه په داسې حال کې چې دآژآنس له څيړنوسره ئې دایران د«حقیقي« ملګرتیا خبره کړې ، خو زیاته ئې کړې ده چې تراوسه پورې دکلي قضاؤت لپاره ډير زر ده چې دغه څرګندونې شک او ګمان یو حالت ذهن ته راولي
دیوکیاآمانوله څرګندونو دا اخستون په داسې شرائطو کې دی چې د ۵+۱ ډلې دیوه غړي په توګه د امریکا له خوا یو لړ خوځښتونه تعقیبیږي چې موخه ئې دایران دایټمي پروګرام په پوځي اړخونوباندې داندیښنې دادعا ئي موضوع په پلمه په ایټمي خبرواترو کې زیات غوښتنه او د ایټمي خبرواترو ترسیوري لاندې د ادعائی موضوعګانو راوستل دي
Add new comment